
ژباړه: نجیب الله خان
تا ویل چې زه د باران سره مینه لرم، خو کله چې باران وریدل پيل شول تا په خپل ځان چتري ونیوه، تر څو باران دې لمده نه کړي.
تا ویل چې زه د لمر سره مینه لرم، خو کله چې لمر راوختو، ته د سيوري په لټه کې شوې.
تا ویل چې زه د باد سره مینه لرم، خو کله چې باد لګېده، تا د کوټې کړکۍ بندې کړې.
ته چې د څه سره مینه لرې، تل ترې تښتې.
دا هغه څه دي، چې ما ډیر ویروي.ځکه چې ته هر وخت وايي چې زه تا سره مینه لرم.
ویلیام شکسپیر