
په ١١١٩ هجري قمري کښي د افغانستان ځني ځايونه د ايران د صفوي دولت په لاس کي وه. ددې دولت مشر په کندهار کښي د ګورګين په نامه يادېدئ. ګورګين پر افغانانو ډېر ظلمونه کول. د ده د ډېر ظلمه څخه پښتانه ډېر په تنګ سوي وه. نو پدغه وخت کي د پښتنو مشران سره راټول سوه او يو لوی مجلس يې جوړ کړ. هغه وو چي په ټولو يې حاجي ميرويس خان د قوم په مشري و ټاکه. حاجي ميرويس خان د پښتنو سره لاس يو کړ، په اول کي يې ګورګين ته نصيحت وکړ خو هغه ونه مانه. ځکه يې د هغه سره جنګ پيل کړ. پدغه جنګ کي ګورګين ووژل سو او پښتانه د پرديو د لاسه خلاص سول. کله چي پښتنو د دښمن د لاسه خپله ازادي واخيسته نو يې د ميرويس خان څخه غوښتنه وکړه چي د پاچاهۍ چاري پر غاړه واخلي. حاجي ميروس خان و نه منله. څو په اخر کي يې د قوم مشري قبوله کړه. حاجي ميرويس خان په خټه ( قوم ) هوتک او د ښالم خان زوی وو چي په ١١٢٧ هجري کال کي وفات سو، قبر يې د کندهار د ښار په کوکران کي پروت دئ.