مېرمن ملاله

د دوشنبې په ورځ د برات د مياشتي پر اوولسمه په ١٢٩٧ هجري کال چي پښتنو زلميانو، مېړو او مېرمنو د خپل وطن د ساتني په نيت سرونه پر ميدان ايښي وه او د ميوند ډګر ته د قربانۍ د پاره د انګرېز د تيري کونکي لښکر په مقابل کي حاضر سوي وه.... ټاکنده غرمه وه، غازيان تږي او ستړي ستومانه وه، د ميوند پر دښت هيڅ اوبه هم نه وې، نژدې وو چي د پښتنو لښکر د تندي څخه ماته و کړي په داسي حال کي چي د پښتنو بيرغچي هم سخت زخمي او بيرغ يې له لاسه ولوېد. يوه پښتنه پېغله نجلۍ چي تازه يې د ژوند د اوولسم پسرلي ګلونه بوی کړي وه راغله او د پښتنو ملي بيرغ يې په سرو منګلو واخيست نارې يې کړې : خال به د يار له ويـــنو کښېږدم چي شينکي باغ کي ګلګلاب و شرموينه که په ميوند کي شهيد نه شوې خدای ږو لاليه بې ننګۍ ته دې ســاتينه ددې پېغلي ږغ لکه يو اسماني ږغ وو چي د پښتنو زلميانو ويني يې په جوش راوستې، دښمن ته يې ماته ور کړه. د دې پېغلي نوم د افغانستان په تاريخ کي په زرين خط ليکل سوئ دئ.