
کوچنی اختر مو نېکمرغه ټولو هېوادوالو ته څرګنده ده چې سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنیز مرکز له کلونو راهیسې د هېواد په کچه د هېوادوالو د علمي کچې د لوړاوي، سولې راوستنې، د ځوانانو د وړتیاو د ظرفیت لوړولو، له بې وزلو سره د مرستې په اړه ګامونه پورته کول، علمي او روزنیز کورسونه برابرول، ورزشي فعالیتونه کول او ګڼ شمېر نور غېر سیاسي او د خلکو په ګټه فعالیتونه کوي چې له نېکه مرغه تر دې دمه یې په ټول هېواد کې په زرګونه ملاتړي پېدا کړي دي او د غړیتوب کارتونه یې وېشلي دي.
د همدې مرکز له موخو څخه یوه دا هم ده چې په هېواد کې د سولې د ټېنګښت لپاره هلې ځلې وکړي، له همدې کبله ده چې د ۱۳۹۵ ل ل کال د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له کبله په ټول هېواد کې دولتي چارواکو، غېر دولتي او دولتي بنسټونو، مدني ټولنو، اسلامي ګوندونو، مجاهدینو، د جهاد او جنګ ښکېلو خواوو، د هېواد په مېنه د شهیدو زامنو، پلرونو او وروڼو ارواحو، کونډو، یتیمانو، غازیانو، بې وزلو، د هېواد ټولو خوېندو او مېندو، په هېواد کې ټولو مدني فعالانو، له هېواد څخه د باندې مسافرو او ټولو نړۍ والو مسلمانانو او بالاخره د ټولو هېوادوالو تر څنګ د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وايي.
هېله ده چې دغه اختر مو له تېرو اخترونو سره توپېر ولري او د خوښۍ او امن اختر شي. ددې مرکز مشرتابه هېئت، اداري کارکوونکي او ټول تشکیلاتي ارګان د پاک او مهربان رب په دربار کې لاسونه لپه کوي تر څو دغه اختر مو په هېواد کې د ورورولۍ، سولې، امن او پرمختګ سبب وګرځي، په همدې هېله ددې پېغام ټولو لوستونکو ته بيا هم د زړه له کومې د کوچنی اختر مبارکي او پېرزوينې وړاندې کوو. د سوکاله ژوند او نېکمرغه اختر په هيله سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنیز مرکز.
مشرتابه او غړو لخوا.
د سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز مشر
استاد ګل کريم سحر
د سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز
د ټولنيزو چاور مسول
رسول اشنا