
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله عزوجل في کتابه المجید :
وَمَا لَنَآ أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى ٱللَّهِ وَقَدْ هَدَىٰنَا سُبُلَنَا ۚ وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَىٰ مَآ ءَاذَيْتُمُونَا ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُتَوَكِّلُونَ } ابراهيم/۱۲
صدق الله العظیم
قدرمنو هیوادوالو : د جګړې په لمبو کې سوځیدلیو ویرجنو افغانانو ، د هیواد د دفاع په مورچلونو کې ناستو اتلانو ، د وحشت په زندانو کې پرتو شازلمیانو، له وطن او خاورې څخه د دفاع په جرم ویشتل شویو زخمیانو ، له هیواد نه لیري په مهاجرت او کډوالۍ کې مېشتو او پردېسو مهاجرینو، ټولو افغانانو وروڼو او خویندو ته د راتلونکي کوچني اختر (عیدالفطر)مبارکي وایم ، خپلې نیکې هیلې درته وړاندې کوم >
اجازه راکړئ چې له دې فرصت څخه په استفادې سره د خپل ځوریدلي ولس او جګړه ځپلي هیواد د وروستیو پیښو په اړه خپل خواله او افکار درسره شریک کړم.
محترمو هیوادوالو!
نن زموږ هیواد په یوه ډیر حساس پړاو کې قرار لري ، حساسیت یې په دې کې دی چې د نړۍ ځواکمن قدرتونه او قوتونه غواړي خپل د پوځي ، اقتصادي او سیاسي رقابتونو زور دلته سره و ازمایي
د افغانستان اوسنی سیاسي زعامت چې افغانانو ورته ډیرې هیلې لرلې د دې پر ځای چې په افغانستان کې د بهرنیانو دقدرت نمايي مخه ونیسې، برعکس له هغوی څخه د جنګي ابزارونو او د خپلې واکمنۍ د ساتنې لپاره د جنګي مرستوغوښتنې کوي، چې د دوی دا کار په هیواد کې د افغانانو د ستونزو د زیاتیدو ، د جګړې ګرمیدو، له هیواد څخه د افغانانو د تښتیدو، او د بیکارۍ د اضافه کیدو لامل ګرځیدلی.
په هیواد کې مو میشت هیوادوال د جګړې ، ناقانونیت، اداري فساد، قومي، او منطقوي تبعیضونه له کبله ځوریږي او له هیواد نه بهر په میلینونو افغان کډوال مو د کډوالۍ په محرومیتونو کې د ځوروونکو شرائطو له کبله د مایوسۍ او نهیلۍ احساس کوي.
د کمکي اختر د خوښیو په دې شپو او ورځو کې چې باید زمونږ هرهیواد وال له غم او ویر پرته په خپل هیواد کې له خپلې کورنۍ او خوږو خپلوانو سره ناست وای ، متاسفانه چې اوس مو ډیر هیوادوال د اختر په خوښیو کې د خپلو عزیزانو پر فاتحو ناست دي ، ډیر زلمیان مو نن د کورنیو له غیږې لیري د ظلم او لاقانونیت په زندانونو کې پراته دي، ډیر نور په نیمه خوا بدن په روغتونونو او شفاخانو کې قرار لري او ډیر نور د پردیسۍ او غربت په نړۍ کې له خپل خواږه هیواده لیري د مسافرت ، کډوالۍ او مهاجرت په کیمپونو کې له زحمتونو او کړاونو نه ډکې شپې تیروي.
د هیواد په دننه کې مو سیاسي بهیر په یوه داسي ټکني وضعیت کې قرار لري چې په نیژدي راتلونکي کې د هیڅ ډول بهبودي اوغوره والي هیله تري نشي کیدلی.
ځکه هغه لوری چې پر افغانانو يي دغه بد وضعیت را وستی هغوی خپلې ګټې د افغانانو په تباهي کې ویني ، هغوی لګیادي نورهمداسې شرائط رامنځته کړي چې افغان غمیزه پري اوږده شي.
هغوی زموږ په هیواد کې افغان وژنه د ځان مسؤلیت ګڼي ، دا په داسي حال کې چې موږ ته د تېرو څلورو لسیزو تجربو داثابته کړه چې قتل او وژنه ، ظلم او تشدد ، سختي او وراني د ستونزې حل نشي کیدلای ، بلکې د مشکلاتو د لا زیاتولو سبب ګرزي.
دا یو واضح حقیقت دي چې د افغانانو خپل منځي تفرقات ، تعصبات او اختلافات د دوی د ټولو بدمرغیو لامل دی ، دښمن کوښښ کوي چې نورهم د وروڼو افغانانو ترمنځ دغو مهلکو تفرقاتو او اختلافاتو ته رشد او زور ورکړي.
ځوریدلیو افغانانو وروڼو!
د هیواد او ولس د دغو بدو ، ورانو او ویجاړو حالاتو د ښه کولو، بدلون او تغیر مسؤلیت خپله زموږ افغانانو پرغاړه دی.
که خپله افغانان وغواړي چې د هیواد دغه بد وضعیت ته د ځان په ګټه مثبت تغیر ورکړي نو په کار ده چې خپل ترمنځ ملي یووالي ، اسلامي او افغاني ورورولي ټینګه کړي، د یوه او بل وهلو او کمزوري کولو پر ځای د یوه اوبل منلو او ملاتړ کولو فرهنګ خپل کړي ، د هیواد او ولس ملي ګټي پر خپلو شخصي منافعو مخکې وګڼي ، له خپل دین ، خپلې خاوري او خپل ولس سره صادقان او مخلصان و اووسي .
باید ووایم چې افغانانو ته په کار ده چې د نړیوالې ټولنې له هغو مرستو څخه چې د افغانستان د بیا ودانولو لپاره يې تخصیص کړې مثبته ګټه واخلي، د عام المنفعه تأسیساتو: سرکونو ، روغتونونو، د اوبو او برق بندونو ، ښونځیو ، پوهنتونونو او ..... په اعمار کې له بهرنیو مرستندویه مؤسسو سره همکاري وکړي ، هغوی ته د هیواد په بیلابیلو برخو کې د کار کولو زمینه مساعده کړي ، نه داچې د هغوي د ودانولو او رغنیزو پرو ګرامونو په مخ کې خنډونه او موانع ایجاد کړي ، ځکه داسي کارونه مو په هیواد کې د بې کارۍ د له منځه وړلو لامل ګرځي او په خپل هیواد کې مو د کاري امکاناتو په پیداکولو سره هم د افغانانو د بې کارۍ او فرار مخه نیول کیږي او هم دهغوئ ګڼې امنیتي او اقتصادي ستونزې هواریږي.
او همدا رنګه مو خپلو وګړو ته د کاري فرصتونو په موجودیت کې د دایمي سولې او ثبات لپاره زمینه سازي کیږي او شرایط ورته برابریږي
همدا راز د افغان قضیې ښکیل اړخونه باید له نړیوالې ټولنې څخه وغواړي چې د پوځي مرستو او امکاناتو په ځای له هغوي سره د بیا ابادولو او بنسټیزو پروژو په عملي کولو کې مرسته وکړي .
ګرانو هیواد والو!
د امریکایانو له لوري د سولې شعارونو ترڅنګ د هغوی د جنګي فعالیتونو تمدید او زیاتوالی زمونږ د هیواد او ولس لپاره بدې پایلې لري، همدا راز د خارجیانو په اشاره د افغانستان او د هغه د ګاونډیانو ترمنځ نوې راپېداشوې ستونزې او تاوتریخوالی د منطقوی ثبات لپاره لوی تهدید ګڼل کیږي ، هرڅومره او تر هرنامه لاندې چې په افغانستان کې بهرنۍ مداخلې او موجودیت ته زمینه سازي کیږي هغه د افغانستان د لا زیاتې تباهي لامل ګرځي.
لهذا افغانان باید د ټولو اجنبي دسائسو او ضررونو له شره څخه د نجات لپاره خپل ترمنځ یوموټي او متفق شي او یو بل ته د ورورولۍ او همکارۍ لاس ورکړي ، او ټول په ګډه داسي لاره غوره کړي چې هغه په افغانستان کښې د خارجي اشغال او خارجي مداخلې د مخنیوي لامل وګرځي.
قدرمنو وروڼو !
لکه څرنګه چې موږ ته د تېرو ناروا خارجي مداخلو د ترخو تجربو څخه ثابته ده چې خارجي مداخله که د هرچا له لوري څخه ، تر هر نامه لاندې او دهیواد په هره برخه کې وي افغانانو ته له بدمرغي او تباهي پرته بله پایله نه لري.
افغانان باید د خپل ملي وحدت په تأمین سره په خپل منځ کې یو پر بل داسي باور او اعتماد پیدا کړي چې وتوانېدلای شي د خپل هیواد او ولس مشکلات او ستونزې له خارجي مداخلې پرته هوارې کړای شي.
افغانانو ته په کار دي چې دې ټکی ته ښه غور وکړي او متوجه شي چې خارجي مداخله ګر که هرڅوک دي خپل سازشي او تخریبي پلانونه د همدې موږ افغانانو په وسیله پر مخ بیايي ، نو ولي داسي ابتکار او نوښت خپله موږ افغانان په لاس کې نه اخلو چې د خپل هیواد د ابادي او د خپلې غمیزې د پایته رسولو لپاره رغنده او مثبت پلانونه جوړ او طرح کړو چې د خپل هیواد لانجه د تل لپاره ورباندې پایته ورسوو، او د نورو هیوادونو د هوښیارو ولسونو په ډول موږ هم خپل ژوند د دایمي سولې او ثبات ، ترقۍ او ابادۍ په فضا کې ولرو.
زما ګرانو وروڼو.!
دښمان غواړي په افغانستان کې د جګړې غزولو له لارې افغان غمیزه د ډیر وخت لپاره نوره هم اوږده کړي ، نو دا اوس د هر افغان په تیره بیا د قضیې د ښکیلو مسؤلو لوریو ملي او اسلامي مسؤلیت دی چې نور په خپل هیواد کې د جګړې د غزولو مخه ونیسي او ټول هغه عوامل له منځه یوسي چې د جګړې د دوام لامل ګرځي .
لهذا باید ووایم چې دا ټول مثبت پلانونه هغه وخت د پلي کیدو چانس لرلای شي چې افغانان یوپر بل باور او اعتماد ولري ، نو افغان سیاستوال او د قضیې ښکېل طرفونه باید له هغو ترخو او زړه بوږنونکو پېښو څخه درس واخلي کوم چې په اوسنیو ورځو کې د منځني ختیځ په هیوادونو کې د هغو د ولسونو د خپل منځي اختلافاتو او تفرقاتو له وجې روان دي
منځنی ختیځ چې یو مهال یې نه یواځې د اسلامي هیوادونو بلکې د ټولې نړۍ په کچه تر ټولو استراتیژیک او مهم اقتصادي حیثیت درلود ، اوس موږ وینو چې د خپلو چارواکو او ولسونو د تعصباتو او تبعیضاتو له امله د غربي او شرقي نړۍ د پرمختللو اسلحو د استعمال او تجربه کولو په میدان بدل شوی دی ، چې نږدې هره ورځ یې بې دفاع او مظلوم ولس د باروتو د اور په لمبو کې سوځل کیږي .
ځوریدلو هیواد والو!
په پای کې یوځل بیا د نیک مرغه کوچني اختر د را رسیدو په مناسبت تبریکي او نیکې هیلې در ته وړاندي کوم.
له الله تعالی څخه دا سوال کوم چې نورمو هیواد او هیوادوال د خارجي مداخلو او دهغوی له مظالمو څخه وژغوري ، اتفاق او اتحاد را نصیب کړي، د هیواد او ولس د خدمت په لاره کې د نیکو توفیق او وړتیا ټولو ته راپه برخه کړي، او جګړه ځپلی هیواد مو نور د یوه مستقل او خپلواک اسلامي نظام په سیوري کې له دغو ټولو بدمرغيو څخه وژغوري .
اللهم امین یارب العالمین
والسلام
ورور مو ملا معتصم اغاجان
د طالبانو د سیاسي شوری پخوانی مشر
۲۹ رمضان المبارک ۱۴۳۷ ھ ق
۱۴/۴/۱۳۹۵ ھ ش
2016/7/4 میلادي