
ایمل افغان
د هېواد درنو مشرانو څرګنده خبره ده چې د دومره ستونزو، چاودنو او ګواښونو سره سره بیاهم افغان ولس وکولای شول چې په ټولټاکنو کې یې ونډه واخیسته او خپل ولسمشر یې یوځل بیا د خپل سرنوشت د معلومولو لپاره د پنځو کلونو لپاره وټاکلو ترڅو ولسمشر وکولای شي په هېواد کې یوه د کار اداره جوړه کړي هغه په دې معنی چې په خپل حکومت کې داسې مسلکي اوپه هېواد مین هېوادوال په لوړو چوکیو وګماري ترڅو هغوي وکولای شي د مظلومو هېوادوالو ژوند له مرګ او ګواښونو نه خوندي کړي او د دې په څنګ کې هېوادوالو ته د پام وړ کارونه وکړي لکه: د بیا رغوني کارونه ، د پوهنې سطحه په ټول هېواد کې لوړه کړي او همدارنګه هغه ملي تجاران چې په هېواد کې دي اویا له هېواد نه د باندې په خپلو کارونو لګیا دي د هغوي لپاره د دې زمینه مساعده شي چې په خپل هېواد کې خپلې سرمایې په کار واچو ترڅو مو هغه ځوانان چې وزګار او په پردیو هېوادونو کې مزدوري کوي خپل هېواد ته راشي او په خپلو کارونو مصروفه شي.
یوه بله خبره چې د یادولو وړ ده هغه دا چې افغان ولسمشرنور باید د غریبوهېوادوالو د وینو تویولو په اړه پوره پوره غور وکړي اوهغه ډلې چې امنیت یې له ګواښونو سره مخ کړی او بد امني په هېواد کې را پیدا کوي نو په کار ده چې له هغو سره د خبرو لپاره کېنې او یوې نتیجې ته سره ورسیږي هغه په دې معنی چې هغوي ته هم باید په موجود حکومت کې ونډه ورکړل شي ترڅو له دغو بد امنیو نه لاس په سر شي.
او همدارنګه افغان اداره باید نوره دې ته ډېره پاملرنه وکړي چې خپل ملي پولیس او ملي اوردو په پوره ډول پیاوړې کړي ترڅو هغوي وکولای شي د خپل هېواد دفاع په خپلو مټو وکړي نه د بهرنیو په تشو لاپو او کنفرانسونوځکه ترڅو به دغه بهرنیان زموږ په دغه پاکه خاوره کې زموږ امنیت ساتي نو له هغې نه ښه خبره داده چې د خپل هېواد دفاع په خپله وکړو نه د دوي په مټو.
نوبیابه د دغو پورته ذکر شو کارنو د عملي کولوپه نتیجه کې موږ هېواد وال به پوشو چې څومره پرمختګونه مو کړي او د څومره هېوادوالو ژوند مو له مرګه ژغورلی دی.
که چېرته افغان مشران دغو ټکو ته په پوره غوره سره پاملرنه ونه کړي نو زه فکر نه کوم چې په دغو پنځوکلونو کې به څوک په دغه وران هېواد کې په ارامه خپل ژوند وکړي، نو بیا به د خپل مرګ شپې او ورځې شمارې چې کله به وژل کیږو اوکله به یو ځل بیا له خپل وطنه کډه بارو.