غزل

 
په وينو سره د شهيدانو وجودونـــــــــــه راوړي
اختر له ځان سره هميش موږ ته غمونـــه راوړي
 
نه به لاسونه کړي څوک سره نه به جامې واغوندې
چې مو خوښيو ته دا خلک بل اورونــــــه راوړي
 
هره لحظــــــه موږ تــــــه غمجنې خاطرې راکوي
هره لحظــه موږ ته د اوښکو سيلابونــــــه راوړي
 
هغــه غمخوار چې مو هر کله غم رازۍ له راځي
مالګې په لپو کې وجود ته مو زخمونـــه راوړي
 
څوک به زموږه زخمى زړونــه ته مرهم شي ځلا
څوک به زموږ تورو تيارو ته مشالونــــــه راوړي
 
#مينه_ځلا