
مـــــا په اوبو باندې ليکلــــــې قيصې
چې مې په زړه کې وې ساتلې قيصې
نن يو مـــاشوم په اسويلېو باندې
د پلار وقبر ته کــــولې قيصې
چينې ده اوښکو يې لمن کې راغلې
غــــرونو چې کله اورېدلې قيصې
وې نويشته زما د زړه په دېوال
ځکـــــه زما نه هېرېدلې قيصې
ونې او غــــــــرونه به سلګو واخیستل
سپوږمۍ چې ستورو ته ژباړلې کیسې
وې د الفت د خـــــــــزانو نه ډکې
"ځــــــلا" له هر چا پټولې قيصې
مینه ځلا