هند او پاکستان په افغانستان کې؛ د يو منفي يو لوبه

 
زړه د بدن پاچا ګڼل کيږي. د هر تکليف او ستونزې په وخت کې خلک دا وایي، چې زړه مې خفه دی. داسې به مو له چا نه وي اورېدلي، چې نس، سر، پښې يا د وجود کوم بل غړی مې خفه دی. که څوک موږ ته د خوشاله پاتې کېدو توصيه هم کوي، نو راته وایي، چې زړه دې خوشاله ساته. افغانستان هم د اسيا زړه بلل کيږي، خو داسې  زړه چې په خفګان او ماتولو کې یې د ټول وجود غړو ته خوښي او سرور حاصليږي. د داسې بدبخته وجود زړه، له ډېره وخت په اور سوځي او د دغه بدن ځينې غړي د خپل پاچا د سوځېدو لامل دي. ځينې یې پر وجود لګېدلي اور ته پوکي ورکوي او ځينې نور یې په خاموشۍ سره نندارې ته ولاړ دي..
له تېرو څلورو لسيزو څخه د افغان جګړې تر ټولو ستر لوبغاړی، پاکستان لا هم په دې هڅه کې دی، چې افغانستان د خپل پنځم ايالت په توګه، تر مستقيم يا غير مستقيم تسلط لاندې راولي. د پاکستان پوځي او اتومي ځواک او څوارلس کاله پخوا د دغه هېواد پر وړاندې د افغان ولس بېوسۍ دا خبره تر ممکناتو رارسولې وه. يو بل لامل یې دا هم وو، چې په اسلامي جامه پټ د دغه شيطان حرکتونه لا سپين زړي او احساساتي افغان ولس نه وو درک کړي. افغان ولس خپل مکار قاتل نه ؤ پېژندلی. لا هم د پاکستان په (پاک) او د اسلام آباد په (اسلام) غولېدل. خو بالآخره، د تاريخ او سياست بې رحمه څپو او طوفانونو د دغه هېواد له کرغېړن مخ څخه پرده پورته کړه. هغه وخت راغی، چې افغانانو په يووالي سره د نړۍ د شیطانت مرکز ته ورغږ کړ::
په تا کې ستا خلک د خدای او د رسول نه مني
دا کوم کافر په تا نامه اسلام آباد اېښې ده
که څه هم ډېر ناوخته شوی و او د خدای په ځمکه د دغې ناپاکې ټوټې د وحشي واکدارانو لپاره د سلګونو زره افغانانو وينې تویې شوې وې او د افغانانو ګډ کور په اور سوزېدلی ؤ: که څه هم چې ځينې افغانان لا تر اوسه د دغه دوه مخي دولت د بربنډې شوې څېرې اصليت منلو ته نه دي تيار، او که څه هم چې ځينو ته لا تر اوسه د پنجابي په لنګ کې د اسلام او سنتو بقا ښکاري، خو تر ډېره افغانان اوس په دې پوهېدلي دي چې، له دوی سره کومې کانې شوي او لا د کومو نورو لوبو پلانونه د دوی لپاره جوړ شوي وو.
د هند هېواد په تېره يوه نيمه لسيزه کې د افغانستان په بيارغونه کې اساسي رول لوبولی او په بېلا بېلو برخو کې یې بنسټيزې پروژې عملي کړي. خو د پاکستان هېواد بيا يواځې د افغان جګړې د سون په توکو او بارودو کې سرمايه ګزاري کړې. د هند د خلکو له لوري د مينې او دوستۍ، خو له پاکستانه د کرکې او دښمنۍ پېغامونه راځي. د هندوستان په هندو او د پاکستان په مسلمان کې همدومره توپير دی او بس.
پاکستان د افغانانو، په ځانګړې توګه د کوزې پښتونخوا د خلکو پر ملي هويت، تاريخ، ژبې، فرهنګ او سرنوشت لوبې کوي خو هند بيا د دې برعکس د افغان هويت او کلتور د تاريخي وياړونو قدرداني کوي. پاکستان د پښتو ژبه د یوه محکوم قوم د محکومې ژبې په توګه پېژني او په خپل رسمي نصاب کې ځای نه ورکوي، خو هند د دغې جنتي ژبې (پښتو)د ودې لپاره ځانګړې څانګې په خپلو پوهنتونونو کې پرانيزي. د هند لومړی وزير نريندرا مودي افغانستان ته د رسېدو خبر پر خپله ټوېټر پاڼه، په پښتو او دري ژبو نشروي، خو پاکستان په رسمي دفترونو کې، پر پښتنو د دوی په خپلو سيمو کې، پر خپله مورنۍ ژبه (پښتو) د خبرو کولو بنديز لګولی دی.
پاکستان د ښوونځيو لپاره په خپل رسمي نصاب کې د افغان اتلانو کردارکشي کوي، د هغوی پر تاريخ جوړونکو شخصيتونو ملنډې وهي. د کوزې پښتونخوا د نهم ټولګي د انګليسي په کتاب کې د پښتنو د تاريخي شخصيت کالوخان سپکاوی یې اوسنی او ژوندی مثال دی. د ميرویس نيکه، خوشال بابا، باچاخان، او نورو افغان اتلانو نومونه، ژوند ليکونه او کارنامې يا خو د پښتنو لپاره د ترتيب شوي تدريسي نصاب برخه نه ګرځوي او يا یې په کاذبو تورونو تورنوي. د هغو مخکښانو یادونه نه کوي چې د افغانانو د سوکالۍ او هوساینې لپاره یې د سولې د سياست لاره غوره کړې وي، بلکې افغان مشران همېشه د جنګ خوښو او شر خوښو رهبرانو په څېر انځوروي. پر خپلو اتومي توغنديو د ځینو هغو افغان مشرانو نومونه (غوري،غزنوي، ابدالي او داسې نور)، چې له هند سره یې شخړې یا یې پر دغه هېواد بريدونه ترسره کړي ؤ، د دې لپاره  ږدي، چې هند ته د هغوی یاد ورتازه او زموږ او هندوستانيانو تر منځ نفرتونه راوپاروي.
خو بيا هم د پاکستان دا ټولې حربې او کوښښونه ناکام دي. نو له دې امله دغه هېواد له تېرې يوې لسيزې څخه په ډېره سپین سترګۍ دا ناوړه او د نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې غوښتنه کوي، چې کابل بايد له هند ( د اسیا د وچې تر ټولو په تېزۍ سره پرمختګ کوونکي هېواد، د سيمې ستر سياسي، اقتصادي او نظامي ځواک او هغه هېواد چې د سيمې او افغانستان د سوکالۍ لپاره مثبتې طرحې لري) سره اړيکې پرې کاندي. حال دا چې همدغه پنجابيان او هندي اتباع د واګه په کرښه هره ورځ تګ راتګ سره کوي، د دواړو هېوادونو تر منځ د اورګاډي، بسونو او الوتکو په واسطه، زرګونه خلک د کرښې یوې او بلې غاړې ته سفر کوي. خو بل لور ته، د هند له افغانستان سره سولئیزې اړيکې اسلام اباد ته د زغملو وړ نه دي، که څه هم دا هيواد د پاکستان مستعمره نه بلکې يو خپلواک او آزاد مملکت دی. پر تورخم کرښه هم د پاکستان له لوري له افغانانو سره غیر انساني چلن، د هند هېواد په مرسته د چابهار او سلما بند د پرانیستو له عکس العمل پرته بل هيڅ هم نه دي.
ممتاز اورکزی صیب څه ښه ويلي دي چې:
د واهګې پر پوله هر ماښام ګډا وي
د تورخم پر پوله شپه او ورځ ويرونه
 
http://maadaar.com/images/stories/2015-11/torkhm.jpg
 
که فرض که د پاکستان دا ناجایزه غوښتنه ومنل شي، نو په مقابل کې یې دغه هېواد افغانستان ته څه ورکولای شي؟ د پاکستان او هند صادرات نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانانو لپاره توپير کوي. اسلام اباد ته بايد وويل شي چې ته خو په خوږو پستو مېوو او سبزيو کې هم چاودېدونکي توکي رالېږې. ته خو زما هر څه نړوې، او هند یې پر ودانولو بوخت دی. ته خو زما ملي شورا په راکټونو ولې، او هغوی ورته نوې ودانۍ جوړه کړه. ته خو زما د برېښنا بندونه ورانوې او ما دې ته هم نه پرېږدې چې له خپلو اوبو څخه مې استفاده وکړم او هغوی پرې راته داسې بندونه جوړوي، چې د افغانستان راتلونکې رڼا کړي. ته خو پر کابل د خپل بيرغ (سبز هلالي پرچم) د رپولو خوبونو داسې لېونی کړی یې، چې يوه ورځ مې په ارامه نه پرېږدې، خو هغوی مې زما د هېواد تر ټولو لوی بیرغ راته جوړ او ډالۍ کړ. ته پوهېږې چې د ملي شورا د ودانۍ له جوړولو څخه تا ته پیغام څه دی؟ دا چې نور به د افغانانو فیصلې په اسلام اباد، راولپنډۍ، پېښور، کوېټې او يا هم کومه بله شورا کې نه، بلکې د افغان شمله ورو مشرانو په واسطه، د افغانستان په ملي شورا کې کيږي. ته پوهېږې، چې د کابل د وزير اکبر خان په تپه د افغانستان د تر ټولو لوی افغان ملي بیرغ پورته کولو هدف څه دی؟ دا چې د افغان پر خاوره به د پنجاب بیرغ نه، بلکې د همېشه لپاره د افغانانو خپل تور، سور، زرغون بیرغ په ډېر وياړ سره رپیږي. په افغانستان کې د هند او پاکستان د سياست تر منځ توپير، د دواړو هېوادونو سياست ته د (يو، منفي يو، لوبې) د نوم په ورکولو سره کولای شو. مطلب دا چې که نوی ډیلی يو ښوونځی، روغتون، پلچک او سړک جوړوي نو اسلام آباد، په ورته وخت د يوه ښوونځي، روغتون، پلچک او سړک د ورانولو پر لارو چارو پانګونه کوي. اسلام آباده! ستا مسلماني که دا وي، نو پر تا دې د دغه هندو بلا سل وارې دروګرځي.