پکتيا ته د لوړ پوړي هيئت سفر او حقيقتونه

 
د ولس او حکومت تر منځ واټن هغه وخت رامنځته کيږي چې حاکمان ځانونه په خپلو ماڼيو کې محصور وساتي. د ولسونو حال احوال د خپلو يو څو محافظه کاره درباریانو، غوړه مالانو او درواغجنو کسانو څخه پوښتي او د هغوی د ناسمو معلوماتو پر اساس خپله تګلاره او پاليسۍ تنظيموي. دغه کسان د مصلحتونو، بې جرئتۍ، شخصي ګټو او د خپل موقف او حيثيت ساتلو لپاره نه غواړي چې عيني حقيقتونه د حاکم تر غوږنو ورورسوي. په دغه وخت کې ولس داسې احساس کوي چې غږ یې نه اورېدل کيږي، ځکه چې د حکومت په کړنو کې د دوی د غوښتنو رنګ نه څرګنديږي. د څلورو ديوالونو په منځ کې محصور مشران چې کله په اصل حالت خبريږي نو ورخ ترې اوبو وړی وي.
تېره اونۍ د پکتيا د عمومي وضعيت د څېړنې او د دې ولایت د یوه قومي مخور سيد اسحاق د مرموزې وژنې د پلټنې په موخه د ولسمشر په هدايت له کابل څخه د قومونو او قبايلو چارو د وزير ګلاب منګل په مشرۍ يو هیئت ګردېز ته راغلی ؤ چې د دغه هیئت يوه غړي نبي مصداق ولسمشر ته تر رپورټ وړاندې کولو مخکې روهي ویبپاڼې ته په خپله يوه ليکنه کې د دوی د سفر د لنډيز په شکل، د پکتيا د ولايتي ادارې قصيدې ليکلې وې. غواړم چې د دې ولايت د يوه اوسېدونکي په حيث د ښاغلي مصداق د څرګندونو په اړه يو څه وليکم. نوموړي په خپله ليکنه کې پکتيا داسې انځور کړې ده چې د دې ولايت اوسېدونکي د عمر بن عبدالعزيز د حکومتدارۍ د دورې په څېر له روانو حالاتو خورا خوښ، ټولنيز عدالت او امنيت تامين او هيڅ ستونزې نلري. له نسبتا تود کابل څخه یخې پکتيا ته راغلي ښاغلي مصداق او ورسره ملګرو یې ښايي د ګردېز له سړو اوبو او هوا خورا خوند اخيستی وي خو د دې ولايت د تودو او کړکېچنو حالاتو اندازه یې سمه نده لګولې. ولې چې نوموړي هيئت پکتيا ته نه بلکې يوازې د ولايت مقام ته تشريف راوړی ؤ. ښاغلی مصداق پخپله ليکي چې د پکتیا والي نصرت الله ارسلا په هغو درېو ورځو کې چې دوی په ګردیز کې وو، د دوی لپاره د پکتیا مدني ټولنې او سپین ږيري دعوت کړل. د ولایت محترم مقام د مدني فعالانو او قومي مشرانو په نوم له يوې ځانګړې حلقې پرته د هغو پکتیاوالو له راغوښتلو ډډه کړې چې د دوی له فعاليت څخه ناراضه دي. ځکه چې هيڅ يو والي یا بل چارواکی به ونه غواړي چې ارګ ميشتي یې له بې کفایتۍ څخه خبر او مؤقف یې په خطر کې ولوېږي.
د پکتيا امنيتي وضعه له بل هر وخت ډېره کړکېچنه ده. وسلوال طالبان له مرکز څخه په لس کېلومترۍ او په ځينو سيمو کې آن په پنځه کېلومترۍ کې فعاليت لري. د زرمت ولسوالي اتیا سلنه د وسلوالو طالبان تر کنترول لاندې ده. د محترم هئیت له سفر څخه يوازې یوه مياشت وړاندې د سيد کرم ولسوالۍ د بډم کندې په سيمه کې د ملي پوليسو یوې پوستې سقوط وکړ چې پکې موجود څلور سرتیري ووژل شول، دوه نور ټپيان، او د پوستې مهمات او وسلې وسلوالو طالبانو له ځانه سره يوړل. د همدې ولسوالۍ زياته برخه او د احمد ابا، احمد خېلو، وزې زدراڼ، ښواک او ډنډي پټان ولسواليو کې د دولت ضد وسلوال پراخ شتون لري. څو اونۍ وړاندې د مرکز اړوند د تېرې په سیمه کې امنیتي سرتېرو د شپې د جګړې پر مهال د کومک نه رسېدو له امله پوسته وسلوالو طالبانو ته پرېښې وه چې هغوی یې مهمات له ځانه سره وړي. د امنيتي ستونزو له کبله پر هيڅ یوه لويه او وړه لاره له ماښامه وروسته تګ راتګ نه کيږي. يوه اونۍ وړاندې د پکتيا ولايت د قومي مخور او د ولسي جرګې پخواني غړي پاچاخان ځدراڼ پر کور وسلوالو طالبانو بريد وکړ چې په نتيجه کې یې د هغه ځوی او د پکتيا د ولایتي شورا رئيس رؤف خان ځدراڼ او دوه ساتونکي یې سخت ټپيان شول. د غبرګولي د مياشتې په دويمه نېټه د په مرکز ګردېز کې د يوه قومي مشر قومندان عبدالله پر موټر چاودنه وشوه چې په نتيجه کې یې نوموړی شديد ټپي شو. سره له دې چې پکتيا د جنوب ختيځ زون مرکز دی او په ګڼ شمېر کې امنيتي او دفاعي ځواکونه په دې ولايت کې موجود دي خو د امنيتي ادارو تر منځ همغږي شتون نلري. پخپله د دغو ادارو مسؤلينو هم، پکتيا ته د کورنیو چارو د وزير تاج محمد جاهد د تېرې میاشتې د سفر پر مهال د یادې ستونزې پخلی وکړ.
د دې تر څنګ په ولسواليو او په ځانګړې توګه په مرکز ګردېز کې د جنايي جرمونو کچه هم لوړه شوې. يوه مياشت وړاندې د پکتيا ولایت يو بل قومي سپين ګيری سید اسحاق د خپل زوی او يوه ساتونکي سره يو ځای په رڼا ورځ، د ښار په منځ او د امنیتي سرتېرو په وړاندې د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شو. څه موده مخکې د ګردېز ښار د اولې حوزې د پوليسو د سترګو پر وړاندې یو سراف په ډزو وويشل شو او د دېرش لکه افغانيو په شاوخوا کې ترې د بريد کوونکو لخوا په زور يوړل شوې. دا به ممکنه نه وي چې د ورته امنیتي پېښو بشپړ فهرست دلته وړاندې کړم خو زه باور لرم چې ښاغلي مصداق او لوستونکو به له پورته ذکر شويو قضيو څخه د پکتيا ولايت د خرابې امنیتي وضعې درک کړی وي.
د اوسني نظام په څوارلس کلنه دوره کې په پکتیا ولایت کې داسې اقتصادي، زراعتي او انکشافي پروژې ندي پلې شوې چې د خلکو په ژوند کې دې د پام وړ بدلونونه راولي. او نه هم اوسمهال کومه اساسي پروژه په نظر راځي. چې دا نه يوازې د تېرې او اوسۍ دورې د والي صاحبانو بې غوري ښئي بلکې د دې ولايت د ولس د استازو بې کفایتي هم څرګندوي. پکتيا ولايت چې د پاکستان هېواد سره پر پوله پروت او له دغه هېواد څخه راوارد شوي مالونه د همدې ولايت په سينه تېريږي، چې د ټرانزيت د دروازې په هیث دغه ځانګړتيا د اقتصادي او پراختيایي پروژو بېشمېره فرصتونه رامنځته کوي. خو له بده مرغه لا هم له دغو فرصتونو څخه د ګټې اخيستنې لپاره هيڅ عملي ګام نه تر سترګو کيږي. يوازې د انتقالي برېښنا پروژه د دې ولایت خلکو او تجارانو ته د اميد څرک ؤ چې هغه هم د ځينو قومي ټېکه دارانو د سياسي دکاندارۍ له کبله د ځنډ ښکار شوه. د مچلغو د اوبو بند چې د جوړولو چارې یې د دغې پروژې د ناسم مديريت او غبن له وجې په ټپه ولاړې دي، لا هم پکتياوال د دې انتظار باسي چې په دې بند يو ځل بيا کار پيل شی تر څو له پکتيا سره سره ګاونډيو ولایتونو ته هم برېښنا ورسيږي. د پکتيا ولايت د ګمرک عواید د تېر کال په نسبت له ۳۵ څخه تر ۴۰ سلنې پورې راکم شوي دي. هره ورځ مال بردار موټر په قاچاقي لارو له ګمرک کېدو پرته تېريږي. همدارنګه په ځينو سيمو کې له لويو لاريو نه وړو لاريو او موټرو ته مالونه ښکته کيږي، چې له ګمرک ادا کولو پرته اړوندو ځايونو او مالکانو ته انتقاليږي.
په پکتيا کې د پوهنې او عامې روغتيا په برخه هم زيات شمېر شکايتونه موجود دي. د خيالي ښوونځيو او استادانو څخه رانيولې تر بې کیفيته زده کړئيزو خدماتو پورې هغه څه دي چې ولایتي او مرکزي اداره ورته بايد جدي پاملرنه وکړی. د روغتيا په برخه کې هم ډېرې ستونزې شته چې بايد غم یې وخوړل شي. تر څو پکتياوال د عادي ناروغيو د درملنې لپاره پاکستان او نورو هېوادونوړ ته سفر ونکړي. چې په دې سره به له يوه پلوه له افغانستان څخه د يوې لويې اندازې سرمايې د وتلو مخه ونيول شي او له بله پلوه به هېوادوال د بهرنيو سفرونو له ستړو څخه خلاص شی.
پکتياوال د اوسنۍ ولایتي ادارې له فعاليتونو خوښ ندي. او له مرکزي حکومت څخه هم دا غوښتنه لري چې له دې ولایت سره توپيري چلند ته نور د پای ټکی کيږدي. په ولایتي ادارو کې دې د سرپرستانو لړۍ ختمه کړي چې د کارونو د ځنډ سبب ګرځي. پر اساسي پروژو دې کار پیل کړي تر څو د بې کارۍ کچه راټيټه شي. د دې ولايت په سرحدي سيمو دې د سرتېرو شمېر زيات او په پرمختللو وسلو سمبال کړي چې د پاکستان له لوري د هر تهديد مخه ونیول شي. د قومي جوړښتونو د انسجام او پياوړتيا لپاره بايد کار وشي. پکتيا د افغانستان په تاريخ کې د سياسي نظامونو د بقا او ټينګښت لپاره هر وخت قربانۍ ورکړي چې دا هر څه د پکتياوالو د مدنيت او له يوه پياوړي او باثباته نظام څخه د دوی د ملاتړ ښکارندویي کوي. د ملي وحدت حکومت بايد پکتيا ته د دې هېواد د یوې وياړلې ټوټې په توګه جدي پاملرنه وکړي. د بې غورۍ په صورت کې، هغه ورځ لرې نده چې د ولس او حکومت تر منځ واټن لا زيات شي.
 
عبدالله حسرت د پکتيا ولايت اوسېدونکی، ژورناليست او ليکوال دی چې په بېلابېلو سياسي او ټولنيزو مسايلو او موضوعاتو ليکنې کوي. نوموړی د دې برېښناليک له لارې موندلای شئ.
abdullahabdullah124@gmail.com