
د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د امیرالمؤ منین شیخ الحدیث هبة الله اخند زاده (حفظه الله) د مبارکۍ پیغام
الحمد لله الواحدِ الأحد، الفرد الصمَد، الذي لم يلِد ولم يولَد، ولم يكن له كفوًا أحد، تفرّد بالخلق والتدبير، وتعالى عن الشبيه والنظير، فاستحقَّ وحدَه أن يُعبد، أحمده تعالى وأشكره، هوخلقنا ورزقنا وكفانا وآوانا، وهدانا للإسلام، واختصَّنا ببعثةِ سيّد الأنام، صلى الله عليه وعلى آله وصحبه ، وأشهد أن لا إله إلا الله وحدَه لا شريك له، جعل الإسلامَ طريق الجنّة الأوحَد، وأشهد أنّ محمّدًا عبده ورسوله، من أطاعه فقد اهتدى ورشد، ومن عصاه فلن يضرَّ إلا نفسه، ولن يضرَّ الله شيئًا.
قال الله تبارک و تعالی:
الم(١) أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ(٢)وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ (٣) أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ أَن يَسْبِقُونَا سَاء مَا يَحْكُمُونَ (٤) مَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء اللَّهِ فَإِنَّ أَجَلَ اللَّهِ لَآتٍ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (٥) وَمَن جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ إِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ (٦)﴿ العنكبوت ﴾
امابعد:
هيوادوالو، مجاهدینو، مهاجرینو او ټولومسلمانانو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
له هرڅه وړاندې د نیکمرغه کوچني اختر (عیدالفطر) مبارکي درکوم. اختر مو مبارک شه! روژې، تراویح، عبادات، صدقات، جهاد او ټول حسنه اعمال مو الله تعالی مقبول وګرځوه. الله تعالی ته دعاء کوم چې د دې مبارکو ورځو په برکت مو نور هیواد له کفري اشغال او فساد څخه خلاص او ځوریدلی اولس د اسلامي نظام او سولې له نعمت څخه برخمن کړي. آمین یا رب العلمین .
مسلمان مجاهد ولسه !
د نیکمرغه کوچني اختر خوښۍ په داسې حال کې لمانځوچې یوه نیمه میاشت وړاندې مو یو مؤمن، مجاهد او باجرأته قائد او د افغانستان داسلامي امارت زعیم أمیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د یرغلګرو لخوا شهید کړای شوی دی .
شهید ملا اختر محمد منصور رحمه الله ، د الله تعالی د دین یو رښتینی او فداکار خادم و، خپل ټول ژوند یې د دین خدمت او اعلاء کلمة الله ته وقف کړی و، د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت د مهال غوندې د امریکایې یرغل خلاف د جهاد په امتحاني کلونو کې یې هم د اسلام د لوړتیا لپاره لوی خدمتونه سرته ورسول، د اسلامي امارت د مؤسس امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له وفات وروسته یې په ډیر ښه شکل د اسلامي امارت د ټینګښت، وحدت او جهادي بهیر د پر مخ بیولو مسؤلیت ترسره کړ، چې بالاخره یې د جهاد په لاره کې د خپل ځان په قربانۍ هم دریغ ونه کړ او په دې لاره کې د شهادت په مقام فائز شو
مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (٢٣ ﴿ الأحزاب ﴾
ترجمه: له مؤمنانو څخه ځیني داسې کسان شته چې له الله سره یې کړې وعده رښتیا کړې ده، له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړی ( شهيدان شوي) او څوک منتظر دي اوپه خپله وعده کې یې هیڅ تبدیلي نه ده راوستلې .
د شهید ملا اختر محمد منصور رحمه الله استقامت، فداکاري او ویاړمن شهادت موږ ته دا درس را کوي چې زموږ عزیز دین او عالي داعیه له امیره نیولې تر هر غړي پورې د هرتن قربانۍ ته ضرورت لري، د دې دین لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم، خلفاء راشدینو او د امت د لویو هستیو وینې تویې شوي دي نو ځکه خو باید موږ هم ځان له هیڅ قسم قربانۍ دریغ نه کړو؛ بلکې د مخکنیو واقعي مؤمنانو په څیر د الله تعالی په لاره کې شهادت د ځانونو لپاره ویاړ وبولو.
که د افغانستان داسلامي امارت مؤسس، ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله وفات او ورپسې محترم ملا اختر محمد منصور شهید شو نو لله الحمد اسلام او غیرتي ملت له منځه نه دی تللی، د مسلمان ولس مجاهدینو، علماء کرامو، طالبانو او شهیدانو د وارثانو جهادي صف (اسلامي امارت) لا هم موجود او د پخوا په شان مستحکم دی .
مجاهدین د پخوا په شان بشپړ جهادي نظم، پراخ او شامل تشکیلات او تر خپل منځ ټینګ او نه ماتیدونکی اتحاد لري. هغه نظریه چې موږ یې له مخې، کلونه وړاندې د اسلامي شریعت د نفاذ په مقصد جهاد پیل کړی و، اوس هم ژوندۍ ده :
وكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُوا لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّـهِ وَمَا ضَعُفُوا وَمَا اسْتَكَانُوا وَاللَّـهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ ﴿آل عمران: ١٤٦﴾
ژباړه: له دې نه مخکې ډير داسې پيغمبران تیر شوي، چې دهغوی په ملګرتیا کې ډير خدای پالونکي خلک وجنګیدل، د الله په لاره کې چې کوم غمونه پرهغوی راغلل، هغوی پرې زړه ماتې نشول، هغوی کمزوري ښکاره نه کړه، هغوی (د باطل په مقابل کې) سر ټيټ نه کړ، الله تعالی همداسې صبرکونکي (مؤمنان) خوښوي .
د اسلامي امارت د زعامت د درانه بار په رابطه به و وایم چې دغه دروند پیټی د ځان لپاره امتیاز نه؛ بلکې یو دروند مسؤلیت بولم او له ټولو مجاهدینو او مخلصو مؤمنانو مې غوښتنه داده چې د دې درانه مسؤلیت د سم اداء کولو، ثبات او استقامت دعاګانې راته وکړي او چې په کومه برخه کې یې په وس پوره وي مرسته را سره وکړي .
اسلامي امارت زموږ او ستاسي ګډ کور دی او په دې کور کې چې امیرالمؤ منین ملا محمد عمر مجاهد او شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمهم الله په کومه لار روان وو، زه به هم هغه لاره تعقیبوم، هغوی چې په چا اعتماد در لود هغه به زما د اعتماد خلک وي، په اسلامي امارت کې چې هر چا خدمت کړی په هغه ډول به په اطمنان سره خدمت کوي له هیچاسره به تبعیضي چلند نه کیږي او د هیچا قربانیو ته به په کمه نه کتل کیږي .
له الله تعالی څخه توفیق غواړم او ژمنه کوم چې مقدس شریعت او د اسلامي امارت جهادي اهدافو ته به ټینګه پاملرنه کوم، د مسلمان اولس مصالح به مې په نظر کې وي، تصامیم او اقدامات به مې په مشوره وي او د مؤمن او ځوریدلي اولس د لارښوونې، نیکمرغۍ، خپلواکۍ، ارامۍ او رفاه په لاره کې به له هیڅ راز هڅې دریغ ونه کړم .
د شرعي محاکمو د لا ښو اصلاحاتو او اجرا آتو، د مظلوموبندیانو د خلاصون، د زخمیانو د ښه علاج ، د ښځود شرعي حقوقو د وركړې، د یتیمانو او بي وزلانو د لاس نیوي، د نوي نسل د تعلیم او تربیې او د سنګرونو د ستړیو مجاهدینو د اکمال او په هره برخه کې ولس ته د خیر رسولو به پوره کوښښ کوم او له الله تعالی نه به تو فیق غواړم .
د اسلامي امارت د موجوده پالیسي په اړه باید واضح کړم چې اسلامي امارت د نظامي او سیاسي دواړو برخو لپاره واضحه تګلاره لري، اسلامي امارت باور لري چې افغانستان د یرغلګرو لخوا اشغال دی او د یرغلګرو د ایستلو په مقصد جهاد فرض دی .
اما اسلامي امارت د اشغال د خاتمې، د خپلواک او یوموټی هیواد او په هیواد کې د یوه سپیڅلي اسلامي نظام د رامنځته کیدو لپاره واضحه سیاسي تګلاره هم لري چې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له لورې نړیوالو او هیوادوالو ته توضیح شوې او همداشان به د افغانستان د مسئلې د حل لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي .
امریکايي اشغالګرو او د هغو نورو خارجي ملګرو ته زموږ پيغام دادی چې افغان مسلمان ولس ستاسو د زور او تزویر له استعمال څخه ويره نه لري، له تاسو سره په مقابله کې شهادت دخپل ژوند تر ټولو لوړ هدف او آرمان بولي، تاسو په افغانستان کې د خپلو عسکرو د وخت په اوږدیدا، یا هغوی ته د جګړیزواک په زیاتیدا سره نشئ کولای زموږ افغانانو حوصله او جهادي مبارزه ټکنۍ کړي .
نور د بې ځایه زور آزمویلو پرځای حقايق ومنئ او خپل اشغال ته د پای ټکی کيږدی، ستاسو په مقابل کې زموږ او زموږ د سلفو مبارزه په شعوري ډول په اسلامي اساساتو ولاړه او د آزادۍ غوښتنې په روحيه پرمخ ځي، دلته ستاسو مقابله له یوه ګروپ یا یوې ډلې سره نه؛ بلکي له یوه ملت سره ده چې هیڅ کله به یې ونه ګټئ (ان شاء الله) نوښه به وي چې تاسي د زور پر ځای د حل یوه معقوله پالیسي راوړاندي کړئ .
د اشغالګرو همکارانو ته زمونږ پيغام دادی چې په تیرو ۱۵ کلونو کي به درته ښکاره شوې وي چې تاسو د امریکايي اهدافو د تحقق په لاره کې استعماليږئ، له اشغالګرو سره ستاسو ملاتړ او دریدل د هغو بدناموڅيرو کار دی چې زموږ په تیر تاریخ کې يې له انګریزانو او بیا شورویانو ملاتړ کړی وو، راتلونکی تاریخ او نسل به ستاسو په اړه همدا ډول قضاوت کوي، نو دخپل هیواد د آزادۍ غوښتنې په مقابل کې د اشغالګرو له ملاتړه لاس واخلئ، زموږ د عفوې او زغم دروازې ستاسو پرمخ خلاصې دي، په بې ځایه امریکايي امیدونو ځان مه تیر باسئ، ملت مو په مقابل کې ولاړ دی، دا چې تاسو له بهرني هوايي او ځمکني ملاتړ سره سره د آرام ژوند نشئ تیرولی ، دا پخپله روښانه کوي چې تاسو د ولس د غوښتنو او هيلو پرخلاف موقف نيولي، افغان ولس د بهرنیانو په لاس جوړ نظامونه نشي منلای .
واضح پیغام مو دادی چې مونږ د قدرت انحصار نه غواړو، د افغانانو ټول قومونه او پرګنې یوه او بل ته ضرورت لري؛ بلکې د اسلامي نظام تکامل ، خپلواکي او قوت د افغانانو په اتحاد او اتفاق پورې تړلي دی. اسلام موږ ټولوته د اسلامي ورور ولۍ ، امانت دارۍ او کار اهل کارته د سپارلو امر کوي د ولس هر وګړی حق لري چی د ژوند د ټولو حقوقو او امتیازاتو څخه ګټه واخلي او سیاسي او ټولنیز حیثیت یې د اهلیت او تقوی پر بنسټ وټاکل شي. راځئ په ګډه د اشغال د خاتمې او د هیواد د خپلواکي او آبادي لپاره ملا وتړو.
د نړۍ له مسلمانانو غوښتنه کوم چې زموږ د هیواد په خپلواکي کې د خپلو مجاهدینو وروڼو حمایت وکړي، هغوی سره په هره ممکنه برخه کې چې وي لاس ورکړئ دعاګانې ورته وکړئ او په روان جهاد کې يې ملاتړ ته دوام ورکړئ .
د سیمې او ګاونډیو هیوادونو ته ور په زړه کوو چې د امریکایانو په لاس د افغانستان اشغال او دلته امریکايي موجودیت زموږ او ستاسو ټولو ګډ منافع ګواښي، دلته د فتنو اورته لمن وهي، دلته د خپلو استخباراتي او نظامي هڅو په پراخوولو سره ټوله سیمه بې ثباته کوي، تاسو هم باید د اشغال په ختمولوکې د افغانانو سره خپل غږ یوکړئ او یا اقلا داسې اقدامات ونکړئ چې هغه د امریکایانو د موجودیت زمانه اوږدوي .
هغوی ته چې د اسلامي امارت جهادي افتخارات پاکستان، ایران اونورو ته منسوبوي ، وایو چې په دغسې غلطو تعبیراتو به کله هم مجاهدین او بادرکه اولس له خپل مسیر څخه منحرف نکړای شئ، زموږ مجاهد ولس له خپلو دیني او وجداني مسؤلیتونو څخه ژور درک لري، هغوی په سترګووینې چې په کور یې د امریکا او ناټو لښکر راغلی، د اسلام په خاوره د کفري لښکرو بیرغونه رپیږي، نو ځکه یې د جهاد لاره اختیار کړې ده، د اسلامي امارت د جهادي موقف مشروعیت، حقانیت او استقلال له پخوا څخه د لمر غوندې واضح حقیقت دی چې راتلونکی تاریخ به یې په زرینو کرښو ثبت کړي .
د هیواد دیني عالمانو، روحانینو، مدرسینو، د عصري علومواستادانو، محصلینو، متعلمینو، قومي مشرانو، ملی سوداګرو او د علم او قلم خاوندانو ته وایو چې په دې حساسه مرحله کې خپله دیني او ملي وجیبه ترسره کړئ، د کفر اشغال او فرض عین جهاد قضیې ته یوازې د اسلام له نظره وګورئ او خپل مسؤلیت ځان ته معلوم کړئ، د حق سنګر فداکاره مجاهدین باید یوازې پرې نږدئ بلکې په قلم، ژبه او هره وسیله یې ملاتړ وکړئ .
که هرڅوک خدای مه کړه د دښمن د تبلیغاتو تر تاثیر لاندې راشي او په یوه او بله بهانه او توجیه سره مجاهدینو ته شا او د کفارو ملګرو ته میلان وکړي نو ضرور به په دنیا او اخرت کې د دې الهي وعید مورد ګرځي چې الله تعالی فرمایې :
وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ. ﴿ هود ۱۱۳﴾
ژباړه : او هغو خلکو ته تمايل مه ښيئ چې ظلم یې کړی، بیا به اور در ورسیږي او له الله نه ژغورونکي دوستان به مو نه وي او نه به بیا مرسته در سره وشي .
مجاهد ولس او په خاص ډول په سنګر کې ناستو مجاهدینو وروڼو ته ډاډ ورکوم چې لله الحمد د اسلامي امارت مسئولین او افراد د پخوا په شان په لوړ عزم، قوي ایمان او د اتحاد او اخوت له روحیې سره مبارزې ته اماده دي تاسو ته زیری درکوم چې که موږ رښتیني مؤمنان واوسو نهایې فتحه زموږ ده او د نړۍ هیڅ ځواک زموږ د بریا مخه نه شي نیولی. ځکه الله تعالی فرمایې : ولاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿آل عمران: ١۳۹﴾ ترجمه : او مه سستیږئ او مه خپه کیږئ او همدا تاسې کامیاب یاست که مؤمنان واوسئ .
مجاهدینو وروڼو ته مې توصیه داده چې :
خپل نیتونه اصلاح کړئ، خپل هدف دنیایې مال، منصب، غنیمت او شهرت نه؛ بلکې د الله تعالی رضاء خپل هدف وګرځوئ، جهاد یو دیني عبادت او فریضه ده د خپل جهاد له امله په بل مسلمان ځان لوړ مه بولئ او مه ورباندې احسان باروئ.
پوه شئ چې زموږ د جهاد لوی هدف د اسلامي نظام حاکمیت دی او د اسلامي نظام عمده مسؤلیتونه د مسلمانانو د دین، نفس، مال، عقل، نسل او عزت ساتنه ده، هیڅ داسې قول، فعل او چلند مه کوئ چې د مسلمانانو دغه ارزښتونه تهدید کړي .
کوښښ وکړئ چې په جهاد کې مسلمانان درڅخه آزار نه شي، خپل جهادي فعالیتونه په ډیر دقت سره تعمیل کړئ، عام المنفعه ځایونو لکه شفاخانو، مدرسو، ښوونځیو، پلونو، د اوبو منابعو او نورو د عامه منفعت تاسیساتو او پروژو ته زیان مه رسوئ؛ بلکی حفاظت یی وکړئ . په ټولو سیمو په تیره بیا په هغو سیمو کې چې د اسلامي امارت ترلاس لاندې دي، د نوي نسل د دینی او عصري زده کړو لپاره زمینه برابره کړئ . د هیوادوالو له أذیت څخه په کلکه ځان وساتئ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه قول په یاد ولرئ چې فرمایې :
من ضيق منزلا أو قطع طريقا أو آذى مؤمنا فلا جهاد له – ( رواه ابو داود)
ژباړه: څوک چې په چا ځای تنګ کړي یا لاره قطع کړي او یا مؤمن ته ضرر ورسـوي نو د جـهاد پوره ثواب یي نشته.
په پای کې مې له شتمنو او وس لرونکو مالدارانو غوښتنه ده چې د اختر په دې شپو ورځو کې خپل فقیر او بې وسه مسلمانان وروڼه او خویندې هم له یاده ونه باسي. او د خپل توان مطابق دې له یتیمانو، کونډو، معیوبینو، بندیانو او محتاجو کورنیو سره مرستې وکړي .
نور موپه الله تعالی سپارم او دعاء کوم چې راتلونکي اخترونه مو د اسلامي حاکمیت د نفاذ او بشپړ استقلال په فضاء کې استقبال کړي .
والســــــــــــــــــــلام
د اسلامي امارت زعیم امیر المؤ منین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخند زاده
۲۷ رمضان المبارک ۱۴۳۷ ه ق
۱۳۹۵/۴/۱۲ ه ش
٢٠١٦/٧/٢ م