په څارندويو بريد، مسئوليت او غبرګون

 
په دې کې شک نشته چې په په نويو فارغ شويو څارندويو خونړی بريد په پنجاب کې پلان شوی و، خو په ډاډ سره ويل کېدای شي چې په افغان دولت کې د ستون پنجم، يا په زغرده سره د شورای نظار او د طالب خرمرګو په مټو سرته ورسېد. ملامت او د جزا وړ هرګوره نه يوازې پنجاب دی، بلکې همدا د شورای نظار لنډغر او د پنجاب لومړي درجه غلام طالبان دي. خو څوک به خائنينو ته جزا ورکړي؟ په افغانستان کې له بده مرغه دولت او مسئوليت نشته، خو که وای، نو نن به هرو مرو همدا د کپمنۍ په سړک د ډيرو پازوال (مسئول) چارواکو ککرۍ راځړېدلې وای. تر ټولو لمړی به جنرال اندرابي را ځړېدلی وای.
 
په څارندويو د خربمو جرم او جنايت نه يوازې په انساني کرامت، اسلامي شرعيت، وطن او د هر سرتېرې د خويندو ميندو په عزت بربنډ يرغل وو، بلکې همداسې د دې مظلوم ولس د هرې مور او خور په پت يو دردوونکی ګوزار وو. خو سربېره پر دې به د دغه ځوانانو وينه او قرباني د وطن او ناموس ساتنه په نورو ځوانانو کې لا غښتلي کړي او د بهرني او کورني غليم د څارنې په موخه به لا نورې هم سترګې خلاصې او لاس وار ته تيار ونيسي. 

 
دغه غيرانساني کړن (بريد) سربيره پردې چې د شورای نظار د لنډه غرو ناوړه څېرې يې بربنډې کړي، همداسې يې د پنجاب اصلي څېره وښووه. پجاب ريښتيا هم چې په ترهګرۍ کې د هيرا منډيي د کارمنو په څير فني او ډېر وړاندې دی، خو په مخامخ يا توده جګړه دومره کمزوری، بزدل او بې ننګه دی چې ان کلمه يې هېره شي. د پنجاب مورال او جنګي وړتياوې کلونه وړاندې د جلال آباد په جګړه کې او دا دي اوس د تورخم په جګړه کې مالوم شو. پنجاب هرګوره وکړای شول چې په ترهګرۍ سره د تورخم د جګړې پور واخلي، خو زموږ پور پې پاتې شو او بايد داسې يې ترې واخلو چې زړه يې ورېږدي. 

 
پنجاب له افغانستان سره عملا په جګره کې ښکېل دی او په پوره ځواک سره داسې جګړه کوي چې اتيا سلنه برخه يې ولسي وګړي دي. پنجاب نه انساني کرامت په پام کې نيسي، نه اخلاقي نورمونه، نه هم اسلامي اخوت. دا  هم په داسې حال کې چې افغانستان پنجاب ته تل د مسلمان ورور خطاب کړی دی. له همدې امله بايد افغانستان اوس په هر ډګر کې د پنجاب په وړاندې خپل شتون په ډاګه کړي او د پنجاب هر يرغل ته غاښ ماتوونکی ځواب ووايي. 

 
افغانان د جګړې لېواله نه دي او په جګړه کې د ملتونو ناورين ويني، خو دا په دې مانا نه چې موږ دې تل تر تله يوازې په خپلو شهيدانو وژاړو، له پنجابي غليم څخه د رحم تمه ولرو او د خپل سر، پت او مال په بيه خپل شتون په ګواښ کې واچوو. پنجابيان بې ننګه، بې پته، غلام صفته او ډارن خلک دي. له همدې امله تل له مخامخ جګړې څخه تښتي، خو ترهګرۍ ته لاس اچوي هغه هم په دې توګه چې سرزيان يې ټول ولسي وګړو ته واوړي. 

 
موږ بايد په هر مورچل کې پنجاب ته لوی سرخوږی جوړ کړو، موږ بايد په هر ډګر کې پنجاب د ترهګرۍ له سوړې څخه را وباسو او په توده جګړه کې يې راښکېل کړو. موږ بايد په هره بيه نه يوازې د پنجاب غلامان د کور د ننه ورک کړو، بلکې همداسې د بلوڅو او پښتونستان له  خپلواکۍ غوښتونکيو سره غاړه په غاړه په هر سنګر کې د پنجاب په وړاندې وجګېږو.