
د يوويشتمې پېړۍ د علمي تكنالوژۍ د لوړې كچې په دې زمانه كې چې بايد د نړۍ انسانان د انساني ژوند له لوړو، پوره او هر اړخيزو امكاناتو څخه برخمن وي، خو له بده مرغه زموږ په هېواد او زموږ په سيمه كې د دې علمي تكنالوژۍ له منفي اړخ څخه په استفادې سره انسان سوځوونكى اورلګېدلى او د دې ژبغړانده اور په سرو لمبو كې بې شمېره بې ګناه انسانان او زموږ مسلمان وروڼه خپل خوږ ژوند له لاسه وركوي، د خپلو زړونو ټوټې يې پخپلو وينو كې ترپكې وهي او د ورځني ژوند ټول امكانات له لاسه وركوي.
موږ چې كله هلته او دلته د اور د لګېدو، په سرولمبو كې د سوزېدو له امله خپل غږ پورته كوو او چې كله په دې لمبو كې سوزېدلي بې ګناه انسانان مومخې ته انځور شي، نو د تاريخي افغانستان له تاريخي پلازمينې كابل څخه نيولې تر زيات شمېر ولايتونو پورې او د كوزې پښتونخوا د تاريخي ښار پيښور او نورو زياتو ايجنسيو هغه سوزېدلي او كړېدلي افغانان يو يو راته سترګو ته ودرېږى چې په دغه تباه كوونكو لمبو كې راګيردي او د علمي تكنالوژۍ په تورولو خړو كې خپل خوږ ژوند له لاسه وركوي، آخر موږ هم انسانان يو او دانسانانو په توګه د انساني ژوند د كولو حق لرو، خو موږ په دې نه پوهېږو چې د كومې ګناه په تور وژل كېږو او د خپل خواږه ژوند امكانات له لاسه وركوو.
نن كه په كابل كې د بمونو او چاودنو ښكار كېږو، نو سبا پيښور د يوې بلې خونړۍ پيښې شاهد وي، نن كه د افغانستان په كليو او بانډو د بمونو باران جوړ وي، نو سبا په وزيرستان، سوات او باجوړ كې خلك د دغه شان ورانوونكيو بمباريو شاهد وي او نن كه زموږ د تاريخي هېواد په سړكونو او لويو لارو كې مسافر د ماينونو په لوخړو كې لولپه كېږي، نو سبا د كوزې پښتونخوا لويې لارې او سړكونه د تباه كوونكيو ماينونو له امله د بې ګناه انسانانو په وينو سور رنګ اخلي. دغه تباه كوونكى او ورانوونكى بهير په ډېره منظمه توګه مخ په وړاندې روان دى او موږ په دې نه پوهېږو چې دغه بهير به كله او څه وخت پاى ته ورسېږى او زموږ بې ګناه خلك به څه وخت له دغو بدبختيو څخه نجات ومومي.
زموږ حالات اوس هغه حد ته رسېدلي دي چې نږدې ده خپل حواس له لاسه وركړو، اوس موږ هغه چا ته ورته يو چې دسمندر په څپو كې يوه خوا او بله لاس اوپښې وهي خو ساحل ته د رسېدو هيله يې نا هيله شوې وي او اوس موږ هغو بې اسرې انسانانو ته ورته يو چې له هر لوري تو ګوزارونو لاندې وي خو څوك يې د خلاصون او لاس نيوي لپاره نه رامخې ته كېږي، خو دغه حالت به تركومه پورې دوام پيداكوي او تر كومه پورې به موږ هلته او دلته د اور په لمبو كې سوزېږو، اوس خو زموږ خلكو ټوله حوصله له لاسه وركړې ده او هغې ورځې ته سترګې په لاره دي چې كوم خواخوږى يې د نجات لپاره را ميدان ته شي او هغه ټول ناوړه شرايط له منځه يوسي چې زموږ د تباهۍ او بربادۍ امكانات يې برابر كړي دي.
زموږ ر بړېدلي او ځورېدلي خلك د جنګ او جګړو په پلويانو غږ كوي چې د بشر د حقوقو نړيوال موازين په پام كې ونيسي او زموږ خلك پرېږدي چې پخپلو كليو او بانډو كې آرام او سوكاله ژوند ته دوام وركړي ځكه ډاډمن ژوند او د امنيت په فضا كې ژوند زموږ انساني او بشري حق دى او موږ حق لرو چې د نړۍ د نورو انسانانو په شان له ټولو انساني امكاناتو څخه ګټه واخلو او خپل ژوند هغه شان پر مخ بوزو لكه څنګه چې انساني حقوق يې غوښتنه كوي