د ثبات د حراست د شورا د مشر پروفيسور استاد سياف لومړی وسله وال اخطار!؟

 
زه ټولو سياسي مبصرينو او تحليلګرانو ته درناوی لرم! د دموکراسۍ په رڼا  او د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې د بيان د آزادۍ له مخې هر سياسي شنوونکی حق لري، چې د هېواد  او درنو هېوادوالو د سياسي برخه ليک په اړه او د امنيتي ناوړو پېښو او د ځانمرګو بريدونو په هکله  د خپلې پوهې، تجربې، درک او تحليل له مخې به د موضوعاتو ارزيابي کوي او خپل نظر به د ټولنيزو رسنيو، له لارې له معززو هېوادوالو سره شريکوي!
زه هم يو افغان يم ! آزاد خياله افغان ! د کوم سياسي ګوند  غړی او  د سيمې او نړۍ د امنيتي ارګانونو لاسپوڅی نه يم !! بې پرې خپلواک ژورنالست  او يو ملي  شاعر يم !! زه هم د دخپل هېواد او خپلو خلکو په هر درد ، غم او بدمرغۍ کې د خپل ژوند تر پايه پورې خپل ځان شريک او دخيل بولم ! دخيل وم ،  يم  او  تر خپل مرګه پورې و اوسم  به !!
دا منم  د چا په پښه کې چې اغزی هم چوښ شي ! نو وسله وال طالبان ، د ګلبدين «حکمتيار » اسلامي وسله واله ډله  او د  داعش  وسله واله ډله دا پړه پر غاړه اخلي او وايي چې دا اغزی خو موږ په لاره کې کرلی و ....
خو زما تحليل بل ډول دی:
زما په نظر د وسله والو طالبانو، د اسلامي حزب  د وسله والو، د داعش د ټوپکمارانو د رهبرۍ لارښوونکي، سازمان ورکوونکي، دستور ورکوونکي  او کنترولوونکي لوړپوړي کسان په: اسلام آباد، تهران، قطر، استانبول، رياض، لندن، اوټاوا، سدني، کانبېرې، سپينې ماڼۍ، کرېملين، بېجن، نوي ډهلي  او دوبۍ کې لټول پکار نه دي!
دا ځکه چې هغوی ټول، د ولسمشر ډاکتر اشرف «غني » په جمهوري ارګ، د حامد کرزي په کور او قصر، د عبدالله عبدالله په سپيدار ماڼۍ، د پروفيسر عبدالرب رسول ـ سياف په کور، د يونس قانوني، احمدضيا مسعود،  صلاح الدين رباني، عبدالرشيد دوستم، محمد حنيف اتمر، امرالله صالح، محمد حسين فهيم، عطا محمد نور، تورن اسمعيل، فضل هادي مسلميار، عبدالرؤف ابراهيمي، کريم خليلي، حاجي محمد محقق، بهزاد، ناصري، حاجي حضرت علي، ملا تره خېل، ارغنديوال، سيد حسين انوري، کاظمي، د محمود کرزي، ګل آغا شېرزي، زلمي رسول، قيوم کرزي، احمد مشاهد، د کابل والي، فاروق وردګ، رحيم وردګ، امان الله ګذر، فضل احمد معنوي، عبدالولي مسعود، حاجي ظاهر قدير،د کورنيو چارو وزير، سيد احمد ګيلاني، د سولې د عالي شورا  مشرانو او  مقر، د علماوو د سراسري شورا مشر او ماڼۍ، سترې محکمې، د ټاکنو تش په نوم خپلواک کمېسيون، د اداري اصلاحاتو  ادارې، د سيمه ايزو ارګانونو مستقلې ادارې، بهرنيو سفارتونو  او د «ع » او «غ »  د دوه سره سهامي جمهوريت په(۲۵) وزارتونو، سلاکارانو، معينانو، مستقلو رئيسانو، د جنايي چارو د لوی رئيس، د ملي امنيت د مشر او د کابلد امنيې قوماندان په کورونو او دفترونو کې ځان مرګي، ترورېستان، د مخدره موادو قاچاقچيان، ترهګر، اختطافچيان، بډې خوړوونکي، قانون ماتوونکي ، وسله وال غله، لار وهوونکي، سړي تښتوونکي، جنسي تېري کوونکي ، محتکرين، مفسدين، وسله وال بانډونه  او ټول ځان چاري پټ ناست دي! ګران هېواد په کنډوالو بدلوي او مظلوم ـ تش لاسي خلک تېښتې ته مجبوروي!!
زه داسې فکر کوم چې د پغمان په کمپنۍ کې د ځانمرګي بريدګرو قومانده د ثبات د حراست د شورا مشر
عبدالرب رسول سياف د يوه پوځي مانور په توګه  سازماندهي کړې ده او که ده نه وي کړې نو بيا فاروق وردګ کړې ده؛ ځکه له يوې خوا يې د ترور شوي ورور غچ واخيست او له بلې خوا په غني، عبدالله او ګيلاني فشار راوړي چې د ګلبدين «حکمتيار» ټول شرطونه په پټو سترګو ومني! تر څو حکمتيار کابل ته راشي! او دی د هغه تر وزره لاندې يو ځل بيا سرخان شي! ده خو  د معارف په وزارت کې  ۷۵۰ مېليونه ډالر اختلاس وکړ او دا پلا غواړي چې ۷ مېليارده ډالر  غلا کړي!!!