ښاغلي ډاکتر استاد اشرف «غني »(احمد زي )صاحب  ته يو سر خلاصی ليک !؟

 
ښاغلی استاد ډاکتر صاحب « غني» (احمدزی ) د افغانستان د موجوده  (دوه سري) حکومت جمهور رئيس سلام !
هيله من يم چې روغ  ، خوشحاله او په خپلو اړوندو ورځنيو چارو کې برلاسی و اوسې !!
تاسو ته معلومه ده چې د تا هډ او بازو: ډاکتر نجيب الله (احمدزی) د افغانستان يو پخوانی دولت مشر طالبانو د ټولو نړۍ والو قوانينو، اصولو او ديپلوماتيکو  نورمونو پر خلاف د ملګرو ملتونو له ودانۍ را وکېښ، هغه يې شهيد کړ او بيا يې د آريانا په څلور لاري کې په دار وځړاوه....
خو د پکتيا غيورو او ننګياليو ولسونو او د احمدزيو د قام مېړنيو ځوانانو د ډاکتر نجيب الله (احمدزي) جنازه د پکتيا ولايت، خپلې پلرنۍ هديرې ته ورسوله او هلته يې خاورو ته وسپارله !!
تاته معلومه ده چې د پښتنو قسم خوړوونکو دښمنانو تلپاتې کلک هوډ کړی دی ،چې نه په موږ  پښتنو کې ژوندی سر او رهبر پرېږدي او نه به هم پس له مرګه زموږ د ملي رهبر او ټولمنلي  ستر شخصيت قبر  قبر روغ او امانت   پرېږدي !؟ 
وګوره  د پښتانه نور محمد « تره کي » قبر ورک شو ! د حفيظ الله « آمين » پښتون قبر ورک شو ! د خان  خوشحال خان « خټک » پښتون د قبر د مرمرو ډبرې ړنګې او غلا شوې ! د رحمان بابا پښتون قبر په چاودېدوونکو توکيو والوځول شو ! د انقلابي شاعر اجمل « خټک » پښتون قبر په بمونو والوځول شو ! د ملي شاعر ملنګ جان استاد پښتون قبر ټوک ټوک او ونړول شو ! د  ملا رباني پښتون ،  مولوي محمد يونس « خالص »  پښتون، مولوي محمد نبي « محمدي »  پښتون ، ملا محمد عمر« اخوند » پښتون او ملا منصور پښتون قبرونه ورک شول !!
خو د عبدالعلي « مزاري » ، احمد شاه «مسعود » ، برها ن الدين « رباني » ، قسيم « فهيم »  نه يوازې په قبرونو مجلل زيارتونه جوړ شول ! دولتي ځمکې  او غونډۍ ګانې يې مړو غصب کړلې !!
په نومونو يې ښوونځي ، پوهنتونونه او اکاډمۍ ګانې هم ونومول شولې  او هر کال يې دتلين غونډې  په ډېروشاندارو او مجللو مراسمو نيول کېږي  !!
دا لا څه کوې د هرات د تورن محمد اسمعيل زوی ميرويس چې د ترانسپورت وزير و اود دوی د هغه قوماندان له خوا ترور شو، د چا پر ښځې چې د جهاد په دوران کې  ميرويس  ابن تورن محمد اسمعيل
جنسي تيری کړی و !! 
له هم هغه کال او مهال څخه چې ميرويس وژل شوی دی او د دولت لويه ټوټه ځمکه يې پلار ورته غصب کړې او ميرويس يې پکې ښخ کړی دی ؛ سربېره پردې  له هم هغه وخت څخه تر اوسه پورې
يو ټولی مجهز پولسان (عسکر ) د ميرويس د قبر په انګړ کې په هره اونۍ کې اووه شپې ـ ورځې او هره ورځ ـ شپه ( ۲۴ ) ساعته  پيره داري کوي!! زه په خپله د ميرويس قبر ته ورغلی يم او دا حالت مې په خپلو سترګو ليدلی دی !!
زه نه د پکتيا اوسېدوونکی يم ! نه په قام احمد زی يم ! نه پخوانی پرچمدار يم ! نه پخوانی «خادېست » يم !
نه د ډاکتر نجيب الله ملګری او طرفدار يم ! ( بلکې  د ببرک « کارمل » په شاه شجاعي  واکمنۍ کې ، په ۱۳۶۳ کال کې د کابل د خوشحال خان «خټک » بابا  په لېسه کې له معلمۍ څخه د سرحدونو او قومونو د چارو  د وزير سليمان « لايق » ، د پوهنې د وزير عبدالصمد « قيومي » او د «خاد » د عمومي رئيس ډاکتر نجيب الله د مشترک مکتوب  او پرېکړې له مخې، پر دې ګناه چې د شورويانو د تهاجم پر خلاف وم ، ترک د مسلک شوی يم  !!)!
خو ډاکتر نجيب الله د تا قوم ، د تا هډ او بازو او د يوې زمانې  د دولت مشر و، اوس د افغانستان د خاورې او خلکو دښمنانو د ډاکتر نجيب الله د قبر شناختې ماتې کړې دي او د هغه قبر يې خراب کړی دی !
دا ناوړه ، غير اسلامي ، غېر ملي  او غېر دوديز  ( د منل شوي ولسي او ملي کلتور پر خلاف ) کار شوی دی !!
زه له تا څخه جداً هيله کوم چې د ډاکتر نجيب الله( احمدزي ) قبرورغوه ! څارنه او ساتنه يې وکړه !! او که دا کار ته ونه کوې !؟
نو په ياد ولره چې بيا به د تا د مړي او د تا د قبر له دې څخه بد تر حال وي !! نور دې خپل زړه او خپل دې کړه !!!
په درناوي !
د سر مؤلف مرستيال : محمد عزيز « تحريک »
ساندېيګو ـ کلفورنيا ؛ د امريکې متحده ايالات 
۲۹/۶/۲۰۱۶ م.کال