
دافغانستان متحد ملت ګوند سره لدی چي دخپلی کړنلاری دبهرنی سیاسی پالیسی په برخه کي دنړیوالو او په ځانګړي توګه دګاونډیو هیوادونو سره دملي ګټو دخوندیتوب پربنسټ دسولیز ژوند دريځ لری او په کور دننه ددیموکراتو بنسټونو او قانون دښه تطبیق په موخه دحکومتولی په برخو کي دسیاسی منتقدینو څخه دی مګر پدي وروستیو کي دپاکستان هیواد له لوری د ډیورنډ دفرضی کرښي په صفری نقطو کي دتاسیساتو دجوړونی په هکله د افغان حکومت ددریځ پوره ننګه کوی . ګوند یوځل بیا په ډاګه کوي چي دپاکستان استخباراتی او نظامی ځواکونه به هيڅ کله هم ونه توانیږي چي دفشارونو په واردولو سره په کوردننه دملی وحدت حکومت تضعیف کړي او ډیورڼد د رسمی کرښي په توګه په افغانانو ومنی . دافغانستان متحد ملت ګوند ډیورڼد دافغانو ولسونو پر سینه دبیلتون منحوسه کرښي ګڼي چي دپاکستان هیواد تر وجود وړاندی په فردی توګه دمطلق العنان امیر (عبدالرحمان خان )لخوادټاکلی مودی لپاره دډیورڼد نومی انګلیس استازی سره په شخصی توګه دهند شرقی کمپنی باندی د روس دیرغل دمخنوی په خاطر لاسلیک شوی اوپه هيڅ ډول ددو دولتونو ترمینځ دحقوقی سند اعتبار نلری بل لورته دافغانستان د وجود څخه بیله شوی خاوره هغه مهال یواځي دسیاسی حاکمیت له پلوه دشرقی هند او افغانستان دنفوس څخه مستقله خاوره ګڼل کیده چي پرافغانستان دروس دحملی او یا د روس سره دوخت حکومت دهمکاری په صورت کي دافغانستان او شرقی هند ترمینځ تری دمستقلی خاوری په توګه دحایل کار واخستل شی . سره لدی چي دډیورنډ دکرښی مقابل لوری پاکستان نه بلکی دبرتانیا هیواد ګڼل افغان دولتونو دتاریخ په اوږدو کي دجلا سوی خاوری دبیرته یوځای والی په موخه پرپاکستان هیواد نه نظامی بریدونه کړی او نه یی هم فشار وارد کړی ،افغان حکومتونو دهند او پاکستان د دوو جګړو پرمهال او د پاکستان څخه دبنګلدیش دبیلتون په وخت کي سره لدی چي کولای شوای دپاکستان دنظامی ضعف څخه په استفادی دډیورنډ کرښی بیله شوی ځمکي خپلی کړی نه یواځي داچي داچاره یی نکړه ترسره بلکی خپله بیطرفی یی وساتله ، دبله پلوه تاریخی څیړني (امریکایی مورخ لیکونکی آرنولد فلیچر) (قبایلی چارو کي لوړپوړی برتانوی سلاکار سرویلیم باټری) ښيي چي دډیورنډ کرښي دتړون تر لاسلیک وروسته لسګونه کلونه یادی سیمی دافغانستان تر ولکی لاندی وی
دافغانستان متحد ملت ګوند پدي وروستیوکي په پاکستان کي ددی هیواد دپارلمان دغړي او دسیاسی ګوند مشر ښاغلي محمود خان اڅکزی دهغی وینا بشپړ ملاتړ او ستاینه کوی چي درسنیو سره یی درسمی سرحد په توګه د ډیورنډ کرښی دمنلو څخه دمستندو سیاسی او حقوقی دلایلو په وړاندي کولو خپل څرګند مخالفت په ډاګه کړی دګوند مشرتابه شورا دکورنیو ستونزو په ګاللو سره دډیورنډ کرښی په برخه کي دافغان حکومت ددریځ ملاتړ کوی اودحکومت دتضعیف په موخه دبهرنیانو دشومو پلانونو په وړاندي دحکومت سره همکاری ته ځان ژمن بولی . دافغانستان متحد ملت ګوند د ډیورڼد دلانجنی مسلی حل دحکومتونو او نړیوالو هیوادونو دحقوقی صلاحیت څخه لوړه چاره ګڼي اوپدي هکله پریکړه دکرښي دواړو لوریوته دپرتوافغان ولسونو ارادی پوري تړلي ملي مسله ګڼي چي په هکله یی افغان وسلونه باید په ټولیزه توګه پریکړه وکړي .چي داچاره دلر اوبر افغان ولسونو دیوالی په صورت کي ممکن دی .