یواځي دي سوله ساتي ځواکونه ولولي

11/2/09 
دافغان مظلوم اومحکوم ملت هري کورنۍ ته سوله ساتوځواکونوداسي دسولي تحفې دتیرواتوکلونوپه اوږد وکي وړاندی کړي چي یوه تربلی ډيره درده وونکي اونه هیریدونکي دي.
هوکې ! ای دظلم پرنیلي سپوره ،
ای دسوله ساتوځواکونوعسکره!
 تادیوه داسي چا ځیکرته دخپل ټوپک د شپیلۍ تحفه ورکړه چي هغه دي دواده دپالنګ ،اوخپلي ناوکۍ دغیږي په ځای دلحد توروخاوروته واستوه ،تا هغه دخپلي ناوکۍ څخه یوه داسی زندان ته واستوه چي  نه دروازه لری  اونه له دغه زندان څخه  یی بیادراتلوهیله کیدای شي   ،تا ده یوه نوی پیوند غوټۍ په داسي وخت کي ورژوله چي دغوړیداه شپه یې ښایده چي په شوراوزوږسره شوی وای خو افسوس چي ددغي غوټۍ په رژیدو سره دی  ډیری هیلی یویې داسی کندي ته ورټیله کړې چي دراپورته کیدولپاره یې په دی دینا کي طبیب نشته
دهیلود انتظار دهغه دوسترکوڅخه چي دخپل راتلونکی ژوندانه دملګری دیدن ته بیتابه وي اوس دوینوباران اوري ، ستاد ټوپک شپلۍ یواځي (حبیب جان ) ندی شهید کړی تاد یوناوکۍ دچینار په څیره قد،بادامي سترګي او  توري زلفي داسي خزان کړي چي ته به وایې دغه ښکلی بدن ته دخدای تعالی سترنعمت، اوبه په کلوکلوندی رسیدلی . هغه سپین مړوندونه چي دنکریزوخوشبویی ته یی  په بی صبرۍ سره لحظې شمیرلې ترڅودنکریزوپه خوشبویي کي دخپل حبیب جان خوشبویي ومومي تا په سرووینوسره کړل
.نو ای دسوله ساتوځواکونو عسکره!
تاته دیوې داسی موردښیراخوله خلاص شوه چي دزوی دواده شپه او دواده جوړه دي په وینوورولړله ،دبوډی مورلپاره دزوی واده دخدای ج لخواپه راستول شویوخوښیوکي ترټولوزیاته وی ،تاهغی ته داسی غم ورکړچي دژوندترورستۍ شېبې پوری به یې سترګي داوښکو ډنډ اوخوله یې تاته دخدای ج په عظیم دربارکي په بدګویې خلاصه وي
تا دیوې خورهیله چي دخپل نازه ولي ورورناوي ته د (ورینداری)( ناره ) وکړی دهغی په ستوني کي داسي وچه کړه چي دنړی هیڅ تخنیک به دا (سونډ)یا ږغ ترمیم نه کړای شي
نو ای دسوله ساتوځواکونوعسکره !
 ته لږ په ځان وویریږه چیر په نابلده کږلیچونوکي به وغورزیږی داوطن ډیری لوړي ژوري لری  ته خبرنه یی چی دلته هلاکو او چنکیزخان هلاک شول، دګورګین څخه یی مرۍپرې او انګریزان دړی وړی شول، له مغولیانونه په دی عظيمه خاوره کي تنې پاتي شوې، سقاویان خوپریږده دلته دنړی یوبل سترځواک روس هم تباه شوی دی .......نوته څنکه دخپل ټوپک شپلی سړه نه شی ساتلی
 نو ای دسوله ساتوځواکونو عسکره!
دایو مسلمان اوپښتون اولس دی بی حیانه ندی بي ننګه  ندی، نوته ولی له یوه داسی ملت سره ډغری وهي ، ده یوه داسی ملت دبچودخوښۍ شیبې په سرووینولړ، که نن نه وي نوسبا به ددی عظیم ملت هر بچي ستاسره دیوې یوې قطرې ویني حساب کوی .
اوته! ای دسوله ساتوځواکونو غلام چارواکیه!
 دډالروپه نشته مست قومندانه، والي او وزیره ،ترکومه به ستا دملت په سترګوکي د  خوښۍ په ځای دغم اوښکي موجونه وهي ،ستا څیړنه او دپیښی په اړه پلټنه به کله دحقیقت بڼه خپله وی ،کله به ته ددې مظلوم ولس سوله ساتی قاتلین د قاضی اومحکمې ترمیزه راکاږي ؟
maroofhamdard@gmail.com
 
 يادونه:
 
دلړم دمياشتي پر٢مه نيټه د يکشنبې په ورځ غرمه مهال نږدې يوه بجه امريکايي ځواکونه دکندهارولايت کي چوڼۍ پر عمومي سړک ولاړ وو، يو سراچه موټر چي د هديرو له خوا د عمومي سړک پر لور روان و، پر موټر باندې سړک ته تر رسېدو وړاندې د پوليسو او امريکايي ځواکونو له خوا ډزې وشوې موټر چلوونکی حبيب الله جان چي سبا يې واده و، او له هغه سره درې تنې ښځې يې په شهادت ورسولې.