هغه پنځه عوامل چې د یو بیلر تیل بیه يې تقربیا ۵۰ ډالرو ته بیرته لوړ کړ

  5 things to watch for as oil nears $50 a barrel ژباړن: شفیق الله یوسفزی په ۲۰۱۴ م کال د جون په میاشت کې د خامو تیلو بیه تر ټولو لوړ حد ته ورسید او د یو بیلر خامو تیلو بیه ۱۱۵ ډالرو ته لوړ شو. د وخت په تېرېدو سره د خامو تیلو په بیو کې د پام وړ ټیټوالی راغی او په ۲۰۱۶ م کال د فبروری میاشتې په وروستیو کې د یو بیلر خامو تیلو بیه تر ټولو ټیټې بیې ۳۵ ډالرو ته را ښکته شو. د تیلو په بیو کې دا ستر بدلون د تیلو سترو تولیدوونکو او صادرونکو هېوادونو او د اوپیک سازمان غړو ته ستر مالي زیان واړوه او د هغو هېوادونو اقتصاد يې د بودجوي کسر سره مخ کړ، چې اقتصاد يې په تیلو ولاړ دی. څرنګه چې اوسمهال د لمړي ځل لپاره پدې کال کې د یو بیلر خامو تیلو بیه تقربیا ۵۰ ډالرو ته پورته شوی، د تیلو سوداګران پدې برخه کې په دوو برخو ویشل شوي دي، ځېنو يې غواړي چې د تیلو بیه باید همداسي ټيټ پاتې شي او ځینې بیا د تیلو د لوړ بیې پلوي کوي. که د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په میاشتې کې نژدی ۸۰ سلنه د تیلو سوداګران د تیلو د ټيټې بیې ملاتړ کړې وای، نو ددې امکان وو چې د تیلو بیه هماغسې ټیټه او یا په لږ بدلون سره ثابت پاتې شوې وای خو اوس داسې څرګندېږي چې د تیلو د بیې بیرته لوړېدل دوام پیدا کړي. اوسمهال یو بیلر خام تیل تقربیا په ۴۹ ډالرو پلورل کېږي او همدارنګه د امریکا متحده ایالات د WTI (West Texas Intermediate)  معیار له مخې د یو بیلر خامو تیلو بیه له ۴۸ ډالرو لوړه ټاکل شوې. دلته هغه پنځه عوامل څېړو چې له امله يې د تیلو بیه بدلون کړې او ورو ورو بیرته په لوړېدو ده. 1.                 نایجریا او د نورو اوپیک هېوادونو ستونزې د تیل د بیې پر سر وروستي ناندرۍ په داسې حال کې را پورته کېږي چې د افریقا لويې وچې د تیل ستر تولیدونکی هېواد نایجریا په ناڅاپي ډول په تېرو شلو کلونو کې خپل د تیلو استخراج يې تر ټولو ټیټې سطحې ته راوستی دی. د نایجریا د دولت مخالف وسله وال د دې هېواد د تیلو په پيپ لینونو، ترمینلونو او د تیلو اړوند نورو اسانتیاوو باندې یرغلونه کوي. همدا وسله وال مخالفین پدې هېواد کې د ورځې 1.4 میلیون بیلره د تیلو تولیدات کم کړي دي، چې ددې هېواد د تیلو په تولید کې ۴۰ سلنه کموالی ښي. دلته د اوږدې جګړې د را پورته کېدو ویره هم شته چې یو ځل پخوا د ۲۰۰۶ م کال څخه تر ۲۰۰۹ م کال پورې يې دوام کړې وو. یو ډله چې خپل ځانونه د نایجریا دیلتا غچ اخیستونکي نوموي، په نایجریا کې د ډېرو حملو مسوولیت د هغه وخت څخه په خپله غاړه اخلي، چې د نایجریا ولسمشر محمد بخاري پدې ډلې باندې د تیلو د پیسو په ور کولو بندیز ولګوه. مګر په ۲۰۰۹ کال کې هغه پریکړه چې په ترڅ کې يې سیاسي بندیان ازاد کړل، په اقتصادي  ډول بې ګټې وو. دا ډله د تیل اړوند اسانتیاوو باندې حملې کوي او هغه کمپنې ګانې چې د تیل استخراج په غاړه لرې لکه د Shell اوChevron تر فشار لاندې نیسي. د تیلو یاد کمپنې ګانې هلې ځلې کوي ترڅو خپل مامورین له ګواښمنو ځایونو څخه وباسي او په خوندي ځایونو کې يې ځای پر ځای کړي. په نایجریا کې د دوو کلونو وروستۍ تاوتریخوالی ددې امکان رامنځته کړې چې په نړیوال مارکیټ کې د تیلو بیه په غیر مستقیم ډول اغیزمن کړي. د تیل د ټيټې بیې سره کم ځواکه عرضه کوونکي هېوادونه د بودجې له کسر او د سیاست له ناوړو عواقبو سره مخامخ شوې دي. په لیبیا کې تولید شوي تیل چې باېد عرضه شي تر اوسه هم د فشار لاندې دي. ختیځ او لویدیځ سیال حکومتونه له شخړو سره سره د یوې موافقې له مخې سره دا منلې، چې د هریجه بندر له لارې د تیلو انتقال د کښتیو په وسیله به پیل کړي. په وینزویلا کې چې د اوپيک غړی دی، ولسمشر نیکولاس مادورو د ۶۰ ورځو لپاره اضطراري حالت اعلان کړی دی. 2.              د خامو تیلو د عرضې کموالی د خامو تیلو د عرضې کموالی یواځې د اوپیک د کمزورو هېوادونو له خوا نه دی. د کاناډا د تیلو په تولیدونکي ولایت البرتا کې په لویه کچه اور بلیدنه ددې سبب شوې چې د تیلو په تولید کې د ورځې د یو ملیون بیلرو کموالی راولي او یا د یو پنځم درجه تولیدونکي هېواد د تولید په اندازه د تیل په عرضه کې يې کموالی راوړی دی. کله چې په دې نژدې ورځو کې، اور تر یو څه کنترول لاندې راوستل شو، د تیلو تولیدونکي کمپنې ګانې Suncor  اوSyncrude پدې هڅو کې دي، څو خپل مامورین د اور له سیمې څخه وباسي، ځکه ددې امکان شته چې اور نور هم پراختیا ومومي. د تیلو ډیری کاناډايي عرضه کوونکي ددې هیله لري چې په راتلوونکو اونیو کې د تیلو د کمې عرضې جبران وکړي، خو تر اوسه ددې باور نشته چې په راتلوونکي کې به څه پيښ شي. د خام تیلو عرضه د تیلو د ټیټې بیې له امله هم کمه شوې ده. د امریکا په متحده ایالاتو کې د تیل تولید او عرضه د ټيټې بیې له امله کموالی موندلی دی. امریکا متحده ایالات دیارلس میاشتې مخکې د ورځې 9.7 میلیون بیلره تیل تولید او د تیلو نړیوال مارکیټ ته عرضه کوه، اوس مهال په دې اندازه کې د ورځې د 500000 بیلرو کموالی راوستی دی. چین چې اوس هم د ودې لپاره د تقاضا یو ستر مرکز دی، د اوپیک د میاشتني راپور له مخې هیله لري چې سږ کال د خامو تیلو په تولید کې ۳ سلنه یا د ورځې 140,000 بیلره کموالی راولي. په ۲۰۱۲ م کال د اګست په میاشت کې د چین تر ټولو ټيټ تولید د ورځې 4.05 ملیون بیلره وه، چې اوسمهال پدې اندازه کې د پام وړ کموالی تر سترګو کېږي. اکثره څېړونکي وايي چې په تېر څه باندې دوو کلونو کې د ورځې ۳ ملیون بیلرو تیلو په اندازه د عرضې د کموالي له امله د دې امکان شته چې په لومړي ځل د تیلو نړیوال مارکیټ د کسر سره مخامخ شي او یا به وتړل شي.  دغه څېړنه د Goldman Sachs Bank لخوا شوې، دا بانک یو له هغو بانکونو څخه دی چې د دوو کلونو راهیسې د توکو بیې څاري او د دې وړاندوینه کوي چې د تیلو بیه به د کال په دویمه نیمايي کې نوره هم لوړه شي. د نوموړي بانک په وینا مونږ باور درلود چې د مۍ په میاشت کې د تیلو مارکیټ به د کسر مخامخ شي، خو زمونږ د باور خلاف د مۍ  میاشتې په منځنۍ اونۍ کې په فزیکي ډول د تیلو د مارکیټ بیرته بیلانس کېدل پيل شول.   3.                 سعودي عربستان د سعودي عربستان چارواکي وايي دوې غواړي  د پراخو اصلاحاتو راوستو سره، په تیلو باندې د خپل اقتصاد معتادي او تکیه کمه او یا پای ته ورسوي. هغه اصلاحات چې د اپریل په وروستیو کې شهزاده محمد بن سلیمان اعلان کړي، په ترڅ کې يې په نړیواله سطحه یو ستر د پاچا د پانګې صندوق جوړول، د دولت د تیلو کمپنۍ (سعودي ارامکو) خصوصي کول، د انرژۍ بلاعوضو مرستو لمنځه وړل، پانګوونې ته پراختیا ور کول او د حکومت موثریت قوي کول دي. شهزاده محمد د العربي تلویزیوني چینل ته ویلي: مونږ یو داسې حالت ته پراختیا ور کړې وه چې د سعودي عربستان اقتصاد يې په تیلو معتاد کړې وو. د تیلو د ټيټې بیې له امله د سعودي عربستان اقتصاد ته سخته ضربه رسیدلې ده. د پطرولیم سکتور د محاسبې له مخې د تیلو استخراج او صادرات ددې هېواد د کورنۍ ناخالص عاید 45 سلنه او د صادراتو د خالصي ګټې 90 سلنه جوړوي. په سعودي عربستان کې ددې میاشتې په لمړۍ سر کې د تیلو وزیر علي النظامي لرې کول او شهزاده محمد بن سلیمان لخوا د تیلو سکتور تر خپل کنترول لاندې نیولو سره، د تیلو سوداګران په خوشیني ډول ددې انتظار باسي چې د پاچاهۍ له دښتې څخه په لوړه کچه د تیل د تولید یوه نښه وګوري. سعودي عربستان یواځینۍ هغه مهم هېواد دی چې د تیلو د ډېر تولیدولو قابلیت لري او د دوې په باور دا يې روښانه کړې چې په ټیټه بیه د تیلو تولیدوونکي باېد ډېر تیل پمپ کړي. کله چې سعودي عربستان خپل د تیل تولید په ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې د ورځې له 9.6 ملیون بیلرو څخه د ۲۰۱۶م کال جون پورې د ورځې تر 10.6 ملیون بیلرو ته لوړ کړ، د تیلو تولید يې د پام وړ ثابت وه. د ۲۰۱۵ م کال د اګست راهیسې د تولید منځنۍ کچه د ورځې 10.2 ملیون بیلره وه، چې بیا په هر میاشت کې د یو څو زرو نورو بیلرو د تولید وعده هم ور کړل شوه. په لندن کې د انرژۍ اړوند یو بنسټ وايي: سعودي عربستان په لوړه کچه تیل تولیدولی شي، خو بیړه نه لري چې مارکیټ ته په لوړه کچه تیل عرضه کړي. ځکه د ورځې تقربیا ۱۱ ملیون بیلره تیل تولیدول ډېرو ماشین الاتو او اضافي لګښت ته اړتیا لري. د انرژۍ اړوند همدا بنسټ بیا وايي: سعودي عربستان به ددې لوړې کچې تولید سره سره به د اضافي تولید لپاره هم چمتوالې ونیسي ځکه، کله چې د اوپيک سازمان څخه د بهر هېوادونو د تیل عرضه په چټکۍ سره ټيټه شي، نو د تولید لوړول به وخت ونیسي. دا انځور ډېر پیچلې دی، په ګراف کې ښودل کېږي چې د سعودي عربستان د تیلو تولید د اوړي په میاشتو کې لوړیږي او لامل يې په دې میاشتو کې د بریښنا تقاضا ده. د سعودي عربستان د تیلو مارکیت یو څو میاشتي انتظار ته اړتیا لري، ترڅو یوه سمه نظریه خپله کړي، چې سعودي عربستان د تیر کال د اوړي په څېر د تیلو لوړ تولید ته مخه کړي او کنه. د عربستان د تیلو وزیر د دې ژمنه کړې چې د پالیسیو په جوړولو کې د پالیسیو ثبات ته هم پام کوي او د سعودي عربستان د تیلو تولیدولو په قابلیت باندې يې تاکید کړی، ترڅو د دوامداره قابلیت په استعمالولو سره سعودي عربستان د مشتریانو تقاضا پوره کړي. 4.                 د امریکا متحده ایالات او راتلوونکی د یو راپور له مخې د امریکا متحده ایالاتو په اړه وړاندوینه شوې چې د تیر کال په پرتله به راتلوونکی ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې دا هېواد د خام تیلو تولید په منځنۍ کچه د ورځې د 9.4 ملیون بیلرو څخه 8.2 ملیون بیلرو ته راښکته کړي. څرنګه چې د بیو لوړوالې له پخوا دوام لري، متحده ایالاتو د تیلو په تولید کې د ورځې 100,00 بیلره کموالی راوستی، په داسې حال کې چې پخوا د یو بیلر تیلو بیه ۴۰ ډالره وو او اوس نژدې ۵۰ ډالره دی او د راتلوونکي په اړه هم کوم وضاحت نشته. د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د سترو کمپنیو په کلني لګښتونو کې کموالی راغلی وو او ځینو ویلي چې د یو بیلر خامو تیلو بیې بیرته ۵۰ ډالرو ته پورته کېدو سره به مونږ بیا د تیلو تولید ته مخه کړو. داسې څرګندېږي چې په ډېرې چټکۍ سره په سترو مارکیټونو باندې د تیلو د بیې د لوړیدو اغېز به د راتلوونکي مارکیټ یا (Futures Market) په وسیله را څرګند شي. بانکونه به هم د خپلو کاري تجربو په بنسټ او د تیلو په بیو کې د پام وړ لوړوالي له مخې د کمپنیو څخه وغواړي چې په خپل کاروبار د ګواښونو په کمولو کې هڅې وکړي. د کمپنیو د ګواښ کمولو هڅې ددې امکان رامنځته کوي چې د تیلو د بیې په ټیټ ساتلو کې تر یوې کچې مرسته وکړي، تر څو د تیلو کمپنې خپل تولید همداسې پرمخ بوځي. 5.                 د پیسو محدودول  کله چې د تیلو د یو بیلره بیه د دې کال په جنورۍ کې له۳۰ ډالرو ښکته وو، د پیسو مدیران یا منیجران د تیلو په پلورلو پيل وکړ او خپلې پیسې يې د تیلو د پلورلو لپاره را محدودې کړې. په ۱۹ اونیو کې د پيسو منیجران د خامو تیلو له سترو پيریدونکو څخه وو او د یو راپور له مخې ۴۲۰ ملیون بیلره خام تیل يې رانیولي وو. همدا ډول یو خوځښت د متحده ایالاتو په WTI کې ولیدل شو، چیری چې د تیلو د بیو د لوړیدو او ټیټدو پرسره د شرطونو له امله د تیلو مجموعي پير او پلور تقربیا  ۲۵۰ ملیون بیلرو ته لوړ شو. د تیلو د بیو په ناڅاپۍ لوړیدو سره اکثره د پیسو مدیرانو ګټې وکړې.