Extreme poverty has halved since 1990. What’s needed to defeat it entirely? ژباړن: شفیق الله یوسفزی که څه هم ډېری هېوادونه هڅه کوي چې د دندو کیفیت ته پرمختګ ور کړي، د مامورینو او کارګرو تنخواګانې او مزدونه لوړ کړي، تر څو په نوموړي هېواد کې د بې وزلې کچه راټيټه شي. ملګرو ملتونو هم په 2015 م کال کې هڅې پيل کړې چې تر 2030 م کال پورې په نړۍ کې هر ډول بې وزلې او هر چیرې چې وي پای ومومي. د کارګر نړیوال سازمان د یو نوي راپور پایلې چې تازه خپور شوی، ددې ښودنه کوي چې د ملګرو ملتونو هغه موخه چې تر 2030 م کال پورې به بې وزلې پای ته رسوي، شونې نه ده. که څه هم چې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي، د کارګر نړیوال سازمان د 2016م کال لپاره ‘’د نړۍ د روزګار ټولنیز راتلوونکی’’ په نوم یو راپور خپور کړی او ګواښ يې کړی چې د دندو د کیفیت په جوړونې باندې د پانګوونې څخه پرته، کوم چې په لوړه کچه ټولنیز خوندیتوب (لکه د روغتیا او د هوساینې نورې ګټې) برابروي، امکان نه لري چې په نورو لارو چارو باندې د بې وزلې کچه دې ټيټه شي. کوم ګامونه باېد واخیستل چې بې وزلې ته د پای ټکی کېږدي؟ کله چې لومړني نړیوالې ناستې د بې وزلې د کمېدو لپاره تر لاس لاندې ونیول شوې، نو د مطلقې بې وزلې کچه د 1990 م کال راهیسې نیمايي ته را ټيټه شوې ده. نژدې دوه میلیارده خلک چې د پرمختیايي نړۍ د نفوس36 % سلنه جوړوي، د منځنۍ بې وزلې کچې څخه هم په ټیټه کچه ژوند کوي او یو کس د ورځې 3.90 $ ګټه تر لاسه کوي. اوسمهال هم د بې وزلې نړۍ ډیری وګړي دندي لري، خو دوې ته نامناسبه تنخواګانې تادیه کېږي، د ظرفیت لوړونې څخه پرته د ټیټې کچې مهارت لرونکې دندې لري او پرته د اساسي ټولنیز خوندیتوب څخه دوې کار کوي. د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ موخې د 2015 م کال په سپتمبر کې پيل شوې، چې تر 2030 م کال پورې د بې وزلې (د هر ډول بې وزلې او په هر چیرې چې وي) پای ته رسول په کې شامل وو. د کارګر نړیوال سازمان راپور وايي: د دې موخې تر لاسه کولو لپاره د دې اړتیا ده چې تنخواګانې کم تر کمه 3.10 ډالره پر ورځې ته دې ډېر کړی شي، کوم چې تر 2030 م کال پورې ټول د ۱۰$ ټریلیون ډالرو بیه به پرې کړي. په پرمختللي هېوادونو کې بې وزلي ډېریږي دلته په ځینو هېوادونو (لکه چین او د لاتینې امریکې ډیری هېوادونو) کې په ډراماتیک ډول پرمختګونه تر سترګو شوي دي، په اسیا او افریقا کې بې وزلي په خپل ځای پاتې شوې او د کوم پرمختګ شاهده نه ده، چیرته چې د نفوس 64% سلنه يې په مطلقه او یا په منځنۍ بې وزلۍ کې ژوند کوي. دا راپور همدارنګه په حیرانتیا سره ددې ښودنه کوي چې په پرمختللي هېوادونو او په ځانګړې ډول په اروپا کې د بې وزلې کچه لوړه شوې ده. په 2012م کال کې وړاندوینه شوې وه چې په پرمختللي هېوادونو کې د 300 میلیون څخه ډېر وګړي په بې وزلې کې ژوند کوي. همدارنګه په پرمختللې نړۍ کې چیری چې په دندو کې د کیفیت رامنځته تګ په کې ګران کار دی، د منځنۍ طبقې کورنیو کې یو ډول ویره د پرمختګ په حالت کې ده، چې ایا دوې به وکولای شي خپل تنخواګانې او خالصې ګټې په همدې ډول خوندي کړي. د دې راپور له مخې په اسیا، لاتینه امریکا، په عربي نړۍ او د طبعي سرچینو له مخې په غني هېوادونو کې د راتلوونکي اقتصادي خرابیو تازه امکان رامنځته کېدل پيل شوي، ترڅو تازه را ټوکېدلی روزګار او ټولنیز پرمختګونه له منځه یوسي. په راپور کې راځي: له پخوا راهیسې په یو شمیر دغو هېوادونو کې د ګټې ناانډول ویش پیل شوی، د ګټې ناانډوله ویش چې د لسیزو راهیسې په کمېدو، وو بیرته را پورته شو. د یو شمیر پرمختګونو څخه وروسته دا امکان نه لري چې په یو ځانګړې موده کې او په ځانګړې ډول تر 2030 م کال پورې دې بې وزلي له منځه یوړل شي. ښځې او په ځانګړې ډول ماشومان د بې وزلې څخه ډېر اغېزمن شوي دي. په پرمختیايي هېوادونو کې له نیمايي څخه ډېر ماشومان چې عمرونه يې له 15 کالو څخه ښکته دي، په مطلق یا منځنۍ بې وزلې کې ژوند کوي، خو په پرمختللي هېوادونو کې د ټولو ماشومانو 36%سلنه د بې وزلې د کرښې څخه ښکته ژوند کوي. راپور ګواښ کوي چې که څه هم پرمختګ رامنځته شوی< خو ګټې هماغسې ګواښمنې او تر ګواښ لاندې دي.