د سولې په وړاندې د رسنيو مورچل

 
د حزب اسلامي سره د سولې د خبرې د شنډولو، د خلکو د ذهنونو ګډوډولو او له سولې څخه د خلکو د ناهيلي کولو لپاره په ملي او نړيواله کچه سره په بې ساري توګه هڅې روانې دي. دغې هڅې نه يوازې د رسنيو (ورځپاڼو، وېبپاڼو، راديو، تېلوېزيون او خواله رسنيو) له خوا تر سره کېږي، بلکې په کړن (عمل) کې هم په درز سره ورځ تر بلې ګړندۍ کېږي. تر ټولو ښې بېلګې يې د شورای نظار لنډغر، خر او آسانيان او افغانستانيان دي چې هم په دولت کې دي کار کوي او هم هرګام د دولت پر ضد ه اوچتوي.
 
د سولې مخالفت که غربي ملکونه او اړوند رسنۍ يې يا هم ګاونډي ملکونه او اړوند رسنۍ يې تر سره کوي، نه به د حيرانتيا خبره وي او نه هم د افسوس، خو دا چې په افغانستان کې پښتو رسنۍ د لوېديځو رسنيو په حواله په لوی لاس د ولس هيلې وژني، نو ډيره د غم وړ ده . هسې هم لوستونکو ته په زرګونو پوښتنې پيدا شي، خو تر ټولو خواشينووکې پوښتنه دا ده چې ته خو پښتون هم يې، د دغه غملړلي قوم يې، له سلګونو کلونو راهيسې ستا شتون ته توطئې جوړېږي، نو ته ولې دومره ناپوه، بې پروا يا د ولس پلورونکی شې چې په لوی لاس سره د مظلوم د زړه غوښتنې رژوي؟
د پښتو رسنيو دغه خبر چې د اسوشيېتد پرېس څخه يې رانکل کړی او نور يې هم سپړلی او پړسولی دی، ليکي چې ګواکي حکمتيار د سولې لپاره نوي آړونه (شرايط) وړاندې کړي دي چې دولت يې نه شي منلای.
 
دا چې دغه خبر تر کومه ځايه په څانګيزه (مسلکي) توګه ليکل شوی دی او د کومو معيارونو پر بنسټ، بېله پوښتنه ده، خو دا چې د يوې لوېديځې غرضي مرضي رسنۍ خبر يې داسې پړسولی دی چې ګواکي سل په سلو کې ريښتيا دی، نو سړی حيران شي چې د دې غمځپلي ولس غليمان يوازې لوېديځوال دي که زموږ کورني رسنيز جامع الکمالات خبريالان هم.  د افسوس ځای دا دی چې په باخبري توګه د يوه مظلوم ولس په خوبونو او هيلو چاړه را وباسي او د غليم د خوښۍ لپاره يې قربانوي.
 
حقيقت د تل په څېر يوه ورځ نه، يوه ورځ را برسېرن شي. دولت او اسلامي حزب دواړو اعلان وکړ چې نوي شرايط د هېچا لخوا هم نه دي وړاندې شوي. نه ښاغلي حکمتيار او نه هم اشرف غني نوي شرايط وړاندې کړي دي. دوی دواړه ښه پوهېږي چې په سوله کې د چا تاوان او د چا ګټه ده. واکمن اندواند دا دی چې دواړه ښاغلي او د سولې عالي جرګه په خپل ټول وجود سره هڅه کوي چې د سولې لپاره هر ډول خنډونه په داسې منطقي او منښت وړ لارو چارو سره له منځه يوسي چې نور د ورو وژنې لپاره هېڅ دک و دليل پاتې نه شي، بلکې ټول په يوه ناره سره يو بل ته غېږ ورکړي او دغه غمځپلی ولس د لسيزو له ناخوالو او ناورينونو څخه خلاص کړي. 


له همدې امله بايد ټولې پښتو رسنۍ نه يوازې په خپله کړنلاره او ژورنالېستي اخلاقو او لومړيتوبونو له سره غور وکړي، بلکې همداسې د خپلو همکارانو وړتيا او شخصي تګلوری له سره وارزوي او د اړتيا په اکر کې يې د بدلون چټک ګامونه اوچت کړي. 


دا په ريښتيا هم چې په ژورنالېزم کي ستره بريا ده چې يو خبر تر ټولو نورو رسنيو څخه وړاندې خپور کړي، خو بايد د خبر ريښتينولي، اړينتيا، سرچينه او انګېزه هم په پام کې ونيول شي. تر دې ډېره اړينه د يوه ملت، هغه هم ديوه مظلوم او غمځپلي ملت د برخليک خبره دلته پرته ده. په دې ډول بې باکه خبرونو سره د ملتونو په برخليک لوبې کول هوښيارانه کار نه دی او  نه هم بايد داسې ستر مسئوليت ته په سپکه سترګ وکتل شي. دا نه يوازې د دولت پر وړاندې جرم دی، بلکې له ولس سره ستره ناځواني ده.