
درنو هېوادوالو!
يو شمېر سياسې خوځښتونو، مدني ټولنو او قومي شوراګانو په ګډه پتيلې چې د يوه لوی لاريون له لارې د پاکستان وروستي تېري وغندي او د خپل ملي حريم د دفاع په لاره کې د خپلو مېړنيو امنيتي ځواکونو ننګه او ملاتړ وکړي. موږ غواړو چې د همدې لاريون له لارې خپل ملي يووالی او ملي اراده په ښه شان تمثيل کړو او يرغلګرو ته د افغاني عزم او وحدت يو روښانه پيغام ولېږو.
له تاسو ټولو دوستانو څخه هيله کوم چې پدې لاريون کې ښه فعاله ونډه واخلئ او نور دوستان هم د ټېلېفون، اېمېل، فېسبوک او نورو لارو درسره خبر کړئ او په لاريون کې يې ګډون ته وهڅوئ.
له افغاني عزم او روحيې سره ستاسو د پراخ ګډون په هيله