
د عدم تشدد فلسفې،خدايي خدمتګار،فخر افغان خان عبدالغفار خان،په خپله ليکي چې په ۱۸۹۰ع کې مې دې دنیا ته سترګې پرانيسې دي،دغه ستر او د لوړ فکر خاوند به همېش د پښتنو بېدارولو،پوهولو،تعلیم ته هڅولو،او په ټوله کې يې دا ډېر غټ ارمان و،چې دا لوی او ستر قوم سره راټول او یو کړي،او نه يې غوښتل چې دغه دروند او باعزته قوم دې د پرديو غلام شي،فخر افغان پدې پوهېده که چېرته دا قوم يو شي نو د دنیا هېڅ طاقت به دغه قوم او ملت مات نکړي،هغه د پښتنو د يووالي او د پښتنو حق ترلاسه کولو په وجه د وخت حاکمو ظالمانو لخوا د زندان تورو کوټو ته څو ځلې لېږدول شوی و،خو چې کله به د زندان څخه آزاد شو نو خپلې پاکې او سپېڅلې مبارزې ته به يې ادامه ورکړه؛ خدايي خدمتګار (زما ژوند او جدوجهد) ،دغه کتاب خپله پاچا خان ليکلی،چې تقریبآ د اته سوو(۸۰۰) څخه زیات مخونه لري،دغه ستر شخصیت او د لوړ فکر خاوند پدې کتاب کې د خپل ژوند په ټولو اړخونو غږېدلی،چې اوس يې هره خبره پښتون قوم ته ستره سرمایه بلل کيږي،دغه کتاب د دوهم ځل لپاره د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې لخوا چاپ شو،د دې کتاب په لومړیو مخونو کې فخر افغان د پښتنو په خویونو خبرې کړي،دې ليکې چې پخوا په پښتنو کې ډېرښه ښه خویونه او عادتونه موجود و،هېڅ پښتون د دروغ نه ویل بلکې دروغجن شخص به يې ډېر بد وړل،مینه او محبت و،راشه درشه وه،کبر غرور نه و،یو په بل به يې اعتماد او باور کاوه،یو په بل يې ننګ کاوه،په ستونزو او مشکلاتو کې يې یو بل ته ملا ورتړله،یو په بل ځان لوړ ښودل نه و که خان او که غريب دواړو یو قسم ژوند درلود،یو بل ته به يې سپکې سپورې نه کولې دې ته ورته نور ښه خویونه او عادتونه يې لرل...
پاچا خان بابا ليکي وايې چې کله مغلود پښتنو سره جنګونه وکړل،پدې جنګونو کې يې غټ غټ قوندانان او وزیر بيربل مړ شو،نو بیا اکبر راغی او پښتنو ته د اباسين نه پورې يې داټک قلا جوړه کړه؛دوی خپلو کې سره کیناستل چې پښتون خو يې په جنګ ونه شو وهلې اوس به يې په کومه وسله وهي،چناچي د ډېر غور او فکر وروسته دې نتیجې ته ورسېد چې،پښتون دوه خاصیته لري:دوی د اسلام سره لوی قیادت لري او دوهم دا چې انساني کمزوري لري هغه پدې مانا چې دولت سره ډېره لېونۍ مینه لري،نو د دې په رڼا کې هغوی بیا داسې پاليسي جوړول غوښتل چې خپلو سیاسي غرضونو ته په سمه توګه ورسېږي؛نو ماته سمدواره د یو غلام او د انګرېز لاسپوسي حکومت چې پدې وروستیو کې يې خپلو شومو اهدافو ته زور ورکړی،او ګړندي کوښښونه کوي چې د پښتنو یو تن سره جدا کړي،خپلو کې يې سره وواهي،لکه د تېر په څېر يې لا هم د تعلیم څخه لرې او په جنګ کې وساتي؛نو زما هم هغه په نامه پښتنومشرانو ته فکر شو چې همېش به يې د وطن د ملي حاکمیت په نارو د خلکو غوږونه او دماغ خرابول،خو چې د عمل مېدان شو،ټولو سرونه لاندې واچول،هېڅ يې ونه ویل چې څه خبره وه،ای چې هر څومره دغه تاريخي قوم وځپل شي،خو بېلېږي نه،ځکه یو وجود دوه برخې کېدای نه شي،مقصد مې دا دې چې مونږ ته بیا پاچا خان نه پېدا کېږي،چې تر ابده به راته مبارزه او زمونږ حق به راته ګتي،پښتون ولسه!
د ښه او ارام ژوند لپاره مو لومړی انتخاب تعلیم دی،او دوهمه خبره یو بل منل دي،راځئ چې په یو فکر کار وکړو،یو بل ته لاس ورکړو،په اخر کې د پاچا خان خبره کوم چې وايې یا به سو کېږو کنه ورکېږو،په يووالي کې الله ج خېر برکت او بریالیتوب اچولی.
قسیم حمیدزی