
دسترګو یې غټې غټې اوښکې روانې وې،په ډېرو چغو وهلو یې اواز ټپ شوې وه،شېبه به تېره نه وه چې د ګاونډ ښځو به پرې د یخو اوبو سطلونه خالي کړل،چې به بېداره شوه حالت به یې د مخکې ډېر خراب شو،ټوله شپه یې په ناسته تېره کړه؛
سهار وختي،ملا د اذان وروسته د جنازې لنډ اعلان وکړ،د اعلان په اورېدو بیا بې خوده شوه...
ډلې ډلې ښځې د ټيټو دېوالونو کور ته په وړه دروازه ننوتلې،د کلي شاوخوا کې کم خلک لیدل کېدل...
ژورنالېست د خپلې دندې تر سره کولو لپاره د عرفان مور سره مخامخ شو؛
ژورنالېست:مورې دې د خټو کور کې څه شوي؟
هغې لومړی ډېر وژړل بیا یې په ټپ اواز وویل دې د خټو کور ته یې اور واچوه او اوس به پکې مونږ سوزو بس
ژورنالېست:دا اور یې ولې واچوه؟
نه پوهېږم،زما زوی خو سهاره تر ماښامه زرنج په کرایه چلوه،مونږ خو چاته پورته هم ندي لیدلي
ژورنالیست:عرفان واده کړی وه؟
هغه ته مې واده کړی وه،شپږ لوڼې یې دي زوی یې نشته،خو هغه ځوانیمرګ شو...
ژورنالیست:د عرفان مرګ زیات درد لري؟
اوففف،ډېرررر عرفان خو زمونږ ژوند و،هغه زمونږ ساه وه،هغه چې نه وي مونږ دی هم نه یو؛دې خبرې په کولو سره د ښځې سترګې سپينې شوې او ولوېده،زر زر پرې ښځو یخې اوبه اچولې؛
ژورنالېست خپلې اوښکې پاکې کړی او ترې روان شو.
پای
21/4/2016هامبورګ
د کابل ویر