په جرمني کې د لاریون خبرتیا



د جرمني د بایرن آیالت په مونشن ښار کې مېشتو افغانانو د خپل ګران هیواد د ارضي تمامیت ساتلو او متجاویز پاکستان د محکومولو په موخه، د راتلونکې جمعې مبارکې په ورځ، چې د روان ۲۰۱۶زکال د جون میاشتې له څلورویشتمې نېټې سره سمون خوري د یولوی لاریون تابیا نیولې ده.
یاد لاریون به دمونشن ښارله زړه(مارین پلاتڅ)څخه د مازدیګر له شپږنیمو بجو څخه پیل اوتراتنیموبجو پورې به تر زیندلینګ تورپلاتڅه ورسیږي.
موږدنړۍ په مخ له ټولو درنو او قدرمنو افغان خویندو اووروڼو څخه په درنښت هیله کوو، چې دامکان په صورت کې له موږ سره ګډون او یاخو پخپلو مېشت ځایونو کې زموږ په پله پل کېږدي.
درنو هیوادوالو!
شېبې حساسې دي داسې نه، چې غفلت مو د نابودي ګړنګ ته وغورځوي، نو راځئ، چې د خپل ګران او تاریخي افغانستان د دفاع په خاطرله هرڅه لمړی خپل ملي یووالی د افغان په نوم ټینګ اود خپلې پلرنۍ خاورې له لویشت لوېشت څخه د خپلو نیکونو په څېردفاع وکړو.
د یادولوده، چې د لعنتي انګرېزي استعمار ظالمانه توره کرښه چې زموږ دګران هیواد په پاکه سینه کش شوې له ۱۲۳کلونو څخه تېریږي.
اوس انګرېز زېږولی پاکستان پخپل سر د دروازو جوړولو په پلمه دا لعنتي کرښه په رسمي پوله بدلول غواړي، خوباید پوه شي، چې موږ افغانان اوپه جګړو کې لکه فولاد پاخه شوي یو.
موږله جګړو وېره نه لروموږ هرڅه له لاسه ورکړي دي یا به مرو یابه یې ګټو!
موږد پردېسوافغانانوپه حیث له وسله والو مخالفینواود کابل له ادارې څخه جدي هیله کوو، چې دملي ګټو په تېره بیاد ارضي تمامیت په اړوند یو اوبل ته لاس ورکړي.
نورمالومات دلاندنیو شمېرو په مرسته ترلاسه کولای شئ:
            ۰۱۷۶۶۲۱۵۸۱۲۷         ۰۱۷۳۴۷۰۸۳۸