
عالم هغه څوک دى چې يوه ټولنه به سمبالوي، هغه څوک دى چې د يوې ټولنې په کلتوري، مذهبي، قومي او تعليمي وده کې ونډه درلودلاى شي او هغه ټولنه له بحران او تيارو څخه د رڼايى په لور بيايي. چې دومره پوه شوو نو لازمي به په دې هم پوه وو، چې علمي اشخاصو ته په ټولنه کې څومره اړتيا ليدل کيږي، ولې مهمه خبره دا ده چې د دغو اشخاصو افکار، کړنې او اهداف هم توپير لري. موږ نه شو کولاى چې په نني حالت کې دغوخلکو ته دومره امتياز ورکړو چې څومره بايد يو زاهدعالم ته ورکړل شي. ددې لپاره چې په دوى کې داسې کسان موندل کيږي چې د ټولو باور يې له منځه وړى، مطلب دا چې په ظاهره به په ټولنه کې د يو فعال علمي شخص په توګه شهرت لري خو په باطن کې له هغه څه سره مل دى چې کول يې جواز نه لري، او نه هم د دې تمه ترې کيداى شي. د دوى دنده داده چې په ټولنه کې فعال کسان وموندي او تشويق يې کړي، نه دا چې د خپلې خبيسۍ په اساس د هغوى د پرځولو کوشش وکړي.
مثلاً: په يوه جامعه کې يو فعال نوى قدر پيدا کيږي ولې د نورو لار ښوونو ته اړتيا لري، دلته نو دى له هغه چا څخه ملتيا غواړي چې په ظاهر د يو مومِن ځان ښکاره کوي ولې په اصل کيسه بل رنګ وي، کله چې دغه نوى قدر په کومه مسله کې اړتيا پيدا کوي چې د نورو په مشوره يې تر سره کړي نو دلته ورته دغه خبيس د دې لپاره چې له دوى وړاندې لاړ نه شي يوه نيمه باطله مشوره چې دهغه ځوان لپاره پکې د فکر څه نه ښکاري ورکوي او نه غواړي چې پرته له ده دې په همغه ټولنه کې د بل نوم ياد شي او يا دې بل څوک د امتياز خاوند شي.
دغه ډول مسلې اکثر په هغوکسانو کې پيداکيږي چې له يو بله سره اړيکې ولري يا سره د تره زامن وي او يا هم دې ته ورته اړيکې سره ولري. زموږ د ټولني عمده عادت چې په خپلوکې سره زيات مخالفتونه لري دفکر وړ دى، چې دوى اکثره مسايلو کې د تربرنى نوم يادوي، تربرني چې له تربور څخه اخيستل شوې چې په مانا د تره زامن يا نږدې خپلوان او غزيزان دى، غلته تعبيروي او د هغه چالپاره يې کاروي چې دوى ورسره اختلاف لري. نو اکثره علمي بدنيتى بيا په دغسې مواردو کې وي. دغه کار په اصل کې له ټولو اصلونو وتى دى. په دې مانا چې نه له شريعت سره سم دى اونه هم له انساني فطرت سره. دوى په باطل فکر سره دا انګيري چې زه به تل له نورو وړاندې يم او دوى به راپسې شاته ولې د خداى له نظامه کامل بې خبره دي، ځکه خداى تعالى وايي، له منافيقينو بدتر خلک نشته چې دهغوى لپاره د بښنې کومه لاره نشته. که چيرې دوى خبر واى چې خداى تعالى انسان ته په هر څه کې ازادي نه ده ورکړې او له بدو کارونو يې منع ورته کړې، که کوي يې بدله به يې ورکوي نو دوى به له دې کارونو لاس اخيستى واى.
ليکنه: وحيدالله محمود تکل