
خداى تعالى رنګا رنګ مخلو قات پيداکړي دي او دهغوى په هر عمل قادر دى.
په دغو مخلوقاتو کې يو هم انسان دى، چې خداى تعالى له نورو څخه اشرف پيداکړى دى. په انساني طبقه يا بندګانو کې يې بيا بيلا بېلې څيرې، قومونه او نژادونه پيداکړي دي او بيا خداى تعالى په خپل قدرت هرس يوهره ته جلا جلا فکرونه، وړتياوې او مهارتونه ورکړي دي. چاته ډيره پوهه ورکوي، چاته کمه پوهه ورکوي، څوک هوښيار کړي، څوک تمبل او چاته يو ډول فکر ورکوي چاته بل ډول. خو په ټولو حالاتو کې بايد ناشکري ونه شي.
په نړۍ کې به داسې مثال پيدا نه کړى چې يو انسان دې دبل په شان څيره،ښايست او فکر ولري. هر انسان ته خداى تعالى بيل بيل فکر ورکړى او انسان بايد چې د خپل فکر درناوى وکړي، نه دا چې خپل فکر ته باطل نظر وکړي، چې په اصل کې به يې د خداى تعالى په نعمتونو ناشکري کړې وي. ځکه خداى تعالى وايي په نړۍ کې د هرې پيښې مالک زه يم تا چې خپل فکرته بد نظر وکړ نو مانا داشوه چې ماته مو بد فکر وکړ،وکړ ځکه ستاسو لپاره فکر ما درکړى. ډيرى وخت داسې کيږي چې يوځاى بارانونه کيږي يا توفان والوزي نو په وخت کې وايو چې دا څه بد بارانونه دي يا وايو دا څه بد توفان دى.
ځينې کسان دغه ګنا په لاشعوري توګه کوي،کوي خو اړينه ده چې په دغو مسايلو ځانونه پوه کړو.
خداى تعالى موږ ته ښه فکر راکړى وي مګر ګټه ترې نه اخلو او په پرديو مفکورو پسې منډې وهو چې دا مو لويه غلطي ده.
هدف مې دادى: موږ اوتاسو بايد په هره موضوع له خپلې لارې او ميتود کار واخلو نه داچې نور څه وايي هغه سل په سلو کې سم وګڼو او يا خپل کار په بل چا ترسره کړو.
مثلاً: يو کس ته په پوهنتون کې کې د استاد له خوا موضوع ورکړل شوه چې دى به پرې کار کوي او خپل نظر به پرې وړاندې کوي، دغه ددې پر ځاى چې په خپله يې وکړي دناپوهى تمبلى او سستى له امله خپل کار بل چاته ورسپاري او په ډيرو زاريو ترې غوښتنه کوي، چې په اصل کې له ځان سره جفا کوي.
دلته نه ده يوازې دا چې خپل فکر ساکن کړ بلکې د خداى تعالى له نعمته يې هم ناشکري وکړه. دغسې کسان تل په دغه بد مرض اموخته کيږي او ټول ژوند يې په بدبختى کې تيريږي.
دغه موضوع ځکه ذهن ته راغله چې نن راته يو څوک مخې ته ودريد او ويې ويل: راشه هلکه له تاسره مې کار دى.
له هلکانو يې جدا کړم او د غوښتنې په ډول يې رانه وپوښتل: کيداى شي چې ددې موضوع(؟) په اړه راته سمينار جوړ کړې؟ ما ويل: ولې؟ تاسو يې نه شى جوړولاى؟ وې: کوى يې شم خو په دې وختو کې لږ څه زيات مصرفه يم او بل غواړم په صنف کې اول نمره شم!!! درس ډير وايم وخت مې کم دى دا به مو ډيره مهرباني وي.
ما ورته نور څه ونه ويل چې داسې نه خفه شي او راسن مې ورته وويل: ښه سمه ده، زه به يې درته تيار کړم. بيا کولاى شې چې تشريح يې ورکړې؟ ويلې هو.
نور مې ورسره ډيرې خبرې ونه کړې او ترې روان شوم د هو ځواب مې ورکړ او فکر مې په دغه موضوع سر ولګوه.
تاسې به داسې فکر کوى چې ځانښودنه مې کړې او يا مې له نورو سره همکاري نه خوښيږي، خو داسې رنګ نه لري.
زه نه وايم چې هر سړى پوره دى او له خپل فکر څخه پرته د نورو مشورې ته اړتيا نه لري، مګر لازمه ده چې د خپل فکر په اساس خپله لاره او ميتود ولر او په هر څه کې په نورو پسې تقليد ونه کوو.
مخکې داخبره وشوه چې: چې کيداى شي دخپلې ناپوهى له امله دا کار ونه شي کولاى.
مطلب دا نه دى چې دى ناپوه دى او نه شي يې کولاى،کولاى يې شي خو عملي اقدام يې نه دى کړى.
خوشحال خان خټک او جان لاک د ارسطو د نظريې چې وايي: هر څوک نه شي کولاى زده کړه وکړي. مريان خو هيڅ نه شي زده کولاى او چې زده يې نه شي هغه کسان دې ووهل شي. خلاف وايي: هر څوک زده کړه کولاى شي او که په لومړي ځل يې نه شي زده، نو معاف دې شي بل ځل به يې زده کړي.
که چيرې په لومړي ځل سره دغه کس په دې کار بريالى نه شو نو بل ځل به بريالى شي. داسې نه ده چې هيڅ شى نه سي کولاى. او پوه شوو چې هر څوک هر کار کولاى شي، خو چې صافه اراده او له خپل فکر څخه په سمه توګه ګټه واخلي.