
د تورخم په اغزنې پولې د پاکستان بار، بارهڅې، د ناکامۍ لورې ته ځي. پاکستان په دې وروستیو کې د تورخم په اغزنه پوله د دروازې ځړول په دې مانا و، چې دغه کرښه رسمي شوه، که رسمي نه وي ولې مو د دروازې د جوړولو په وخت کې اقدام نه کولو؟ خو! زړورو اوننګیالوافغان ځواکونو د دې د پریکړې برعکس داسې غبرګون وښود، چې پاکستان څه چې نړیوال یې هم ځان ته ګوته په غاښ پاتې کړل.
اوس اصلي خبره دا ده، چې جګړه په ټوليزه توګه له بدمرغۍ پرته نورڅه نه لري، خو د قرآن پاک آیت شریف په حواله ډېرځل به تاسې یوشي کې ځان ته خېرګڼئ مګرهغې کې به ستاسولپاره شر وي، او ډېرځل به یو شی تاسې د ځان لپاره شرګڼئ خوهغې کې به ستاسولپاره خېر وي.
دغې شخړې څومهم کارونه وکړل: یو یې په ټولوافغانانوکې د وطن پالنې حس پېدا کړ، حتی تر دې چې د دولت مخالفو وسلوالو هم د وطن درد درک کړ. دښمن داسې انګيرله، چې موږ ډير کمزوري يو خو هغسې ونه شو، په خپله چاړه خپله حلال شو. بل راځم دې ته که نړیوال اوس پاکستان ملامت کړي، اوخپلو قوانیو ته دروناوی ولري دغې یې وخت دی، دښمن د نوروشرمونوسره، سره د چین حکومت ته هم کم راغی ،حتی چین افغانستان ته په دغه منځګړیتوب ځان کې پاتې وښود. دا چې جنګ ولې ودرول شو اوڅه څه شي جنګ ودرولو، دغه ډېرې مهمې خبرې دي.عمده لاملونه یې، زما له نظره :
۱. پاکستان سره د مجهزو وسلو نه شتون کمزوري اوپاتې راوستل، او دا څرګنده شوه، چې د مخامځ جګړې توان هم نه لري.
۲. اوس دوی غواړي چې لږه ساه واخلي، دغه پلان خو یې د خاورو سره خاورې شو؛ غواړي په راتلونکې کې خپلې کمزورې نقطې په نښه کړي ترڅو دغه بدل بېرته ترلاسه کړي.
خدای (ج) دې وکړي چې افغان حکومت دانیلي مارپټو ټکونوته پوره چمتووالی ولري، ترڅویې هره شومه هڅه شنډه شي دیوسرلوړي اوتل پاتې افغانستان په هېله.
ستاسې خور اوښکه #امېل#