
هر څه له پېدایښته هرو مرو دوه خواوې لري؛ د هغې له جملې نه یو هم ټولنیزه رسنۍ فېسبوک ده. دا به سمه وي، چې د ډېرو ښېګڼو سره، سره بلا بد ګڼې هم لري. راځئ ! تاسې د افغاني چایېریال سره یو پرتله وکړئ، او بیا دې ته نظر واچوئ چې په دې ټولنه کې څومره خلک له دې شبکې څخه په سمه توګه استفاده کوي؟ ددې پرځای چې د نوښتونو او لکچرونو په توګه ترې استفاده وکړو، موږ بر عکس روان یو، نه غواړو چې دغه شبکه په سمه توکه وکاروو؛ بلکې نورو پسې د چټیاتو او د ربړونو د یوې وسیلې په توګه ترې ګټه پورته کوو.دا چې ددې ټولنې ځوانانو ته دغه شبکه ګټه ورسوي یا ځوانان ترې ګټه پورته کړي، دلته امکان نه لري.که ستاسې پام وي، زموږ ځوانان لیکوالانو ته دغې شبکې څومره زیان اړولی.
په څو کرښو کې به یې تاسو ته روښانه کړمه:
لمړی ـ ځوانان يې بې سواده کړل؛ د غلطې ژبې او په ټلیفونونو کې د پښتو ژبې کيبورډ نه شتون هغه څه دي، چې د ځوانو قلموالو په علمي بهیر کې یې پوره ستونزې جوړې کړې دي.
بله خبره د خوش نویسۍ یا د ښکلي خط د لیکولو ده، چې دغه برخه یې تر ډېره بریده زیایمنه کړې ده.که تاسې نظر واچوئ، لیکوالان چې څه لیکي یا یې د کمپیوټر پر مټ لیکي، او یا یې هم د مبایل، نو په کال هم کاغذ او قلم ته وخت نه ورکوي.
د یو ښه او معیاري خط د لیکلو لپاره زیات تمرین ته اړتیا ده، چې څوک خط ونه لیکي نو ; خط به یې څنګه ښکلی شي؟ خدای ج دې وکړي لمړی زه دغه ټولې برخې په پام کې ونیسمه او بیا تاسې په دې هېله.
#اوښکه #امېل