د پنجاب بايد سر مات کړو!

 
محمدکريم نور
په تورخم د پنجابي فوځ يرغل بايد  نه يوازې په سختو ټکو وغندل شي، بلکې همداسې يې په ټول ځواک سره ځواب وويل شي. د افغانانو ځواب د پنجاب د ځواب په څېر بايد نظامي او سياسي دواړه وي، خو داسې نظامي وي چې د پنجاب د مرکز اسلام خراب پرتوږ ژېړ شي. سربېره پر دې، افغانستان بايد له پنجاب څخه د دغه جګړې تاوانونه ټول وغواړي.
بې له شکه چې پنجاب له خپل بدمرغه زيږد راهيسي د افغانستان ثبات ګواښلی دی، خو د افغان دولت د وروستيو مياشتو پرمختګونو داسې وارخطا کړی چې د ترهګرۍ سر بېره يې پر افغان ناموس او خاوره بربنډ يرغل وکړ. که څه هم چې افغان هېوادپالو سرتېرو د پنجاب يرغل په خپل لوړ عظم او ټينګه عقيده په شا وتمبوه، خو په دې بريا بايد بسيا و نه شي. جګړه هرګوره د حل لار نه ده، خو دا چې پر موږ تپل شوې ده او افغانان نه شي کولای چې افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ له لورې د ناورين په خوا ولېږي، افغانان مجبور دي چې پنجاب په آخور ټينګ وتړي. افغانستان بايد په ټوله مانا خپل اقتصادي، سياسي، نظامي او ټولنيز پرمختګونه وساتي.
اوس به ډېر داسې غږونه پورته شي چې ګواګي افغانستان په اوسني اکر کې د جګړې جوګه نه دی، له حزب اسلامي سره د سولې او د اقتصادي او بنيادي پروژو مخنيوی کوي، خو تجربو دا زباده کړې ده چې د پنجاب پر وړاندې چوپتيا نه يوازې چې د حل لاره نه ده، بلکې په لوس لاس د افغانانو لاس تړل او پنجاب ته چاړه په لاس ورکول دي. پنجاب عملا له افغانستان سره په جګړه بوخت دی، نو افغانان ولې د پنجاب يرغل ناديده ونيسي او له مقاومت څخه په يوه او بله پلمه وتښتي. 
د افغانستان پخواني  ولسمشر کرزي په خپله دوره کې پنجاب ته د غبرګوني ورور خطاب کوه، خو پنجاب د کرزي له همدې چاپلوسۍ څکه داسې ګټې پورته کړه چې دا دي اوس يې افغان مظلوم ولس په خپلو وينو سره تاوانونه ګالي. د کرزي د خامې او بې بنسټه خيالي سياسي تګلارې په تړاو  اشرف غني مجبور وو چې د له پنجاب سره نرمه غاړه يوسي. له همدې امله يې د خپلې دورې په پيل کې له هند څخه واټن ونيو، پنجاب ته نيږدې شو، د پنجاب ګوډې ماتې غوښتنې يې هم ومنلي، خو پايله دا شوه چې پنجاب د ټول افغان ولس د ناموس غوښتنه درلوده او په ټول ځواک يې همدې موخې ته د رسېدلو هڅه وکړه. 
افغانان له جګړې ستړي دي، د جګړې لېواله نه دي، په جګړه کې د ملتونو غميزې او ناورينونه ويني، خو خپل ناموس د نړۍ د سوځېدو په بيه هم ساتي. پنجاب ته بايد د هر نوک ځواب په سوک ورکړل شي، د هر ټوپک ځواب په توپ ورکړل شي او د هر ګوزار په وړاندې بايد داسې ګوازونه وويني چې بل ځل د افغان مظلوم ولس په عقيده، ناموس او وطن يرغل و نه کړي. 
که څه هم چې افغانستان په کړکېچن حالت کې دی، خو بيا هم بايد پنجاب مجبور کړي چې نه يوازې له يرغل څخه لاس واخلي، بلکې همداسې خپل ترهګر فوځ په بشپړه توګه د ډيورند کرښې له شاوخوا څخه وباسي او د صدر بازار تاڼو ته يې يوسي. په دې سره به نه يوازې په سيمه کې د ولسونو ژوند نورمال حالت ته را وګرځي، بلکې همدارنګه به د ترهګرۍ کچه ټيټه شي. افغانان بايد پنجاب ته په ډاګه کړي چې موږ د جګړې د هراړخيز تاوان غوښتونکي يوو او خپل پور چا ته نه پرېږدو.