«استازي» کتاب د کتابپلورنې ريکارډ ټينګ کړ

 
د زلمي خلیلزاد کتاب چې تازه له انګلیسي څخه پښتو ته ژباړل شوی دی، بازار ته له وړاندې کېدو وروسته په دوو ورځو کې ټول ۱۰۰۰ټوکه وپلورل شو. د «استازي» په نوم دغه کتاب د اکسوس کتابپلورنځي په مالي او تخنیکي ملاتړ چاپ شوی دی. ښايي دا لومړی ځل وي چې په افغانستان کې یو کتاب تر چاپ وروسته په دوو ورځو کې ټول په پرچون ډول پلورل کېږي.
یاد کتاب د منځپانګې د ارزښت او د کتاب د وېش او رسونې په برخه کې د اکسوس د معیاري خدمتونو له کبله په ډېر لږ وخت کې وپلورل شو. د دې کتاب شااو خوا ۲۵۰ټوکه د رسونې سیستم « Delivery system» په مرسته دفترونو، کارځایونو او کورونو ته په ډېر لږ لګښت او لږ وخت کې رسول شوي دي. اکسوس کتابپلورنځی په افغانستان کې د چاپي صنعت په برخه کې خپلو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی. اکسوس خپرنیز مرکز ژمنه کوي چې په نږدې راتلونکي کې به ګڼ نور ګټور اثار چاپ او ټولنې ته وړاندې کړي.