يو نوى بدلون؛يوه نوې اړتيا

د يو شمېر کرزي پلوو ښاغليو وړاندوينې رېښتيا شولې،خبره د کرزي او عبدالله ترمنځ د ټاکنو دويم پړاو ته ووته،دا که له نورو خواوو هرڅنګه ارزول کېداى شي خو د ستميانو او شمال ټلوالې د دې نظر د پياوړتيا لپاره ښه پلمه کېداى شي چې پښتانه د افغانستان اکثريت نه دي او له همدې امله يې په لومړي پړاو ټاکنو کې برى ونه موند،دا خبره سره له دې چې په سلو کې سل سلنه د حقيقت له مخې يوه ناسمه او بې ځايه خبره ده خو له دې پلوه پرې اندېښنه په کار ده.
دا خو شوى کاروبولئ،لامل يې هم زما له انده هم دا کرزى،همدا ملاتړي يې او هم دا اوسنى دولت دى،يانې دا خبره د دې لپاره کوم چې که وايم په دويم پړاو ټاکنو کې د کرزي ملا وتړئ،د دې مانانه لري چې ګواکې کرزى يو وړ او د رايې حقدار سړى دى،بلکې موخه دا ده چې په اوسني حالت کې د ضرورت له مخې بايد داسې وشي.
زه پورته ټکي ته په پام سره په لومړي پړاو ټاکنو کې له ټولو پښتنو نوماندانو،د هغوى له ملاتړو،همدا شان ټولو هېوادوالو او خلکو هيله لرم چې د قومي،ژبنيو او نورو اړيکو په پوره هېرولو کرزي ته رايې ورکړئ،په دې مانا نه چې زه د عبدالله د تاجيکولۍ له امله د هغه د بري مخالف يم،بلکې د دې لپاره چې که نور هر څنګه وي کرزى د هغه په شان يو پوره وطن پلورونکى سړى نه دى،په نېغه توګه يې انسان وژنه نه ده کړې،او همداسې نورې بېلګې...
 
بيا هم خبرې مې دا مانا نه لري چې کرزى د رايې او باور وړ سړى دى بيا هم وايم چې د شرايطو او ضرورت له مخې!