د يوه ملک کيسه

په یو کلي کې یو سړي ژوند کولو چې د دې کلي ملک همدا سړی وو.خوله دې ملک نه د کلي عام وګړي ترخپلې پوزې  راغلي وو. هغه په دې معنې چې د دغه ملک د زړه غوښتنې به چې څه وې نو هغه یې په دغه ناچاره اومظلوم ولس عملي کولې که هغه به په حقه وې او که ناحقه .
خو لنډه دا چې د دې ظالم ،جابر او بد شکله ملک له ملکي نه خلک ترخپلې پزې پورې نور راغلي وو.
همدارنګه له ورځو نه یوه ورځ د ملک لمسی چې خان جان نومېده د یو غریب بزګر سره چې نوم یې سرور وو له هغه سره د اوبو د لګولو په سر لانجه راغله حال دا چې دغه بزګر اوبه خپلې ځمکې ته تړلې وې پرځای د دې چې د هغه بزګرځمکه خړوبه شي د هغه نه وروسته د ملک لمسی خان جان اوبه خپلې ځمکې ته وتړي.
په داسې حال کې چې ویاله ډکه له اوبو روانه ده خو له غریب بزګر سره یې د خولې اچولو عداوت شروع کړو او د بزګر خبروته یې غوږ ونه نیولو او په هغه یې سر د واره ګوزارونه و کړل او هغه یې ځای په ځای ووژلو دلته په کلي کې یو دم شور او غوغا جوړه شوه چې د ملک لمسي خان جان هغه غریب بزګر سرور یې و وژلو کله چې د سرور ښځه او ماشومان له دې غم لړلې پېښې نه خبر شول نو په چیغو او ښېراو یې شروع وکړه او ویل یې چې خدایه دا څه وشو پرموږ ځکه نور څه نه وو ورپاتې او همدا یو پلار یې وو  او نه د ملک سره د دوي زور بر و.
خوبالاخره د کلي نور خلک او د ده همسایه ګان را غونډ شول او د ښخولو لپاره یې د ده تیاری ونیولو چې د هغه جنازه خاوروته وسپاري نو هماغه و چې د سرور جنازه د کلي د خلکو په مرسته او د اسلامي ارکانو په رڼاکې په ډیرښه شان سره خاورو ته وسپارله، خو اخیر دا چې د سرور خیرو، خیرات او فاتحه په خیر سره خلاصه شوه.
د هغه له ښخولو نه شپږ اوو ورځې وروسته ملک راغلو د سرور کلي ته او خلک یې را غونډ کړلو پرځای د دې چې دغه ملک د سرور کورنۍ سره مرسته وکړي او د دې ترڅنګ ډاډ ورکړي او بښخنه ترېنه وغواړي نو سر دوارې خپلو خلکو ته دا وینا وکړه چې ترڅو زه په دې کلي کې ملک یم او په دغه سیمه کې زما ژوند وي د دې نه وروسته هیڅ څوک د دې حق نلري چې زما له کورنۍ سره څوک دا د خولې عداوتونه وکړي ځکه دا به یې حال وي.
نو کله چې خلکو د ملک د خولې دا ناجایزه او بې ځایه وینا د زړه په غوږونو واوریده نو رښتیا خبره وه چې ډېره بده اغیزه یې ورباندې وکړه.
نو هماغه و چې د کلي ټول ولس له ځانه سره دا پریکړه وکړه چې موږ نور زیاتي دا ملک په ملکي نه منو او د دې ملک سره باید داسې یو عمل وکړو چې ترڅو د راتلونکو ملکانو لپاره دا عبرت پاتې شي نو چا ویل چې څه وکړو او څه کول ور سره پکار دي نو هماغه و چې دا پریکړه ټول ولس وکړه چې باید ملک و وژل شي او زامن یې له کاره ګوښه شي او د دې ترڅنګ یې کور وسوزول شي ترڅو خلک له دې جنجال نه خلاص شي نو هماغه و چې د ملک په کور ټول ولس په یو غږ سره حمله وکړه خو ملک له دغې پېښې  نه دوه ساعته مخکې له کوره په تېښته بریالی شوی و د کلي عام وګړو چې کله ملک په کور کې پیدا نکړو نو د هغه ټول کوریې وسوزولو او په خاورو ایرو یې ورته بدل کړلو او خلکو له ځان سره داهم وویل چې باید ملک وڅارل شي چې چېرته دی  او هغه باید ووژل شي .
نو د هغه نه وروسته په کلي کې د ټولو خلکو ترمنځ ډیره ښه د امن او امان او وروي فضا را منځ ته شوه او هرڅوک اوس په خپلو کروندو کې په کارونو مصروفه ، خوشحاله او یوه مړې حلاله روزي خپلواولادونو ته را پیدا کوي.