
ژباړه: حامدالله ستون
ته په دې سبب خپه یې، چې هر هغه سم او ناسم شی دې چې ذهن ته راځي، منې یې. په دې سبب خپه یې، چې له اصلي سرچینې او کره لارښوونو (قرآن او سنت) څخه ګټه نه اخلې. کله چې ته اللهﷻ پیدا کړې، بې ځایه او په ناحقه یې نه یې پیدا کړی او په خپل حال یې نه یې پرې اېښی، بلکې دری اړیکې یې درته ښکاره در پېژندلې دي:
۱. له خالق سره اړیکه: چې هغه اللهﷻ په قرآن کریم کې د خپل حبیب په وسیله درته وضاحت درکړی، چې یوازې د اللهﷻ عبادت وکړه، په هغه توکل ولره. یوازې په ژبه نه، بلکې په ټولو چارو کې په هغه باور لره، چې روزي د هغه په لاس کې ده. غم او خوښي د هغه په لاس کې ده. وېره او تنګ لاسي د هغه په واک کې ده. مرګ او ژوند د هغه په لاس کې دی او دا ټولې چارې په دې سبب دي، چې تا و ازمویي. په داسې حال کې، چې که چېرې دا اړیکي قوي او ټینګې کړې، نو خپګان یعنې څه؟ او که چېرې د روزګار په هوس او هوا کې لاړې، نو آرام او ډاډمن زړه خپل تګلوری بدلوي او هېڅکله دې په لټه پسې نه راځي.
۲. له خپل ځان سره اړیکه: په هماغه ډول، چې انسان اوبو، خوړو، جامو، ځای، مینې، شهوت، د نسل تولید، علم او پرمختګ ته اړتیا لري، نو دا اړتیاوې یوه نظم او طریقې ته ضرورت لري، ترڅو دا اړیکې سالمې او تلپاتې وساتي، چې دا اړیکې هم اللهﷻ د حلالې روزۍ، مشروع واده او داسې لارو څخه ټاکلې دي، چې د هغه د امر خلاف نه وي او کوم ډول احساس یې چې درکړی دی، هغه یې له منځه نه دی وړی، بلکې داسې لاره یې درته ښوولې ده، تر څو د هغه د له منځه وړلو سبب نه، بلکې د هغه د له منځه وړلو څخه د ژغورنې سبب شي او په سمه ښودل شوې لارې او طریقې سره یې منظم کړئ، چې د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ سبب مو شي.
۳. له ټولنې سره اړیکه: د نورو په اړه هم اللهﷻ د نېکو اړیکو غوښتونکی دی. مور او پلار ته درناوی، لویانو ته درناوی، له ګاونډي سره نېکه اړیکه، سیاسي اړیکه، اقتصادي، معاملې، واده، له ټولو مسلمانو وروڼو سره مینه، له کینې، دروغو او خیانت څخه لرېوالی، چې د دنیا او آخرت د بریالیتوب سبب ګرځي.
آیا فکر کوې، چې نېکمرغي په مال او شتمنۍ کې ده؟ غواړم، چې د دې موضوع په اړه ډېر بحث وکړم، ځکه نه یوازې زمونږ د ژوند د تګلوري په ټاکلو کې مهمه او بنسټیزه موضوع ده، بلکې له نېکمرغۍ او له هغه څه څخه چې په نېکمرغۍ پورې اړوندیږي، زمونږ د تصوراتو او انګېرنو په ټاکلو کې ډېره مهمه او اساسي ده. راځئ، چې د نېکمرغۍ اړوند پوښتنې له یو او بل څخه مطرح کړو. آیا نېکمرغي د مال او شتمنۍ په را ټولولو کې نغښتې ده؟ آیا رښتیا دا نېکمرغي ده؟ ډېری خلک دا ډول تصورات لري. هغه ډېر نېکمرغه دی، ځکه په بانکونو کې ډېرې پیسې لري او فلانی ډېر نېکمرغه دی، ځکه په دومره کچه ځمکه او ودانۍ لري. فلانی نېکمرغه دی، ځکه چې فلانی او فلانی شی لري. ډېری خلک دا ډول تصورات په ژبه بیانوي او له هغوی څخه ډېری یې په دې باندې باوري دي او په دې تصور او باور سره خپلو کارونو او فعالیتونو ته دوام ورکوي. زما په نظر نېکمرغي د مال او شتمنۍ په را ټولولو کې نه ده، لکه څنګه چې یوه شاعر ویلي دي: نېکمرغي د مال په را ټولولو کې نه وینم، بلکې نېکمرغه هغه څوک دی، چې تقوا او پرهېزګاري ولري.
زما مسلمان وروره! راځئ د دې موضوع په اړه (یعنې د مال په را ټولولو کې د نېکمرغۍ موضوع) لږ بحث وکړو. ځکه دا موضوع د نېکمرغۍ په خیالاتو او ګمانونو کې تر ټولو مهمه ده. د دې مطلب خلاصه دا ده، چې هر شتمن نېکمرغه نه دی. داسې ډېر شتمن خلک دي، چې سربېره پر دې دنیا په آخرت کې هم په تلپاتې بدبختۍ او توره ورځ کې ژوند کوي، ځکه هغوی یوازې د څو شیانو په وجه ځان ستړی کوي. ۱) د مال په را ټولولو. ۲) د مال په ساتنه او له هغو څخه ګټه اخیستنه. ۳) له مال څخه د لرېوالي او د هغو د له منځه تلو څخه وېره او اندېښنه. ډېر داسې کسان دي، چې په ملیاردو پیسې لري، مګر بیا هم وېریږي او خپه دي. دا وېره او خپګان د څه له پاره دي؟ هغه د دې مال لپاره په وېره کې دی. ویریږي، چې داسې نه، چې یو سیاسي حرکت وشي او یا کوم غل راشي او دا ټول مال له منځه ویوسي. نو په دې اساس هغه په بدبختۍ، وېره، خپګان او غم کې ژوند تېروي او حتی د شپې هم نه ویده کیږي. دا یو ښکاره او تجربه شوی حالت دی، چې تاسو هغه په سترګو وینئ. حتی کله کله یې مال د مرګ او هلاکت سبب ګرځي. څومره شتمن خلک به وي، چې غلا شوي دي، یا د خپلې سوداګرۍ په وجه وژل شوي دي او څومره ډېر شتمن به وي، چې د مال په وجه د هغه له خوندونو څخه محروم وي. ګورئ، چې آرامه او آزاد په لاره نه شي تلای. څنګه چې غواړي، هغسې مسافرۍ ته نه شي تلای. څنګه چې غواړي، هسې نه شي ویده کېدلای. دا ټول یې د مال له وجې دي او څومره ډېر د مال خاوندان به وي، چې مال او شتمني یې په کوم علت له منځه تللې ده او په پایله کې خپل پاتې عمر په توره ورځ او بدبختۍ کې تېروي.
په دې وجه خپه یې، چې باید له هر کار او هر قدم څخه ستا موخه د اللهﷻ رضایت وي او ته په ژبه وايې، چې د اللهﷻ د رضا په خاطر یې کوم، مګر ته شهرت غواړې، قدرت غواړې، غواړې چې مهم و اوسې. ښايي په دې وجه ته نیکي وکړې، چې خلک تا ته خوش اخلاقه وایي او ښايي هڅه وکړې، چې د شهرت، نوم او پیسو څښتن شې او خلک ستا درناوی وکړي. مګر دا ریاکاري او شخصیت پرستي اللهﷻ ستا د اخلاص او اېمان نښه نه بولي او هغه ته د منلو وړ نه دي او د دې ډول انسان زړه یې تور ګرځولی دی او په دنیا او آخرت کې شرمیږي. دا شیان هم لاس ته راوړلی شې، مګر له هغې لارې، چې اللهﷻ غوښتې وي او زړه دې د هغو په مقابل کې د اللهﷻ له یاد څخه غافل نه شي.
لاندې شیان په ځان کې عملي کړه، تر څو خپګانونه دې په خوښیو بدل شي. په لمانځه کې تل خشوع غوره کوه. هماغه خشوع او د زړه تواضع چې له تعظیم، وقار او حیاء سره یو ځای وي، نو زړونه متواضع شي. وېره، محبت، حیا او د ذهن حضور او د اللهﷻ د بې پایه نعمتونو شکر ویستل، نو همدغه ځای دی، چې زړه پرته له واکه خاشع او نرمیږي. مګر په خشوع کې تظاهر هغه دی، چې انسان خپل اندامونه په تصنعي او ظاهري ډول نرم کړي، مګر زړه یې غافل وي او د رسواللهﷺ اصحابو به ویل:اعوذ بالله من خشوع انفاق.
و ویل شول، د نفاق خشوع څه ده؟ ویې ویل، هغه ده، چې بدن نرم او زړه غافل وي. د خدای نرم بنده هغه کس دی، چې د خپل شهوت اور یې مړ کړی وي او له زړه څخه یې د هغه شهوت لوګي وتلي وي. نو زړه یې صاف شي او د اللهﷻ د عظمت نور یې په زړه کې ځلیږي او له هغه څخه وېره او په وړاندې یې خشوع شهوتونه له منځه وړي. د بدن غړي د آرامۍ احساس کوي. زړه له آرامۍ او سکون څخه ډک شي او امر منونکی او مطیع به شي او په هماغه ډول چې په ځمکه کې اوبه نفوذ کوي، په بشپړ ډول تسلمیږي او د آرامۍ نښه دا ده، چې د اللهﷻ د عظمت لپاره په داسې خوارۍ سره سجده کوي، چې سر نه را پورته کوي. ترڅو چې د اللهﷻ ملاقات ته لاړ نه شي، سر نه را پورته کوي، دا خشولې خپه یم؟
ته په دې سبب خپه یې، چې هر هغه سم او ناسم شی دې چې ذهن ته راځي، منې یې. په دې سبب خپه یې، چې له اصلي سرچینې او کره لارښوونو (قرآن او سنت) څخه ګټه نه اخلې. کله چې ته اللهﷻ پیدا کړې، بې ځایه او په ناحقه یې نه یې پیدا کړی او په خپل حال یې نه یې پرې اېښی، بلکې دری اړیکې یې درته ښکاره در پېژندلې دي:
۱. له خالق سره اړیکه: چې هغه اللهﷻ په قرآن کریم کې د خپل حبیب په وسیله درته وضاحت درکړی، چې یوازې د اللهﷻ عبادت وکړه، په هغه توکل ولره. یوازې په ژبه نه، بلکې په ټولو چارو کې په هغه باور لره، چې روزي د هغه په لاس کې ده. غم او خوښي د هغه په لاس کې ده. وېره او تنګ لاسي د هغه په واک کې ده. مرګ او ژوند د هغه په لاس کې دی او دا ټولې چارې په دې سبب دي، چې تا و ازمویي. په داسې حال کې، چې که چېرې دا اړیکي قوي او ټینګې کړې، نو خپګان یعنې څه؟ او که چېرې د روزګار په هوس او هوا کې لاړې، نو آرام او ډاډمن زړه خپل تګلوری بدلوي او هېڅکله دې په لټه پسې نه راځي.
۲. له خپل ځان سره اړیکه: په هماغه ډول، چې انسان اوبو، خوړو، جامو، ځای، مینې، شهوت، د نسل تولید، علم او پرمختګ ته اړتیا لري، نو دا اړتیاوې یوه نظم او طریقې ته ضرورت لري، ترڅو دا اړیکې سالمې او تلپاتې وساتي، چې دا اړیکې هم اللهﷻ د حلالې روزۍ، مشروع واده او داسې لارو څخه ټاکلې دي، چې د هغه د امر خلاف نه وي او کوم ډول احساس یې چې درکړی دی، هغه یې له منځه نه دی وړی، بلکې داسې لاره یې درته ښوولې ده، تر څو د هغه د له منځه وړلو سبب نه، بلکې د هغه د له منځه وړلو څخه د ژغورنې سبب شي او په سمه ښودل شوې لارې او طریقې سره یې منظم کړئ، چې د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ سبب مو شي.
۳. له ټولنې سره اړیکه: د نورو په اړه هم اللهﷻ د نېکو اړیکو غوښتونکی دی. مور او پلار ته درناوی، لویانو ته درناوی، له ګاونډي سره نېکه اړیکه، سیاسي اړیکه، اقتصادي، معاملې، واده، له ټولو مسلمانو وروڼو سره مینه، له کینې، دروغو او خیانت څخه لرېوالی، چې د دنیا او آخرت د بریالیتوب سبب ګرځي.
آیا فکر کوې، چې نېکمرغي په مال او شتمنۍ کې ده؟ غواړم، چې د دې موضوع په اړه ډېر بحث وکړم، ځکه نه یوازې زمونږ د ژوند د تګلوري په ټاکلو کې مهمه او بنسټیزه موضوع ده، بلکې له نېکمرغۍ او له هغه څه څخه چې په نېکمرغۍ پورې اړوندیږي، زمونږ د تصوراتو او انګېرنو په ټاکلو کې ډېره مهمه او اساسي ده. راځئ، چې د نېکمرغۍ اړوند پوښتنې له یو او بل څخه مطرح کړو. آیا نېکمرغي د مال او شتمنۍ په را ټولولو کې نغښتې ده؟ آیا رښتیا دا نېکمرغي ده؟ ډېری خلک دا ډول تصورات لري. هغه ډېر نېکمرغه دی، ځکه په بانکونو کې ډېرې پیسې لري او فلانی ډېر نېکمرغه دی، ځکه په دومره کچه ځمکه او ودانۍ لري. فلانی نېکمرغه دی، ځکه چې فلانی او فلانی شی لري. ډېری خلک دا ډول تصورات په ژبه بیانوي او له هغوی څخه ډېری یې په دې باندې باوري دي او په دې تصور او باور سره خپلو کارونو او فعالیتونو ته دوام ورکوي. زما په نظر نېکمرغي د مال او شتمنۍ په را ټولولو کې نه ده، لکه څنګه چې یوه شاعر ویلي دي: نېکمرغي د مال په را ټولولو کې نه وینم، بلکې نېکمرغه هغه څوک دی، چې تقوا او پرهېزګاري ولري.
زما مسلمان وروره! راځئ د دې موضوع په اړه (یعنې د مال په را ټولولو کې د نېکمرغۍ موضوع) لږ بحث وکړو. ځکه دا موضوع د نېکمرغۍ په خیالاتو او ګمانونو کې تر ټولو مهمه ده. د دې مطلب خلاصه دا ده، چې هر شتمن نېکمرغه نه دی. داسې ډېر شتمن خلک دي، چې سربېره پر دې دنیا په آخرت کې هم په تلپاتې بدبختۍ او توره ورځ کې ژوند کوي، ځکه هغوی یوازې د څو شیانو په وجه ځان ستړی کوي. ۱) د مال په را ټولولو. ۲) د مال په ساتنه او له هغو څخه ګټه اخیستنه. ۳) له مال څخه د لرېوالي او د هغو د له منځه تلو څخه وېره او اندېښنه. ډېر داسې کسان دي، چې په ملیاردو پیسې لري، مګر بیا هم وېریږي او خپه دي. دا وېره او خپګان د څه له پاره دي؟ هغه د دې مال لپاره په وېره کې دی. ویریږي، چې داسې نه، چې یو سیاسي حرکت وشي او یا کوم غل راشي او دا ټول مال له منځه ویوسي. نو په دې اساس هغه په بدبختۍ، وېره، خپګان او غم کې ژوند تېروي او حتی د شپې هم نه ویده کیږي. دا یو ښکاره او تجربه شوی حالت دی، چې تاسو هغه په سترګو وینئ. حتی کله کله یې مال د مرګ او هلاکت سبب ګرځي. څومره شتمن خلک به وي، چې غلا شوي دي، یا د خپلې سوداګرۍ په وجه وژل شوي دي او څومره ډېر شتمن به وي، چې د مال په وجه د هغه له خوندونو څخه محروم وي. ګورئ، چې آرامه او آزاد په لاره نه شي تلای. څنګه چې غواړي، هغسې مسافرۍ ته نه شي تلای. څنګه چې غواړي، هسې نه شي ویده کېدلای. دا ټول یې د مال له وجې دي او څومره ډېر د مال خاوندان به وي، چې مال او شتمني یې په کوم علت له منځه تللې ده او په پایله کې خپل پاتې عمر په توره ورځ او بدبختۍ کې تېروي.
په دې وجه خپله یې، چې باید له هر کار او هر قدم څخه ستا موخه د اللهﷻ رضایت وي او ته په ژبه وايې، چې د اللهﷻ د رضا په خاطر یې کوم، مګر ته شهرت غواړې، قدرت غواړې، غواړې چې مهم و اوسې. ښايي په دې وجه ته نیکي وکړې، چې خلک تا ته خوش اخلاقه وایي او ښايي هڅه وکړې، چې د شهرت، نوم او پیسو څښتن شې او خلک ستا درناوی وکړي. مګر دا ریاکاري او شخصیت پرستي اللهﷻ ستا د اخلاص او اېمان نښه نه بولي او هغه ته د منلو وړ نه دي او د انسان زړه یې تور ګرځولی دی او په دنیا او آخرت کې شرمیږي. دا شیان هم لاس ته راوړی شې، مګر له هغې لارې، چې اللهﷻ غوښتې وي او زړه دې د هغو په مقابل کې د اللهﷻ له یاد څخه غافل نه شي.
لاندې شیان په ځان کې عملي کړه، تر څو خپګانونه دې په خوښیو بدل شي. په لمانځه کې تل خشوع غوره کوه. هماغه خشوع او د زړه تواضع چې له تعظیم، وقار او حیاء سره یو ځای وي، نو زړونه نرمیږي. وېره، محبت، حیا او د ذهن حضور او د اللهﷻ د بې پایه نعمتونو شکر ویستل، نو همدغه ځای دی، چې زړه پرته له واکه خاشع او نرمیږي. مګر په خشوع کې تظاهر هغه دی، چې انسان خپل اندامونه په تصنعي او ظاهري ډول نرم کړي، مګر زړه یې غافل وي او د رسواللهﷺ اصحابو به ویل:اعوذ بالله من خشوع انفاق.
و ویل شول، د نفاق خشوه څه ده؟ ویې ویل، هغه ده، چې بدن نرم او زړه غافل وي. د خدای نرم بنده هغه کس دی، چې د خپل شهوت اور یې مړ کړی وي او له زړه څخه یې د هغه شهوت لوګي وتلي وي. نو زړه یې صاف شي او د اللهﷻ د عظمت نور یې په زړه کې ځلیږي او له هغه څخه وېره او په وړاندې یې خشوع شهوتونه له منځه وړي. د بدن غړي د آرامۍ احساس کوي. زړه له آرامۍ او سکون څخه ډک شي او امر منونکی او مطیع به شي او په هماغه ډول چې په ځکه کې چې اوبه نفوذ کوي، په بشپړ ډول تسلمیږي او د آرامۍ نښه دا ده، چې د اللهﷻ د عظمت لپاره په داسې خوارۍ سره سجده کوي، چې سر نه را پورته کوي. ترڅو چې د اللهﷻ ملاقات ته لاړ نه شي، سر نه را پورته کوي، د خشوع او تواضع معنی دا ده.
مګر په خشوع کې تظاهر او ځان په مړو اچول داسې حالت دی، چې یو څوک خپل اندامونه په ښکاره ډېر نرم کړي او ریا کاري کوي. دا ډول کسان په ښکاره ښکلي، مجهز او متواضع مګر باطن یې وران او په شهوت باندې ژوندی وي. دا ډول کسان په ښکاره متواضع وي، مګر په د ننه کې یې لوی لوی لړمان او ماران ژوند کوي، چې د یوې مناسبې موقع په لټه کې دي. په لمانځه کې تواضع هغه وخت حاصلیږي، چې انسان خپل زړه بوخت کړي او هغه ته په نورو شیانو باندې ترجیح ورکړي. په داسې حالت کې ده، چې د آرامۍ او سکون احساس کوي او سترګې یې روښانه کیږي. په هماغه ډول لکه چې ستر پیغمبر ﷺ ویلي دي: وجعلت قرة عینی فی الصلاة.
ژباړه: زما د سترګو نور په لمانځه کې دی.
اللهﷻ په قرآنکریم کې خاشع او متواضع نارینه او ښځې ستایلې دي او تواضع یې د نېکو کارانو صفت ګڼلی دی او د هغوی لپاره یې مغفرت او لوی اجر چمتو کړی دی.