
ښځې کله هم له خاوند څخه د مینې خبره نه وه اورېدلې. خاوند یې بزګر و. تل به پر موټرسیکل ګرځېده او له همدې څخه به یې د ځینې وسایلو د انتقال لپاره کار اخیسته. یوه ورځ ښځه ناروغه شوه. هغه په لومړي ځل خپله مېرمن پر موټرسیکل سپره کړه. ښځه په ډېر احتیاط پورته شوه. هغه شرمېده او نه پوهېده، چې لاسونه یې چېرې ونیسي. په همدې وخت کې یې خاوند ورته و ویل: ما په غېږ کې ونیسه!
ښځې وپوښتل: څه؟
سړي جمله تکرار کړه: ما په غېږ کې ونیسه!
ښځې چې د دویم ځل لپاره له سړي څخه هماغه جمله واورېده، باور یې نه کېده او رنګ یې سور واوښت. په شرمناک انداز یې تر ملا لاسونه ور تاو کړل او کرار کرار یې مخ په اوښکو لوند شو.
نیمايي لارې ته رسېدلي وو، چې ښځې له سړي څخه وغوښتل، څو بېرته د کور خوا ته را وګرځي. هغه په حیرانۍ وپوښتل: ولې؟ خو اوس روغتون ته نږدې شوي یو!
ښځې و ویل: اړتیا نشته. اوس روغه شوم، سر مې هم درد نه کوي.
سړي یې مېرمن کور ته ورسوله؛ مګر کله یې هم دې ته فکر ونه کړ، چې هماغې ساده جملې یې (ما په غېږ کې ونیسه) د مېرمنې په زړه کې څومره د نېکمرغۍ او خوښۍ احساس را ولاړ کړی و، چې په ډېر لنډ مزله کې یې د هغې ناروغي له منځه وړې وه.