بوډا!

بوډا سهار وختي له کوره بهر شو. په لاره کې یې له یوه موټر سره ټکر وکړ او زخمي شو. شاوخوا خلک پرې راټول شول او نږدې روغتون ته یې ورساوه.

ډاکټرانو د بوډا لومړني ټپونه وتړل او ورته یې و ویل: تاسو باید التراساونډ معاینات وکړئ، ځکه کېدای شي، چې د بدن ځینې ژور او حساس ځایونو ته مو صدمه رسېدلې وي.

بوډا اندېښمن شو او ویې ویل، چې بیړه لرم او اضافي معایناتو ته اړتیا نشه.

ډاکټرانو یې د بیړې دلیل ترې وپوښت. هغه و ویل: مېرمن مې په الډرلي رېسټ هوم (د بوډاګانو د پالنې مرکز) کې ده. هر سهار هلته ځم او د سهار چای له هغې سره څښم.
ډاکټر و ویل: اندېښنه مه کوه. مونږ هغې ته خبر ورکوو.
بوډا په خپه لهجه و ویل: هغه الزایمر ناروغي لري. هېڅ شي ته هم پام نه کوي؛ حتی ما هم نه پېژني.

ډاکټر په حیرت و ویل: هغه چې په دې نه پوهیږي، چې تاسو څوک یاست، نو بیا ولې هر سهار هغې ته د چایو لپاره ورځئ؟

بوډا په ژړغوني اواز و ویل: مګر زه پوهېږم، چې هغه څوک ده!