د پاکستان منځ ته راتګ د اسلام قوت که کمزورتیا؟


د تاریخ پاڼی په ځان کی لري چی د سهیلی آسیا په ښیرازه ښکلی جغرافیا کی مسلمانان د پیړیو پیړیو لپاره واک په لاس وو. افغانانو هم په همدی خاوره کی د پنځو پیړیو لپاره حکومت کړی دی ٬د هند انقلاب هم د افغانانو د فکر نه متاثره په لاره واچول شو. لوی سیدجمال الدین افغان د هند د ازادی لپاره د مسلمانانو او هندوانو د یوځای کیدلو لپاره عملی طرحه وړاندی کړی وه ٬ چی د همدی طرحی نه په ګټه اخیستلو ګاندی او د هغه ملګرو د هند د انقلاب پاڅون ته مسلمانانو ته په خطاب کی د حسن او حسین د مبارزی نوم ورکړ. او د مسلمانانو او هندوانو د اتحاد لپاره یی یوه هفته روژه ونیوله٬خو ٬ابوالکلام آزاد او داسی نورو شخصیتو نه غوښتل چی د هند د براعظم ګی جغرافیا دی چی تل په کی مسلمانانو حکومت کاوه په دریو بیلا بیلو دولتونو وویشل شی. هغه ځکه چی د جغرافیا وسعت د هیوادونو په قدرت کی اړین رول لري. ابوالکلام آزاد د نوموړی جغرافیا ویش د اسلامی واک راپرځول ګڼل.
ابوکلام آزاد محمد علی جناح ته د پاکستان د منځ ته راتګ په باره کی ویلی وو چی ښاغلی محمد علی جناح ! تا ته د خدای په خاوره کی د پاکی او ناپاکی خاوری د ویش حق چا درکړ.
د خدای ج ځمکه چی هرځای وی لمونځ کول پری روا دي. محمد علی جناح د پاکستان د منځ ته راتګ لپاره د هماغی جغرافیی خلک خوشحاله کړل.خو خپل الهی مسولیت ته متوجه نه وو ٬ چی د پاکستان بیلیدل به د هندوانو د ظهور او د هغی جغرافیی په کمزوری کیدلو تمام شی ٬ چیری چی د اسلامی افکارو زانګو د یو قوی اسلامی دولت د رامنځ ته کولو لپاره فکرونه روزل. جناح د مسلمانانو د جغرافیی واک د هندو مذهب واکدارانو ته وسپاره چی نن هم د هند مذهبی ګوند د هند د جغرافیی واکداری کوي.
اکثره تاریخ پوهان پدی باور دی چی د هند د جغرافیی ویش د انګلیسانو د پلان تر ټولو مهمه برخه وه هغوی نه غوښتل چی د هند جغرافیا دی د مسلمانی مفکوری پر اساس اداره شی. هغوی غوښتل هندوان د مسلمانانو له قدرته خلاص کړی او هندوانو ته بیل دولت ور په برخه کړی.همدارنګه د لویدیځ د هغه وخت سرلښکر هیواد انګلیس ویره درلوده ٬ په جنوبی آسیا کی د ځواکمن اسلامی هیواد شتون د دوی د هر ډول ګټو مخه ډب کولای شي. د دی لپاره چی خپلی اوږد مهالی برنامی په سهیلی آسیا کی عملی کړی٬ دوی ته د پاکستان راتګ یوازینی آپشن وو. چی د پاکستان په منځ ته راتګ انګلیس ته د هغوی ته هغه څه ثابت شو کوم چی انګلیسانو د پاکستان د منځ ته راتګ لپاره ټاکلی وو٬ چی لا تر اوسه د پاکستان د حاکمانو پیران د انګلستان واکداران دي.
انګلیسانو د مسلمانانو هغه خوب چی په جنوبی آسیا کی یی د قوی اسلامی دولت د له منځه وړلو لپاره درلود د پاکستان په راتګ خاوری ایری کړ. نن پخوانی سوله ایزه جنوبی آسیا د نړی تر ټولو جنجالمنه سیمه ګرځي ٬ چی دلیل یی د انګلیس امپراطوری بی پری ویشونه ګڼلای شو.
که پاکستان منځ ته نه وای راغلی ٬ نن به زموږ هیواد د اوسنیو ستونزو سره لاس او ګریوان نه وو ځکه د افغانستان د اوسنیو جنجالونو یو طرف یی همدغه هیواد تشکیلوي. نن به زموږ په څنګ کی ځواکمن هند چی په اسلامی مفکوری به یی چاری اداره کیدلی زموږ سوله ایز ګاونډی وو. د ځواکمن اسلامی هند جغرافیا د اسلام دین او همدارنګه د جنوبی آسیا د لا پرمختګ سبب کیدلای شوه. خو برعکس پاکستان څنګه چی د اسلامی مفکوری اساس یی د منځ ته راتګ دلیل دی ٬ د همدغه دلیل په ثابتولو کی ټولو ته ښکاره معلومه ده چی پاتی راغلی.
کله چی په مکتب کی شاګرد وم استاد به می راته ویل چی پاکستان او اسرایل دواړه په یوه کال د یوه هدف لپاره د یوه هیواد د پلان پر اساس منځ ته راغلل. استاد به می راته ویل چی پاکستان دوه اټمی بمونه لري چی لمړی یی د پاکستان دولتي تروریزم او دوهم یی د هغوی رښتینی اټمی بمب دی. هغه به زیاته کړه چی اسرایل په ښکاره د مسلمانانو دښمن دی خو پاکستان د اسلام په جامه کی هغه زهرجن مار دی چی د اسلام په ممبر ناست سړی هم بی چیچلو نه پریږدي.
د علامه اقبال هغه شعر را په یاد شو چی په دری ژبه یی ویلی
آســیا یک پیکر آب و گل است
مـــــــلت افغان در آن پیکر دل است
ګــــشاد او ګشاد آســـــــــــــــیا
فــــــــــــــــــساد او فساد آســـــــــــیا
خو زه نه پوهیږم د دوی د دولت موسسین د افغانستان د موقیعت او خلکو باره کی دومره ښه نظر درلود ٬ لیکن د هغوی نه پاتی خلک د خپلو رهبرانو نظریاتو ته هم احترام نه کوي کوم چا چی پاکستان ورته رامنځ ته کړ، او افغانستان یی د خپلو دوه مخو پالیسیو محور وګرځاوو.

حکمت الله رښتین آزاد لیکوال دی ٬کولای شئ په لاندی بریښنالیک ورسره اړیکه ټینګه کړئ.
Hekmatullahrishtin1@gmail.com