
مولوي زین الله حقمل
هره جګړه د يوې خاصې انګيزې پر مټ پر مخ وړل کيږي په اسلامي نړۍ کې د جګړې لپاره جهاد او بیا دا کلیمه د يو اسلامي اصل په توګه ډيره د ارزښت وړ ده او د همدې کلیمې ديني سپيڅلتیا ته په کتو سره لیدل کيږي چې مسلمانان او خصوصا اسلامي ډلې په ځینو مواردو کې خپلو موخو ته رسيدلي دي.
طالبان چې په اوس وخت کې د حکومت او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې يوازنۍ جنګيدونکې ډله ده خپلې روانې نښتې ته يي اسلامی نوم ورکړی وو او تر همدې نامه لاندې يي انتحار، وژلو، حلالولو،تباهۍ او بربادۍ ته مشروعيت ورکاوو خو له کله چې دوی په لومړي وار په خپل منځ کې پټې او ښکاره هدفي وژنې پيل کړې، خلک پوی شل چې دوی د افغانستان بیخ بینايي برخه او آساسات له منځه وړي، هر مشر يي په پاکستان کې وژل کيږي او بل ټاکل کيږي نو يي لیکې هم متزلزلې شوې او له دیني پلوه يي روانه مبارزه يوډول تر پوښتنې لاندې راغله ان تر دې چې د دوی په لیکو کې ولاړ ملارسول طالبان د پاکستان لاسپوڅي وژل شوی مشر اخترمنصور يي د نشه يي توکو قاچاقبر او نوی ټاکل شوی مشر هبت الله يي د مرګونو فتوا ورکونکو او له دينه بې خبره قاضي ونوماوو.
د سعودي د مکې مکرمې د امام وروستۍ څرګندونې چې د داعش او مشخص د طالبانو په اړه يي په مسولانه ډول کړي دي او دوی يي د اسلام په نوم داسلام دښمنان بللي دي ترې جوتيدای شي چې دلته نوره روانه جګړه هيڅکله جهاد نشي کيدای ځکه کله چې د اسلامي نړۍ وتلي علما په دې اړه خولو خلاصوي او د اسلامي هیوادونو په منځ کې له شته ستونزو پرده پورته کوي ویلی شو چې دلته هره روانه جګړه چې مسلمه امتونه په نښه کوي پردۍ ده او د جهاد د فریضي تر نوم لاندې دوام يي مسلمه امت ته په شاتو کې د زهرو ورکړې ته ورته دی.
د طالبانو د روانې نښتې د مشروعيت ستونزه:
۱ـ جهاد نه یوازې د يوې خاورې بلکه هلته د ميشتو ولسونو د ساتنې په خاطر وي خو موږ وينو چې طالب دلته هره ورځ له ملکي ماموره بیا تر بې ګناه وګړي پوري په نښه کوي په هيڅ لرې پرته سیمه کې شخصي يا فردي خوندیتوب نشته، خپل سرې محکمې،د خلکو بې عزته کول، تښتول، خبرداری ورکول، وژل،له کورونو را ويستل،پخوانۍ غچ اخيستنې او دې ته ورنه نورې کړنې يي په کلیو کې هغه ثبوتونه دي چې ټولو ته روښانه دي.
۲ـ جهادي الهي فريضه ده: خو طالبان تل له دې فريضي په ګټه اخيستو د امتیاز په لټه کې دي دا چې دوی خپل مشر ملاعمر ولې و واژه، منصور ته د افسانوي وژنې موکه څنګه برابره شوه، په زابل کې منصوردادالله ولې له سلګونو نورو طالبانو سره وژل کيږي دا په خپله هغه پوښتنې دي چې ځواب غواړي خو دوی به يي شونې ده منطقي ځواب ونشي لرلی ځکه د منصور تر ده مخکني ورور دادالله له همدې امارته ځان قربان کړ، منصور په خپله هم ځان د امارت پلوي باله، ملارسول د همدې امارت يو څوک وو، سيد طيب آغا د همدې شته امارت د یو ديپلومات په ډول په قطر کې د دوی د سياسي دفتر استازولي کوله.
۳ـ جهاد او د نشه يي تو قاچاق: طالبان تل ډيری مالي ستونزې د نشه يي توکو د قاچاق، سړي تښتونې،نارسمي چندو، استخباراتي بسپنو او.. په مرسته کوي حال دا چې له هرې ناروا لارې کيدونکې نښتې ته جهاد نه شي ويل کيدای بلکه جهاد باید د تمويل ولسي سرچینه ولري او که دا هم نه وي بهرنۍ سرچينه باید ولس ته د منلو وي، که طالب نن له روسانو مرسته روا بولي پرون يي ولې پرې افغانان وژل، که طالبان نن له ایران سره دوستي غواړي ولې يي د خپلې واکمنۍ پر مهال په بلخ کې د ایران ديپلوماتان و وژل همداسې يي مذهبي ستونزې،شيعه ایزم او وهابیت هم پسې در واخلی.
دا چې د طالبانو د روانې نښتې مشروعيت له پوښتنې سره مخ شوی دی د دوی په منځ کې يي هم ستونزې ډيرې کړي دي ډيری سيمه ایز طالب مشران چې په افغانستان کې د حکومت پر ضد جګړه کوي له روحياتو يي داسې ښکاري چې دوی په روانه نښته پيښمانه دي خو دا چې ځينې مجبوریتونه لري، کلیوالي او سیمه ایزې بدۍ ور له غاړې شوي، کورنۍ يي په پاکستان کې برمته دي، خپلوان يي ځورولي، لاسونه يي د خلکو په وينو سره دي.... نو اړ دي چې نښته وکړي البته دې نښتې ته هم اسلامي نوم ورکول په خپله د پوښتنې وړ ده ځکه طالب ته اوس نښته فریضه نه بلکه مجبوریت دی که دی نښته ونکړي نو آیا کلیوال، سیمه او چم يي پريږدي.
ددې تر څنګ د جګړې نه مشروعيت پر طالبانو باندنۍ مالي سرچينې خصوصا د عربی نړۍ بې شماره مرستې هم بندې کړي دي همدا لامل دی چې منصور ان تر ایران، روسيي او چين پورې هم ورسید څو د نښتې د دوام لپاره مالي سرچينې پیدا کړي دوی په لومړي سر کې له داعش سره تر سختو او خونړيو نښتو وروسته همدا ثابتول غوښتل چې دوی کولای شي داعش مات کړي دوی له داعش سره ايډيالوژيکه ستونزه ګمان نکوم که يي ولري ځکه په وحشت کې دواړه يو شانې دي يوازې يوه خبره پکې توپیر لري چې داعش دنيا غواړي او طالبان بیا افغانستان خو په ټول کې د انسان وژنې، وحشت او دحشت په خورولو کې که يو بل څخه مخکې نه وي وروسته هم نه دي.
په پيښور کې طالبانو ته ځينې نيږدې سرچينې وايي چې د ۱۳۹۵ کال د غويي په ۱۴ نيټه ددې ډلې ډيری مشرانو چې وتلي هغه پکې وو د پيښور ښار د قاري صلاح الدين په مدرسه کې بيړنۍ ناسته کړې چې ځينې عرب شیخان هم ورته رابلل شوي وو او له دوی غوښتنه شوې وه څوله طالبانو سره مالي مرستې وکړي خو دا وارې په ناسته کې عرب شیخانو طالبانو ته نه د مرستې د ورکړې ژمنه ورکړې او نه يي سپين چکونه ورکړي دي بلکه ويلي يي دي چې خدای مهربان دی ستونزې به حل شي حال دا چې تر دې مخکې طالب مشرانو داسې نه ويل بلکه سپين چکونه او د پیسو خلطې به ورسره وي دلته دوه خبرې دي يا خو داده چې عربی نړۍ له روسيي او ایران سره د طالبانو پر نوې يارانه خوشاله نه ده، يا دا چې طالبان ولې د داعش پر ضد دريدلي دي او يا هم تر ډيره نور عربی نړۍ هم پوی شوې چې طالبان د جهاد نه بلکه شخصي ګټو وټو په خاطر د اسلام په نوم مبارزه کوي.
دا چې عربي علما یي پر ضد غږ پورته کوي، په افغانستان کې يي پر ضد کرکه ډيره شوې، لومړی وار دی چې طالبان عملا ملکي وګړي او بي ګناه کسان برمته کوي، په وحشي ډول سره وژنې کوي او يا پټ او ښکاره خلک ګواښي له دې پته لګيدای شي چې د طالبانو د روانې نښتې مشروعيت تر سختې پوښتنې لاندې راغلی دی.
طالبانو ته نيږدې سرچينې چې ډير وخت کيږي معاشونه يي نه دي ورکول شوي وايي چې تر دې مخکې به دوی ته منظم د ولايتونو په کچه پيسې ورکول کيدې او د نظامي لګښتونو تر څنګ يي معاشات، شخصي لګښتونه،د تيلو او موټرو د ترميم پيسې او د مهماتو د اخيستو لپاره ټاکل شوې پيسې په منظم ډول تر لاسه کولې خو اوس اوس يي حتی معاشونه نه دي ورکول شوي او يوازې تیره اونۍ په شمالي ولايتونو کې ډير و کمو کسانو ته معاشونه ورکول شوي دي او نور يي ډيرې برخې همداسې په فلج حالت کې دي.
د طالبانو دا مالي ستونزې دومره جدي شوي دي چې په بدخشان کې يي د کال اته سوه لکه پاکستانۍ کلدارۍ لګښت اوس اتيا لکو پاکستاني کلدارو ته را ټيټ شوی دی او په پوره يو کال کې ورته ايله بیله اتيا لکه کلدارې ورکول شوي دي همداسې په بلخ کې د طالبانو فرهنګي کميسيون چې تبلیغاتي چارې پر مخ وړي ايله بیله نهه لکه کلدارې ترلاسه کړي دي دا چې پرطالبانو مالي سرچينې دومره را کمې شوي دي نو سیمه ایز مشران يي باید پوی شي چې نور طالباني مشروعيت تر پوښتنې لاندې راغلی دی او ښه لاربه دا وي چې دوی د سولې خبرې پیل کړي او له وحشتونو ور هاخوا عملا په افغانستان کې د سياست لاره غوره کړي ځکه کله چې دوی په تیرو ۱۵ کلونو کې د ډيرو پيسو او انګيزې په شتون کې روانه نښته ونشوای ګټلای اوس يي په ناقصو دلايلو نشي ګټلی.
خو بله ستره ستونزه چې د طالبانو يو وتلی قومندان يي یادوي هغه د دوی په منځ کې خپل منځي ستونزې، پر پاکستان د امریکې ډير فشار، له چین سره د طالبانو د اړيکو خرابتیا او د طالبانو په منځ کې د افغاني او ازبکستاني طالبانو تر منځ سخت درز دی چې برنيو لاملونو پر دوی مالي سرچينې وچيدو ته نيږدې کړي دي.
ويل کیږي له کومې ورځې چې طالبانو پر کندز خپله کړۍ را تنګه کړې وه ډيری مالي لګښتونه يي ازبک جنګياليو ورکول خو کله چې په کندز کې د طالب مشر ملاجنت ګل د جنګي پلان په لړ کې یو زیات شمېر ازبک وسله وال و وژل شول او د جنت ګل کسانو د مولوي يعقوب نومي کس سره د یوتن بهرني تر تيښتې وروسته شخړه وکړه نو ازبک وسله والو چې شونې ده بهرنۍ مرستې هم ورسره ډيرې کيدې خپل ځانونه له کندز څخه ټول کړي دي او ټول ټال له خپلو کسانو سره يي تخار او بدخشان ته مخه کړې او له همدې امله د طالبانو خوځښتونه په کندز کې د هرې ورځې په تيریدو سره ټکني شوي دي.
همداسې د طالبانو په منځ کې قومي ستونزې هم بله برخه ده چې دوی يي له يو بله لرې کړي دي له دې سره سره چې د منصور په وخت کې نوموړي کوښښ وکړ په پوځي کميسيون يو تن تاجک،ازبک او يو هزاره ور ګډ کړي څو ددې ستونزو مخنیوی وشي خو په شمال کې دا درز دومره ډير شوی دی چې د جنت ګل او مولوي یعقوب کسانو کړې نښتې ته قومي بڼه ورکړې.
اوس نو نامشروع نښته، نامشروع او له انساني اصولو ور هاخوا وحشتونه، هره ورځ مالي ناورين،د مشرانو پټې او ښکاره هدفي وژنو طالبان له يوې پیاوړې ډلې يوې متزلزلې، انشعابي، پناه کیدونکې او له منځه تلونکې ډلې ته ور نيږدې کړې، دا مهمه نه ده چې په ځینو سيمو کې د طالبانو پرمختګونه دې د انديښنې وړوي مهمه داده چې دوی څومره ددې جنګونو د پر مخ بیولو وس لري ځکه که اوس افغانستان په عام ډول وګورو له هلمند، بغلان او د کندز او بدخشان له ځينو سیمو پرته طالبان ډير کم نښتې ته زړه ښه کوي خو برعکس بیا د انسان برمته کولو، ګواښلو،په زوره د عشر او زکات په نوم د پيسو را ټولولو لړۍ يي په ټول هیواد کې روانه کړې.
وماعلینا الی البلاغ