
لیکوال:مولوي زین الله حقمل
طالبان له انشعاب، يو بل وژنې، څو مشرانو او څو قومندانانو څخه سخت رنځ وړي له همدې امله خو يي په لیکو کې نامنظموالی ډير شوی دی او له هرې خبرې سره يي ګواښ او مرګ تړلی وي خو نن سبا د دوی هدفي وژنې او خپل منځي نښتې هم بله ستونزه ده چې د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډيریدو شوې.
د طالبانو مشر ملامحمدعمر ويل کیدل چې د تور زیړي په ناروغۍ اخته وو او پښتورګي يي ختم شوي وو او مړ شوی دی خو وروسته روښانه شوه چې مړ نه بلکه وژل شوی دی اوس اوس دوه نور مهم طالب قومندان يو يي ندانديم او بل هم عبدالله ګل رايان دی چې وژل شوي دي خو د يو وژل کيدل او د يو بل مړينه تاييد شوې له دوی سره جوخت يو بل ډير مهم سړی مولوي ابراهیم هم تير ماښام د کوهاټ په ټانګ سیمه کې مړ موندل شوی دی.
عبدالله ګل رايان چې په کوټه کې د يوې پوځي مدرسې مشر وو، په کوټه کې يي د يوې داسې ديني مدرسې مشري کوله چې تر ډيره به يي وسله والو ته د مدرسې او دين په نوم سرباز ګیری کوله او د ډيرو شته طالب مشرانو استاد يا هم سلاکار پاتې شوی وو نو د امارت په د ننه کې له ډيرو ناويلو خبرو خبر وو خو په وروستیو کې کله چې د ملاعمر د مرګ او وژل کيدو خبره رسنیزه شوه دې سړي هم له شته خپل سري مشر ملااخترمحمد منصور سره اړيکې پرې کړې وې او د درملنې په پلمه يي کوټه پريښې وه او په پيښور کې اوسيده ان تر دې چې ويل کيدل پټ او ښکاره به اړ ويستل کيده چې کوټې ته ولاړ شي خو ده به په يوه او بله پلمه ځان خلاصاوو او يو ډول يوې موکې ته په تمه وو.
په پيښور کې د درملنې په پلمه د رايان پاتې کيدل او بیا يي د سرطان په ناروغۍ د مرګ آوازه هغه وخت خوره شوه چې په کوهاټ کې دوه ورځې مخکې يو بل مهم طالب مشر مولوي محمد ابراهیم چې د بغلان د مرکزي بغلان اوسیدونکی وو او په وروستیو نښتو کې يي هم لاس درلود لومړی وتښتول شو او تیره شپه يي مړۍ پیدا شو، د رايان او ابراهیم مرګ له یو بل سره ځينې تړاوونه لري ځکه ابراهیم د رایان له اصلي رازه خبر وو او بل دا چې په بغلان کې له وروستیو نښتو او تلفاتو منصور هم خوښ نه وو نو رایان او ابراهیم سره پټې ناستې پاستې کړې وې څو د خپل سري مشر پر ضد غږ پورته کړي خو دا ارمان يي پوره نه شو او د امارت په نوم د خپل سري مشر د يوې پټې دسيسې ښکار شول چې شونې ده استخباراتي مرسته هم پکې وه خو طالب مشرانو ته په کراچۍ يا هم د پيښور په يو روغتون کې په ناروغۍ د مرګ اوازې اوس داسې شوي دي چې ډيری په افغانستان کې ناست او له حالاتو بې خبره طالبان پرې باور کوي خو کاش دوی له اصلي کيسې او دسيسې خبر وی ځکه په طالبانو کې اوس شتون له منصور پرته بل هر ارمان ته کار يا يي فکر ورته مرموزې وژنې او ستونزې له ځان سره لري.
د رايان په اړه بله مهمه خبره داده چې دی تر ډيره په مدرسه کې پاتې شوی وو او د طالبانو ان د امارت د وخت له نقشې او له ملاعمر سره د ګډ پلان له رازونو خبر وو او په دې دی ښه پوهيده چې شته طالب مشر ملامنصور، ملاعمر د څه ډول پټې دسيسې ښکار کړ او په مبهم ډول يي تر وژلو وروسته درې کاله په خپل سري ډول د طالبانو مشرتوب وکړ او چې کله منصوردادالله او د طالبانو د فدايي محاذ او ملارسول ډله پرې پوی شوه نو مرګ يي رسنیز کړ خو تر اوسه يي هم د طالبانو ډيرو مشرانو ته په تیرو دریو کلونو کې د ورکول شویو قومندو، مبهمو او هدفي وژنو او نورو زیاتيو په اړه قناعت نه دی ورکړی ځکه منصور تر دریو کلونو پورې هرڅه دملاعمر له نوم څخه د ګټه پورته کولو په لړ کې کړي دي او ان د هغه زوی او ورور يي مولوي یعقوب او ملامنان هم په زوره ځان ته په بیعت کولو رازي کړي دي.
بل مهم سړی بیا چې تیره شپه په شمال کې وژل شوی دی شيخ ندا نديم دی چې په شمال ختيځو ولايتونو کې يي د طالبانو د تنظيمه رئيس دنده پر غاړه وه او څلور ولايتونه يي تر جنګي قومندې لاندې وو نوموړی تیره شپه له افغان ځواکونو سره په نښته کې و وژل شو خو دلته يو بل مهم راز هم شته دی او هغه دا چې ندا نديم څنګه افغان ځواکونو ته ور وښودل شو؟
په شمال کې د طالبانو يوې باورې سرچينې راسره شيبه مخکې پر همدې موضوع باندې لنډ بحث درلود او په ډاګه يي راته وويل چې ندا نديم هم له روانو خپل سريو او په کوټه کې له ناستو طالب مشرانو خوښ نه وو او اوس اوس پوی شوی وو چې منصور اصلی طالب مشر نه دی بلکه اصلي طالب مشر د جلال الدين حقاني زوی سراج الدين حقاني دی ، ندا نديم په شمال کې د کوټې شورا يو ډير مهم سړی وو او په ټول کې يي په شمال کې د طالباني خوځښتونو هر اړخیز ملاتړ کاوو خو په شمال کې هم د سويل او ختيځ په څير د طالب مشرانو تر منځ د نوي او زوړ مشر پر سر ستونزې وې .ویل کيږي مولوي عبدالبصير صابر چې په سیمه کې يو بل مهم طالب مشر دی او د کوټې شورا مخالف دی له موکې په ګټه پورته کولو سره يي د ندانديم ځای دولتي ځواکونو ته په ډاګه کړی وو او باالاخره يي تيره شپه پرې و واژه او په دې ډول وژنو سره يي ځان ته ميدان خلاص کړ ځکه په شمال کې د ندا ندیم وژنه او يا يي پر ضد دريدل په زابل کې د دادالله منصور په برخلیک اخته کيدو ته ورته وو.
په لنډ ډول ویلی شو چې طالبانو نور په خپل منځ کې هدفي وژنې پيل کړي دي او اوس کوښښ کوي له خپلو باغي مشرانو د خلاصون په خاطر له دریو اپشنونو کار واخلي چې هغه په داعش، دولت او هدفي ډول پټې او مرموزي وژنې دي.
ددې دريو طالب مشرانو يو دمي وژل په خپل وار سره په افغانستان او پاکستان کې طالب مشرانو ته يو پټ استخباراتي خبرداری او ګوتڅنډنه هم کيدای شي ځکه دا اوس چې هوا په ګرميدو شوې په ډيرو سیمو کې طالب مشران جنګ ته زړه نه ښه کوي او هيڅ داسې شپه نه وي چې په کوم ولايت کې دې لس، اته او پنځه طالب مشران او يا د ټيټې کچې سیمه ایز قومندانان په مرموز ډول سره نه وي وژل شوي.