هغې ته چې د ګلبدین حکمتیار د راتګ زغم نه لري!

 
رحمت ګل عمری ۱۳۹۵/۳/۱۱
دا خو ټول منو چې زموږ ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)  د  نړۍ ګوټ ګوټ  ته د تمدن ، سولې ، اسلام ،  منونکی  پیغام ورسوو، په وړاندې یې له هرجبر، زور ، زیاتي کار واخستل شوو، هغه مهال ټوله توره نړۍ د نوموړي په وړاندې ولاړه وه، ولې له مبارک ځان یې پیل وکړ، روان کاوران یې پیاوړی شوو یو ، دوه، لس، آتیا آن لسو زرو، سلورزو ..کسان ته یې د کاروان کړۍ ورسېده، په نړۍ کې یې د تمدن ، سیاسي امن ، ورورولۍ روڼ اوبل څیراغ ولګوو .
سولیز ژوند ، سوله درلودل  د اسلام د مبین دین غوښتنې او پیغام دی، په تېرو دیارلسو کلنو کې  چارواکو ، سیاسیونو ، مدني فعالانو ، د سولې د راتګ په اړه څرګندونې کولې او سوله یې تر هر څه لویه اړتیا ګڼله.
عام ولس له لومړیو تر نن او هر وخت د سولیز افغانستان غوښتنه کړې او کوي یې .
سیاسیون سوله په افغانستان کې  یوه خوله سیاسی اړتیا بولي ، سیاسي امنیت ، سیاسي نظم ، سیاسي ګډون یې پدې ارزښت پورې تړلي ګڼي، دوی وايي که سوله اوثبات رامنځ ته شوو، نو زموږ هیواد به د سیاسي امن ، سیاسی نظم ، سیاسي پوهې ، سیاسي ګډون منونکی کور وي او وګړي به یې په امن چاپېریال کې ژوند ولري.
ژورنالېستان هم چې کله د خپلو ژورنالیستي کړنو او څېړونو پایلې څرګندوي، افغانانو ته  اوسمهال تر هرڅه وړاندې سوله ضروري بولي. دوی وایي: سوله او امن پدې خاوره کې د وخت ترټولو لوی ارزښت دی . دوی د سولې په وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو په برخه کې د رسنیو او ژورنالېستانو رول اړین ګڼي .
ځوانان هم سیاسي نا امني او پدې برخه کې نا مسئولیتي او د سولې دروازې ته د حکومت په نه نیږدې کېدو نیوکه کوي، نا امني او د سولې نشتون تر ډېره ځوانانو ته ضربه ګڼي او هر ورځ په افغانستان کې د لسګونه ځوانان وژل کېدل پدې برخه کې د حکومت نا پامي بولي.
تنکي ماشومان د سولې ترانې زمزمه کوي او ډېری یې د رسم په درسي ساعت کې د کبوترو انځورونه کاږي او سوله یې له ماشومانه هیلو او څرګندونو ده.
په ټوله کې ویلای شوو، چې بڼوال په بڼ کې ، شپون په غره کې ، بزګر په کرونده کې ، امام په جومات کې د سولې غوښتونکی دی.
خو ولې ! اوسهال چې کله د اسلامي حزب له مشر انجینر ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه په نیږدې کېدو ده په سیاسیونو ، ژورنالیستانو ، ځوانانو کې داسې کړۍ سر راپورته کوي چې لدې وړاندې به یې د سولې راتګ لویه اړتیا بلله؛  ولې ! دا کړۍ اوسمهال له اسلامي حزب سره سوله لویه تېروتنه ، د وخت  ضایع ، بې ګټې ، د اساسی قانون خلاف ، د عام افغان ولس سره جفا ګڼي .
که څه هم چې دا لږ او اغېزناکه کړۍ به د سولې روانې هڅې له کوم جدي خنډ سره مخ نه کړي ، خوپدې برخه کې د ځینې  سیاسیونو سیاسي ناپوهي، د ژورنالیستانو ژورنالیستي ناپوهي ، د ځوانانو مدني ناپوهي دا څرګندوي چې پدې خاوره کې د سولې په وړاندې خنډونه هغه کړۍ دي چې د خړوبېدو سرچینې یې بیرون ، د څرګندونو افکار یې بهرني ، د څرګندونو زمینې یې هم جاسوسي رسنۍ جوړوي  .
په اوسنیو شرایطو کې اړینه دا وه چې رسنیو له هر څه وړاندې د دې ټولنې خلکو ته د جګړې تور او د سولې سپین مخ ښودلی وای او پدې برخه کې یې د حکومت ملا ورتړلې وای.
ولې ځینې رسنۍ هره ورځ  په غیرې متوازن ډول، اړخ نیولو، د افترا او شخصیت وژنې سره سره د اسلامي جزب سره د سولې خبرو ته قومي ، سمتي ، امتیازي او نور بېلابېل رنګونه ورکوي .
د یوه مسلمان افغان ژورنالېست په صفت مونږ ته دا جوته شوه چې حکومت او پکې شته  لویو او اغېزمنو کړیو د سولې د راوستو په برخه کې ژمنتیا نه درلوده.
د اسلامي حزب مشر او د سولې په نیت راغلي پلاوي د سولې تاریخې او بې موخینې هڅې د ستایلو او منلو وړ دي .
مونږ د سولې دوښمنو کړیو ته وایو چې سیاست کول او په سیاست کې لوبېدل .
سیاسي پوهه، سیاسي جرئت او سیاسي شعورغواړي، په سیاسي نا پوهۍ کې پاته کېدل د دې سبب کیږي  چې ټولنیز سیاسي سمون ته لاره هواره نشي، سیاسي ناکرارۍ، سیاسي عذاب د ټولنې رېښو ته ورسيږي، سیاسي نا پوهي بیا دا مهال دومره اغېز ښیندي چې په ځوانانو کې سیاسي جرئت زیانمنوي، د همهال دولت کړنې ورته د وخت جبر او پکې بدلون د ملت له وسه وتلی بولي .
د ناوړه سیاسي مهال د راتګ،  د نامعلوم سیاسي وضعیت د ساتلو او همدا راز د جبري سیاست د حاکمیت تر شاه د شته لاملونو د پیدا کولو او پدې برخه کې د شته خنډونو د له منځه وړلو په موخه چمتو والی دا ندی چې سوله وننګوو، پدې برخه کې جرئت دادی  چې، د خپلې خاورې د سیاسي کردارعمق ته د ننه شوو او د ښو پایلو د درلودلو لپاره سیاسي پوهه ،سیاسي  ذکاوت ، او ددې برخې اخلاق زده او پیاوړي کړو.
په کابل کې  د نورو  په لاسونو  پلان شوی بې اغېزې لاریون، د دوی له لوری د عدالت غوښتلو چیغې  ، د بشري حقوقو د مشرې سیما سمر د بل په اشاره ، غیرې متوازنې ، یو اړخیز ه څرګندونې .
په ټولنیزو رسنیو کې دجمعیت ګوند د ځینو غړو لیکنې ،د سولې د روانو هڅو د ګډوډۍ په موخه د جمعیت ګوند د رهبري غړو ورستۍ ناسته ، دا کتر  رنګین سپنتا بې مسولیته او بې سیاسته څرګندونې ، د ایران په اشاره د پدرام ، حفیظ منصور ، احمد بهزاد او ځینې نورو  خواشینونکو څېرو پرلپسې هڅې په څه مانا !
او دا هر څه مونږ ته څه راکوي!  د دا ډول هلو ځلو پیغام عامو افغانانو ته څه دی! سوله څوک نه غواړي ،د جګړې لمن څوک پراخوي ، ودان او پرمختللی افغانستان د چا غوښتنه ده .
طلوع ، طلوع نیوز ، نورین ، نور ، میترا ، یک او ځینې نور تلویزیونونه آیا د افغانستان دملي ګټو ، ملي ارزښتنو ، ملی ثبات په نوم څه ته درناوی لري ؟ آیا د دوی د اسلامي ګوند او افغان حکومت ترمنځ د سولې د روانو هڅو په برخه کې یوه ورځ د دې خاورې او افغان ولس غوښتنو او اړتیا وو ته په کتو خبر خپور کړ؟!  نه هېڅکله نه !
داسې معلومیږي چې دا رسنۍ هم پدې خاوره د ملي یوالي په خای تفرق ته کار کوي ..نو ټول افغانان باید دې ټکې ته پام وکړي .
.افغانستان هغه خاوره ده چې د رسنیو په نشراتي برخه کې یې  په سلو کې لس سلنه قانون نه عملي کیږي.
دا باید ومنو چې افغان ډېری  رسنۍ  خپواکې ندي  له بهر نه د خړوبېدو ترڅنګ  تر نیمایي زیادې یې په بېلا بېلو ګوندونو پورې تړلې دي، دې ډول رسنیو ته له ملي ګټو نه د خپل او اړوند حزب ګټې مهم او لومړی دي.
رسنۍ د سولې په اړه کوم اغېزمن ګام ځکه نه پورته کوي چې دوی ته اره دنده د بیرونې فرهنګ دود ، په قومي ،سمتي اونورو مسئلو ولاړ خبرونه خپرول دي .