شهید شېرولي وردګ، هغه چې خادم زړه یې درلود؛ ملګرتیا ته یې ډېر ارزښت ورکوو، بدلون خوښونکی، خنده رویه او زړور ځوان وو. مرسته کوونکې ملګرتیا یې کوله ،تر ټولوستربریالیتوب یې له خلکو سره مرسته ګڼله، له خبرو یې عمل ته ترجیع ورکوله،پراخه فکریې درلود، مطالعه یې خوښوله ، سیاسي پوهه او جرئت یې خاصې ځانګړنې وې ،سیاسي ناپوهي یې د دې خاورې د وګړو تر ټولو لویه اوخطر جوړونکې ستونزه بلله .
د خپلې خاورې سره یې مینه بې کچې وې، سوله یې د افغانستان د ستونزو یوازینۍ حل لاربلله ، ځوانانو ته به یې هر وخت نور ته د لاس نه اوږدولو سپارښتنه کوله ، په ځان اتکا او په ځان باور یې د ځوانانو د ستونزو حل او مثبت بدلون باله ، تېز او استوار قدم وهونکی ، لنډې خبرې کوونکی وو.
له تعصب پاک او د نوښت سخت پلوی وو، د ستونزې د حل او د چارو د اجرا په تړاو یې چټک ګام پورته کوو، په زده کړه یې تاکید کولو ځوانانو محصلینو ته به یې هروخت وینا دا وه چې څومره کولای شي خپلې زده کړې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې ورسوي . شهید انجینر شېرولي وردګ د پراخه اړیکو درلودونکی وو، افغانستان یې په ريښتیني ډول د ټولو افغانانو کور باله، د سمت ، قوم او ژبې په نومونو یې د بېلښت سرسخته دوښمن او د دې غلطې پالیسۍ پالونکي یې تر ترهګرو بد دوښمنان ګڼل .
سست او لنډ فکره ځوانان یې په راتلونکې بوج ګڼل، په افغانستان کې یې سراسري سوله له لوړو هیلو او آرمانونو څخه وه، هیواد ته یې د اسلامي حزب د رهبر انجینر ګلبدین حکمتیار راتلل او د سولې د پروسې سره یو ځای کېدل هغه لویه هیله وه چې د شهید په ژوندون پوره نشوه .
انجینر شېرولي وردګ په ریښتینې توګه د ملي فکر درلودونکی ، ملي فکر پالونکی ، ملي فکر خوښونکی وو، که د شهید د ژوند ډېری څرګندونې وګورو په خبروکې یې د واحد او خپلواکه افغانستان درلودل ، د یوه ملت په توګه د افغانانو یوالی ، ملي ګټې او ټول ملي ارزښتونه هغه حدود وو چې نوموړي به ورته تل درناوی کاوه او هغه چا چې به یادو ملي ارزښتونو ته احترام نه درلود هغه یې د افغانستان دوښمنان بلل.
له نوموړي مې په ځلونو اورېدلي دي چې ویل به یې که د افغانستان ټول سیاسیون په ریښتیني توګه د سولې په برخه کې له سیاسي پوهې، سیاسي بصیرت ، تعهد او سیاسي جرئت کار واخلي او د سوله ییز افغانستان د بنسټي کېدو په برخه کې ګامونه پورته کړي نو لرې نده چې مونږ سراسري سولې ته ورسیږو.
شهید انجینر شېرولي وردګ مدني حق پالونکي او په یاده برخه کې فعاله ځوانان تشویقول خو د ځینو ځوانانو مبارزه، چې په خبره یې افغان ملت په ژبو سمت او قومونو بېلوي غندله .
نوموړي به ویل دخپل ولس او خاورې په وړاندې تر ټولو ستر مسئولیت ځوانان لري ، چې دخپلو خلکو دغوښتنو او د هیواد داړتیا ته په کتو مدني مبارزه و کړي ، شهید شېرولي وردګ به ویل د ولس ټولې غوښتنې اود خاورې اړتیاوې په یوه ورځ ، میاشت یا کال کې نه پوره کیږي.
نوموړي به ویل که غواړو چې ريښتینې او ګټوره مبارزه مو تل پاته وي ،نو پداسې مبارزه او مدني یون باید غور وشي چې پیل کوونکی یې مړه شوي خوپیل شوی یون یې نه مړ کېدونکی او نه تسلیمدونکی وي .
شهید انجینر شېرولي وردګ به ویل بریالۍ او ګټورې مبارزې هغه دي چې پکې ښکېل کسان دکوم شخص په نوم پکې ګډون ونه کړي ، بلکي د یوه ژور ، هر اړخیز فکر له خپرېدو وروسته ددې تحریک ملګري شوي وي .
د شهید شېرولي وردګ شهادت د سولې په ډګر کې د هغه څراغ مړه کېدل وو چې له جګړې د خلاصون او سولې ته درسېدو د تللي مسیر په لاره که به یې سولې پالونکو ته د مخ په وړاندې تګ لارښونه کوله ، هغه مبارزې ته به یې هڅول چې افغانستان یې ژغورلی شوای .
رحمت ګل عمری
۱۳۹۶/۳/۴
وروستي