چابهار- له ستراتیژیکې سیالۍ نه د افغانستان لاسته راوړنه

 
ایران،افغانستان او همدا راز مرکزي آسیا ته د لارې موندلو لپاره د هندوستان هڅه هغه وخت تقریبا خپل منزل ته ورسیده چې د افغانستان، ایران او هندوستان تخنیکي ټیمونه د ۲۰۱۶ کال د اپریل په میاشت کې خپلو منځو کې د مباحثې نه وروسته هوکړې ته ورسیدل. درې‌واړو هیوادونو د درې اړخیز ټرانسپورټ وا ټرانزیټ تړون شرایط بشپړ کړي دي. دا تړون به د ۲۰۱۶ کال د مۍ میاشتې په ۲۳مې نیټې د نریندرا مودي، حسن روحاني او اشرف غني په شتون کې په ایران کې لاسلیک شي.
 
چابهار یو سمندري بندر دی چې د ایران سویلي سیستان او بلوچستان ایالت کې موقعيت لري. د ایران دولت دا ساحه آزاد سوداګریز او صنعتي زون ټاکلی چې ۱۴۰ کلومتر مربع ساحه تر پوښښ لاندې نیسي او د افغانستان پولې ته نږدې میلاک ښار نه شاوخوا ۹۵۰ کلومیتره لرې دی. په ۲۰۰۳م کال کې، هندوستان او ایران یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر بنسټ يې هندوستان ژمنه وکړه چې د بندر د زیربیناوو د جوړولو او پراختیا په برخه کې به درنه پانګه اچونه کوي. خو په ایران باندې د امریکا له خوا د لګېدلو بندیزونو له کبله د کار پرمختګ ډیر ورو و. سره له دی بندیزونو، هندوستان خپل کار ته دوام ورکړ او ۲۰۰۹م کال کې د ۱۳۵ میلونه ډالرو په لګښت یې زرنج- دلارام لویه لاره چې د کابل – هرات لویه لاره له زرنج او له هغه ځایه له چابهار سره نښلوي بشپړ کړ. د ۲۰۱۵م کال د اګست په میاشت کې کله چې په ایران لګول شوي بندیزونه پورته شول نو د هندوستان لپاره لاره پاکه شوه ترڅو د ایران نه ځمکه په اجاره واخلي او د چابهار بندر د پراختیا لپاره کار پیل کړي.
د چابهار بندر تر یوه بریده د ستراتیژیک چاپیرولو د تیورۍ له لارې تشریح کیدای شي. په دې تيوري کې چې په سيالۍ استواره ده، سيالي د جغرافيوي چاپېرولو په وسيله ګاونډی هېواد له اقتصادي او نورو پلوونو څخه تر اغېز لاندې راځي. د چاپیر کړي هیواد  سره ډیر ډیر داسې نقطې په لاس وي چې چاپیر شوي هیواد باندې بریدونه ترسره کوي چی دا یا د اردو قرارګاوو او یا د ټرانزیټي لارو کنټرولو له لارې اقتصادي پرمختیا امکاناتو مخه نیولو له لارې ترسره کیږي. نو په داسې شرایطو کې هندوستان د چین له خوا د چاپيریدلو ویره لري او چین د امریکا له خوا د چاپیریدلو ویره لري. چین په افغانستان کې د امریکا حضور او له سویلي کوریا، جاپان، هندوستان او تایوان سره نږدې اتحاد ته د خپل چاپیریدلو په نظر ګوري.  بل خواته هندوستان د چین له خوا په سریلنکا، برما او بنګله دیش کې جوړو شوو بندرونو ته د خپل ګیریدلو په سترګه ګوري. نو ځکه کله چی چین د ګوادر بندر جوړولو لپاره خپل پلانونه را څرګند کړل، نو  هندوستان د نړیوالو فشارونو سربیره د ګوادر نه شاوخوا ۷۲ کیلومیتره لرې چابهار بندر لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړلې.    
 
د مرکزي آسیا سیمه د چین او هندوستان لپاره د خپل سیمه ایز نفوذ د پیاوړي کولو په موخه  د محراق نقطه پاتې شوې ده. دا سیمه چی ورته د اروپا او آسیا زړه هم ویل کیږي، د طبعي زیرمو نه ډکه ده او مهم جیو پولیټیکي او جیو اقتصادي ستراتیژیک اهمیت لري. هندوستان ډیرې هڅې وکړې چې د پاکستان له لارې افغانستان او د مرکزي آسیا بازارونو ته ځان ورسوي. هندوستان د افغانستان - پاکستان ټرانزیټي سوداګرۍ تړون (اپټا) کې د ګډون لپاره رسمي غوښتنه وکړه خو پاکستان همیش خپل مخالفت څرګند کړی. نو ځکه چابهار به هندوستان لپاره د پاکستان نه پرته د افغانستان او مرکزي آسیا بازارونو لپاره د دروازې حیثثت ولري.  
بل خوا ته چین له مرکزي آسیا سره د خپلې پراخې سوداګرۍ د ځای په ځای کولو لپاره په ګوادر بندر باندې تکیه کوي. په ۲۰۰۲م کال کې چین د ګوادر بندر د جوړولو لپاره مالي او تخنیکي زیرمې په کار اچول پیل کړل. د پاکستان په خاوره په عربي خلیج کې بندر جوړولو لپاره د ټولټال ۲۴۸ میلونه ډالرو مصرف کې یی ۸۰ سلنه مصرف په غاړه واخيست. د یو بل په مقابل کې جوړ شوي چابهار او ګوادر بندرونه به دواړو یاد هیوادونو ته دا امکان برابر کړي تر څو د مرکزي آسیا نه طبعي زیرمې وارد کړي او هم دغه بازارونو او د اروپا بازارونو ته خپل تولیدات صادر کړي.
 
په سیمه کې د ځواکمنو هیوادونو تر منځ ستراتیژیکې سیالۍ د افغانستان لپاره د پام وړ اقتصادي فرصتونه  برابر کړي دي. په وچه کې د ایسار هیواد په حیث، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د سوداګرۍ لپاره په پاکستان تکیه کړې ده. خو د دواړو هیوادونو تر منځ خرابو سیاسي اړیکو په سوداګرۍ او ټرانیزیټ د افغانستان په سوداګرۍ ډیر منفي اغیز درلودلی او افغان سوداګرو ته یې لوړ زیانونه اړولي دي. همدا راز، د پاکستان له لارې د افغانستان او هندوستان تر منځ سوداګري د پاکستان له خوا بې د انصافه بندیزونو له کبله په ډیره ټیټه کچه کې پاتې شوې ده او د ډیرو سترو مالي او اقتصادي ګټو مخه یی نیولې ده.  په دې سیاق کې به چابهار  افغانستان سره د دغه ستونزې په حل کې مرسته وکړي او د یو بدیلې لارې په توګه به د هندوستان او نورو هیوادونو سره د سوداګریزو چارو په ترسره کولو کې مهمه ونډه ولري.  همدا راز د څو هیوادنو له خوا د افغانستان له لارې سوداګري به د ټرانزیټي فیس او مالیو نه ملي صندوق ډک کړي. بل خواته چابهار په آزاد صنعتي او سوداګریز زون کې به افغان سوداګرو لپاره د پانګه اچونې ګڼ شمیر امکانات برابریږي.
 
افغانستان له طبعي زیرمو نه ‌ډک هیواد دی. خو دا طبعي زیرمې راویستل او بیا نورو هیوادونو ته انتقالول یوې باوري لارې ته اړتیا لري. چابهار بندر به د افغانستان لپاره لارې پرانیزي تر څو خپل معدني توکي استخراج او صادر کړي او هم د دې کار لپاره د اړینو ټرانسپورټي زیربناوو د جوړولو امکانات برابر کړي. په بامیان ولایت کې د حاجیګک کان د زر ملیارده ډالرو نه زیات ارزښت لرونکي  اوسپنه او نور معدن لري. یو هندوستاني کنسرسیوم (د څو کمپنیو نه جوړ شوې کمپني) چې په راس کې يې د هندوستان سټیل اتهارټي آف انډیا لیمیټید کمپنۍ ده  د دې معدنونو حقوق ترلاسه کړي دي. له دې سره یو ځای هندوستان پلان لري چې ۹۰۰ کیلومتره اوږده د ریل پټلۍ جوړه کړي چې حاجيګک کان به د چابهار بندر سره ونښلوي.  دا د ریل پټلۍ به د ۱.۸ ملیارده ډالرو د اوسپنې/ پولادو پروژه فعاله کړي.
 
د چابهار بندري پروژې کامیابه پلي کیدل او فعاله کیدل  به د افغانستان اقتصادي پرمختګ او له سیمې سره یوځای کیدلو په لور یو مهم ګام وي. د زیربنا دغه لویه پروژه ډیر پوټانسیال لري ترڅو په سیمه کې د لوبې بدلولو او سوکالۍ لامل وګرځي.  خو د افغانستان او سیمې سیاسي او امنیتي وضیعت کولی شي د کار د پرمختګ مخه ونیسي.  ځکه اړتیا ده چې د سیمې او نړۍ هیوادونه په ګډه کار وکړي تر څو د پروژو پلان شوې ګټې په عمل کې ولیدلی شي.