د بریا نه وروسته د ویسټ انډیز لوبډلمشر ډیرن سیمي وینا ډیر احساساتي کړم

 
د ښاغلي شعیب احمد رحیم د فېسبوک له وال نه

وايي کله چی د ټورنامنټ لپاره را روانیدلو نو خپل کرکټ بورډ سره مو ډیر جنجالونه درلودل. هغوي مونږ ته ډیر سپکاوی وکړو. دا هم مالومه نه وه چی مونږ به په نړیوال جام کې لوبیږو هم او که نه. کله چی راغلو نو لوبډلې کالې (یونیفورم) هم نه درلود. کله چی هندوستان ته راورسیدو نو یو لیکوال مونږ ته د بی ماغزو لوبډلې خطاب وکړ...
خو زه غواړم د دغه ۱۵ لوبغاړو نه مننه وکړم.... څنګه چی هغوي دا وړوالې وښود چی دا ټولې ستونځې او بدمرغئ یو خوا ته کیږدي او داسې لوبه لوبه ترسره کړي...دا ریښتیا هم اريانوونكى ده... !!!
د هغه خبرو راته نوی انرژي را وبخښله ... ستونزو او خنډونو نه باید خپل د بریا لپاره د هڅونې د وسیلې په شکل کار واخلو نه د ماتې خوړلو د پلمه په شان...ریښتنې رهبر هم هغه څوک کیدای شي چی ناسم حالاتو کې ځان خپل منزل ته ورسوي !!!