
ايمل افغان
دا خو یو څرګند او د لمرپشان ښکاره حقیقت دی چې درې لسیزې کېږي په افغانستان کې د نفاق او بدبختې اور بل دی او بې ګناه هېوادوال په دغه اور کې وسوزیدل کورونه یې ړنګ شول په شهادت باندې ورسیدل او دې ته مو مجبور کړل چې خپل هېواد پریږدي او په پردیو هېوادونو کې د مهاجرت شپې او ورځې سبا کړي زموږ د لاس نه افسوس پرداسې بدو او ترخو حالاتو چې نن ورځ ورسره افغان ولس مخ شوی او د خلاصون لاره ترینه ورکه ده.
ترڅو به په دغه وران او ویجاړ هېواد کې دا جګړې ، ورور وژنه او چاودنې وي که جګړه وه ورور وژنه او یاد چوکۍ لاس ته راوړل وي خو همدومره بس ده چې موږ (د هېواد مشرانو) د تاریخ په اوږدو کې وکړو هېواد مو د داسې یو بحران سره مخ کړو چې اوس یې رانه د حل لاره ورکه ده چې څه وکړو او څه کول پکار دي؟
درنو لوستونکو اوس راځم اصلي مطلب ته هغه دا چې په افغانستان کې د دومره نا امنیو سره سره بیا هم درنو هېواد والو د یو ملي احساس له مخې وکولای شول چې په تېرو انتخاباتو کې ګډون وکړي او په یو ملي احساس سره د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړه په دې معنی چې په افغانستان کې به یوه ملي اداره جوړه شي داسې یوه اداره چې هغه ټول افغان ولس ته د منلو وړ یوه اداره وي.
ټول افغان ولس په دې تمه خپلې شپې او ورځې سارلې چې نن به ټولټاکنې اعلانیږي او سبابه اعلانیږي خو اخر دا نتیجه شوه چې دافغاني مشرانو له بې کفایتې نه دوهم پړاو ته لاړلې او د افغان ولس هیلې یې د خاورو سره خاورې کړې.
زه بیاهم د خپلو هېوادوالو نه په قدر دانې سره دا هیله کوم چې په دوهم ځل ټولټاکنو کې پرته له کوم ډار او ویرینه په انتخاباتو کې ګډون وکړي او د خپل ملي احساس له مخې خپل کاندید ته رایه ورکړي ترڅو افغاني مشران وکولای شي دغې غم لړلې پیښې ته نور زیاتي د پای ټکی کیدي او افغانان په پوره ډاډ سره خپلو کارونو ته يوځل بیا دوام ورکړي که داسې ونشي نو خدای مه کړه دغه چانس چې نن ورځ افغان ولس خصوصاً افغاني مشرانو ته په لاس ورغلی دا به هم سبا ورځ نوي نو لکه د تیرو کلونو غوندي به بیا په غرو او رغو کې خپلې شپې او ورځې تیرو نو راځې هېوادوالو چې له دې طلایې چانس نه نن ورځ ګټه پورته کړو او دغه بحران ته د پای ټکی کیدو.
افغانانو کې هیڅ ډول قصور نشته دغه عیب لري چې جنګیالي دي