د اسلامي حزب اعلاميه: له عام او پراخ ولسي ملاتړ مننه

 
له ټولو هغو افغانانو د زړہ له كومي مننه كوو چي په ډېر اخلاص، شور او ځوږ سره ئې د حزب اسلامي او دولت تر منځ د مذاكراتو او د سولي بهير ملا تړ وكړ، په خپلو سترو سترو غونډو او تودو احساساتو سره ئې وښودله چي سوله غواړي، متحد، خپلواك او سرلوړى افغانستان غواړي، د بين الافغاني مذاكراتو له لاري د روان بحران ختمول د حل يوازينى لار گڼي، د هغه چا ملاتړ كوي چي افغانستان د افغانانو لپاره غواړي، د افغانانو په كورنيو چارو كي د پرديو لاسوهني نه مني او افغانستان د ټولو افغانانو گډ كور گڼي. د دوى دا ځواكمن ملاتړ به إن شاء الله ټول هغه خنډونه له منځه يوسي چي غرضي او مرضي كړۍ ئې د سولي په وړاندي راولاړوي.
ټولو سوله غوښتونكو افغانانو ته مو پيغام دا دئ: په داسي حال كي چي ستاسو د تودو احساساتو قدرونه كوو، ستاسو د ملاتړ پوروړي يو، إن شاء الله ستاسو هيلي به ترسره كېږي، خپلواك، سرلوړى، له جگړو او بې امنيو فارغ افغانستان به جوړېږي او زموږ د شهيدانو آرمانونه به تحقق مومي، ژمنه كوو چي دې سپېڅلو اهدافو ته د رسېدو لپاره به زموږ مبارزه روانه وي.
د روغي جوړي او مصالحې په اړہ هيله ده لږ صبر وكړئ، تر هغه انتظار وكړئ چي د حزب اسلامي او دولت تر منځ مذاكرات خپل منطقي پاى ته ورسېږي، دواړہ لوري تفاهمليك ته وروستۍ بڼه وركړي او لاسليك ته ئې چمتو كړي، د دواړو لورو له توافق وروسته به رسماً او په گډہ دوى خبر كړى شي. مه تلوار كوئ او مه د هغو كړيو د كركجنو تبليغاتو پروا كوئ چي شيطاني موخي لري او له سولي وېرېږي
د حزب اسلامي د پلاوي مشر انجنير محمد امين كريم دئ، د مذاكراتو د پايلي په اړہ به د حزب رسمي دريځ د هغه له لوري اعلانېږي. حزب اسلامي په ټول اخلاص سره په دې مذاكراتو كي برخه اخيستې ده، د حزب پلاوي په تدبر، حوصلې او زغم سره خپل كار ته دوام وركړى، موخه مو فقط دا وه او ده چي هېواد او هېوادوال له دې دردوونكي حالت وژغورو، جگړہ د تل لپاره پاى ته ورسوو او د افغانانو تر منځ د ورورۍ او يووالي فضاء راپيدا كړو، داسي فضاء چي افغانستان د ټولو افغانانو گډ كور وي او ټول د يوې كورنۍ د غړو او وروڼو په څېر او په بشپړ ډاډ او اطمئنان سره په كي ژوند وكړي. ډېر ژر به ټولو ته جوته شي چي څوك سوله غواړي او څوك جگړہ، وطنپال سوله غوښتونكي به غالب شي كه پرديپال جگړمار.
موږ ټولو لوريو ته؛ د هغو په شمول چي حزب ته رقيب او حريف په سترگه گوري او د سولي د روان بهير په ارتباط شكوك او شبهات لري او قصداً يا د ناپوهۍ له كبله د سولي له مخالفينو سره همغږي كوي؛ د دوستۍ لاس اوږدوو، اطمئنان وركوو چي دا توافق به د هيڅ افغان په خلاف نه وي، موږ د اختلافاتو او ناروا رقابتونو د ختمولو په موخه روغه جوړہ كوو نه د پاللو لپاره ئې، له ټولو د همداسي عزم او هوډ هيله لرو. 
 
حزب اسلامي افغانستان
10جوزا 1395