
د عبدالحميد مومند سبک:
دخوشحال ننګ او غيرت به ځان سره کړم
د اېــــمــــل نه به د تــــــــــورې وهل زده کړم
د رحـــــمــــــان پـــــه هــــــديره به دعــا وکړم
د حــــــمـــيــــد غـــزل به ځان ته وظيفه کړم
تر خوشحال خان او رحمان بابا وروسته پښتو ادب ته څښتن تعالی يو داسې شاعر ورکړ، چې مبتکره او نوښتګره قريحه يې درلوده، نه يې غوښتل چې دبل چا پيروي وکړي، بلکې په خپله يې يو نوی سبک جوړ کړ او نور خلک يې خپلې پيروۍ ته راوبلل. په خپل قوي تخيل او فکري استعداد يې د پښتو ژبې په شاعرانه نړۍ او شاعرۍ کې داسې سبک ايجاد کړ، چې په هغه کې د ادبي فنونو ښکلي صنعتونه، لوړ خيالونه، په نادرو تشبه ګانو، استعارو، کنايو او شعري تلازماتو کې دښکلو، لطيفوو جملاتو او اصطلاحاتو په واسطه راوړل شوي دي، که څه هم د حميد سبک د کلماتو او جملاتو له مخې مغلق او پېچلی دی او هم د رحمان بابا دسبک سادګي او د خوشحال خان دسبک ارتوالی نه لري، خو سره له دې اغراقه هم دا سبک دومره خوږ دی، چې لوستونکي که څه هم د رحمان بابا او خوشحال خان د سبکونو متخصص وي، چې د حميد اشعار ولولي، هغه ترې هېروي.
د پښتو څېړونکو او سبکپوهانو د عبدالحميد مومند سبک د پښتو هندي سبک بللی، ځکه، چې د هندي ادبي ښوونځي ټولې ځانګړنې او نښې د ده په اشعارو کې ځليږي.
د هندي ادبي ښوونځي او دهندي سبک خبره مو مطرح کړه، نو ښه به دا وي، چې په سبک او مکتب لنډه او ځغلنده رڼا واچوو:
سبک : ويلونه، طرز، دود، دافادې دود، ويلې شوی فلز په قالب کې اچول، کلمې او وييونه په ښکلي ډول پييل، اوډل او هم ديوه ليکوال د افادې طرز ته سبک وايي.
مکتب: ښوونځی، لوستون، ليکځی او هغه ځای، چې ليک او لوست په کې کيږي. ( ۱)
اوس به د سبک او مکتب تر منځ توپير ته راشو او د دغو دواړو توپيرونه به په ګوته کړو:
سبک د مکتب په پرتله کوچنی، غونډ دی او مکتب ټول، لوی او عام دی. سبک يوه ټاکلې تاريخي دوره ښکاروي او ديوه ليکوال داثارو د ځانګړنو تولګه ده، خو مکتب يا ښوونځی بيا پراخه او غوړېدلې دوره ځلوي او دډېرو ليکوالانو د اثارو د ځانګړنو ټولګه ده. يانې په لنډ ډول ويلی شو، چې : سبک دځانګړتيا او مکتب د ټوليزوالي نوم دی.
د عبدالحميد مومند د سبک ځانګړنې
۱- ددې ښوونځي د شاعرانو په کلام کې ډېرښت (افراط) او کمښت (تفريط) دېر ليدل کيږي.
۲- د حميد دسبک اشعار د يو ځانګړي آهنګ او غاړې (لحن) لرونکي دي.
۳- د ادبي صنايعو(ښکلاوو) په پاللو کې دا سبک ډېر غني او پياوړی دی.
۴- اغراق او مبالغه د حميد بابا دسبک له ځانګړنو څخه ده.
۵- اېجاز او لنډون یې بله ځانګړنه ده، چې په لږو ښايسته الفاظو کې ډېر څه بيانوي.
۶- د ځانګړو او دقيقو تشبېهاتو او استعارو فن په دې اشعارو کې په ځانګړې توګه خپل ځان ښکاره کوي.
۷- دغه سبک د نادرو تشبېهاتو او استعارو په راوړلو سره ډېر پارسي اصطلاحات او کلمات هم په پښتو ژبه کې ګد کړل.
۸- نويو مضامينو او تازه فکر مونذلو ته په کې ډېره پاملرنه کيږي.
۹- د فولکلوري توکيو (متلونو، ګړنو، محلي اصطلاحاتو او ....) کارونه په کې ډېره ده.
۱۰- د حميد غزليزه شاعري ډېرۍ د مينې پر چورليز چورلي او موضوعي تيت او پرکتيا په کې دېره تر سترګو کيږي.
۱۱- د دې ښوونځي ډېرۍ شاعران په لفظي نزاکت، باريکۍ او مضمون پنځونې پسې ګرځي او دشعر د دوديزو آرونو څه ډېره پروا نه ساتي.
په پښتنه مينه
رفيع الله ستانګزی
کابل نوی ښار
070308908