قلم د ليکلو مشهوره وسيله او آله ده،په انګريزيکې ورته pen اوپه عربي کې ورته القلم وایي اود نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک ورسره بلد دياو ګټه ترې اخلي.د اسلامي رویاتو له مخې پاک رب دا هر څه نه مخکې دا خپل خوږ پيغمبر نور پیدا کړو او هغه نور یې په څلورو حصو تقسیم کړو،دا اولې حصې څخه یې عرش د دوهمې حصې څخه یې «قلم»د دریمې څخه یې جنت او د څلورمې څخه يې مومنان پیدا کړل
کله چې الله تعالی په قلم باندې امر وکړ چې د عرش په پایو کلمه یې طیبه ولیکه نوقلم په څلورسوه کالو کې يوازې نیمه کلمه(( لا اله الا الله )) وليکله دهغې وروسته قلم له پاک رب څخه وپوښتل،چې په دې خو پوه شوم چې تاسو بې مثله او بې نظير ذات یاست خو دغه پاک نوم چې ستا د نامه سره یوځای لیکل شوی د چا نوم دی؟ د الله تعالی له طرفه خطاب وشو چې د ځما د حبيب نوم دی چې ما غوره کړی ویې لیکه، د الله تعالى د وینا له هيبت څخه د قلم نوکه په منځ وچاودیده او د محمدرسول الله کلمه یې وليکله، په همدغه شکل سره قلم د قیامت تر ورځې پاتې شو د قلم د ارزښت او درنښت په باره کې يوازې دابس دي چې د قرانکریم یو بشپړ سورت د القلم په نوم نومول شوی، همدارنګه الله تعالى دا قرانکریم په العلق سورت کې فرمايلي دي [سُوۡرَةُ العَلق : 4]
الَّذِى عَلَّمَ بِالْقَلَمِ
چي هغه د قلم په مرسته (انسان ته) علم وښوده.
له دې خبرو څخه څرګنديږي چې قلم د الله( ج) پاک یو لوی نعمت او ډالۍ ده،چې انسانانو ته یې ورکړي.
د بشر په ژوندانه کې قلم یو لوی بدلون راوستلی دی.
په قلم سره کتابونه، مکتوبونه، لیکونه او نور څيزونه لیکل کېږي په دفترونو، پوهنتونونو، ښوونځيو، دوکانونو او داسې نورو ځایو کې ترې کار اخیستل کېږي.
وروستي