ماشومان ولې غلا کوي؟

 ۱-د ماشومانو د غلا تر ټولو لوی لامل لوږه ده، په ۲۰۱۷کې ملګروملتونو خبر ورکړ چې په  سوماليا،  نايجيريا، یمن او جنوبي سوډان کې نږدې یو نیم میلیون ماشومان  د لوږې له خطر سره مخ دي.
فکر وکړئ که دغو ماشومانو ته په وخت خواړه ونه رسیږي، دوی به دې کوم برخليك سره مخ شي؟
بې له شکه که دغو ماشومانو ته په وخت خواړه ونه رسيږي ځينې به مړه او ځينې به په غلاوو شروع وکړي تر څو خپله ګیډه مړه کړي او ځان  د مرګ څخه وژغوري.
 ۲-د ځينو ماشومانو پلارونه د وژونکو ناروغيو، خپل منځي بدیو او جګړو کې وژل شوي وي، د هغوی د مړينې وروسته د هغه ماشومانو ته  په کوچينيوالي کې د کور ساتنه
او  سرپرستي ورته ور غاړې کېږي. او هڅه او زیار باسي چې کورنۍ ته نفقه پیدا کړي،  خوزياتره  ماشومان نه شي کولای چې دې خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي، نو له مجبورۍ له مخې غلا ته لاس اچوي.
۳- په زیاتره کورنيو کې ماشوم ته د کورنۍ لخوا خورا ډېر ناز ور کول کېږي او هره مثبته او منفي غوښتنه یې منل کېږي. خو وروسته دا اقتصادي یا نورو  ستونزو له امله د هغه غوښتنې نه پوره کېږي.
نو ماشومان په دغسې حالت کې به غلا کولو روږدي کيږي او په راتلونکي کې ترې غل جوړيږي.
۴- ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته باید په مناسبه اندازه پيسې ور کړل شي نه ډيرې زياتې او نه ډيرې کمې. (يعنې د هغوی د مثبتو اړتياؤ د پوره کولو په اندازه)  کله چې ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته  د کورنۍ لخوا په مناسبه اندازه پیسې ور نه کړل شي.
هغوی د پيسو لاسته راوړلو لپاره د هرې ممکنې وسیلې څخه کار اخلي، غلا او شوکې کوي...
۵- ځينې کورنۍ له نسب څخه غلا کوونکي وي دا ماشوم پلار یا نور دکورنۍ غړي غله وي، نو ماشوم که هر څه هم ولري نو د پلار په قدمونو پل کيږدي او غلاوې شروع کوي.
۶- کله چې ماشومان یا تنکي ځوانان  په یو نه یو ډول په نشه يي توکو  اموخته شي.
هغوی هڅه کوي چې د کورنۍ څخه په پټه نشه وکړي،  خو د پیسو د نه شتون له امله د نشو ترلاسه کول ورته ستونزمن وي.
نو مجبوريږي چې غلاوې شروع کړي.
 
۷- کله چې ماشومان  داسې ملګري ولري چې غلاوې کوي، نو ملګري یې غلا ته تشويق کوي او د کورنۍ د نه پاملرنې له امله غلاوې کوي.