ځینې مدني جاسوسان که مدني فعالان؟!

 
که څه هم په افغانستان کې د څو لسیزو را په دیخوا دج ګړی اورونه بلیږي، ځیني په یو نامه اوپه بل نامه دپردیو استخباراتو دلاسوهنو له امله په خپلو کې جنګیږي،چې له امله یی زمونږ ګڼ شمیر ورونه شهیدان،میندی بوری،خویندی کونډی،بچي یتیمان او همدارنګه ځینی معیوبان اوبی سرپرسته شول،اولا هم دا اورونه دپردیو په لمسه بل دي .اوزیانونه یی بی ګناه افغانانو ته رسیږي.
خوددی کار دپای ته رسولو په خاطر دافغانستان دسولی پروسه دیته متوجه کړه ،چې باید دځینو مخالفینو سره دبین الافغاني ناستی په تفاهم کې خبری وشي،اودسولی او ټیکاو په خاطر باید خپل دولت سره یو ځای شي،چې خوشبختانه دافغانستان دسولی عالي شورا په دی وتوانیدله چې ددولت یومخالفه ډله حزب اسلامی دی ته چمتو کړي چې دبین الافغاني ناستی په موخه دافغانستان اساسي قانون تر چتر لاندی باید شرایط ومني او سولی ته غاړه کیږدي.
خوشبختانه چې داپروسه دیو لړ شرایطو ایښودلو سره بریالی شوه اوددولت مخالفی ډلی حزب اسلامي ورته غاړه کیښوده.
خو اوس سوال دادی چی ولې ځینی افراد دسولی ددی پروسی دزیانملولو په خاطر خپلو فعالیتونو ته په چټکې سره لاس او پښی اچوي اوکوښښ کوي چې دسولی دی پروسی ته یو بل نوم ورکړي اوافغان سوله غوښتونکي ناهیلي کړي؟
داهغه پلورل شوی کړی دي چې دبل دګټو پخاطر خپلو افغانانو ترمینځ یو سوء تفاهم رامینځ ته کړي،او دخلکو اذهان مغشوش کړي،چې بیلګه یی مې ورته نن دخورشید تلویویزون په خبرونو کې دځینو مدني فعالانو په چې شمیر یی لس تنو ته هم نه رسیده ولیدل او واوریدل...
دا مدني فعالان نه بلکه مدني جاسوسان دي چې چې پردیو ته  دیوڅو پیسو په بدل کې دسولی بین الافغاني تفاهم ته البته ددوی په اند زیان رسوي ،چې ځیني استخباراتي مطبوعات ددوی دا لږ کړنی په ډیر څه منعکس کوي، اودخلکو ذهنونه مغشوش کوي...
همداڅیرځینی نوری ډلی او ټپلی هم ددی هڅه کوي چې په یو نوم نه په یونوم دسولی دا بهیر ناکامه کړي.
نو زه ددی مدني فعالانو څخه داسوالونه لرم!؟
ایا له حکمتیار پرته نور رهبران په دی جنګونو کې ښکیل نه ول؟
ایا هماغه رهبران همدااوس هم داخل د دولت کې دخیل ندي؟
ښکاره ده چې ددی سوالونو جوبونه درته څرګند دي،بیاپورته شئ دټولوپرضد غږپورته کړئ چې مدني فعالیت مو راڅرګندشي،چې رښتیا هم مدني فعالان یاست.
زه دی ځینو مدني فعالانوته دا وایم چې تاسو دمدني فعالونو له نوم څخه سوء استفاده مکوی،ځکه  چې افغانستان دټولوافغانانو شریک کور دی،هرچانه ددی څو لسیزوپه دوران کې کمی زیاتی شوی دی.
دحل لیاره یی دانه ده چې دیو څوپیسو په مقابل کې ځان دنورو غلام او سولی ته زیان ورسوی.
که همداسی چغی وهی اوسوله ایزافغانستان نه غواړی نو دامتل ځان سره یاداشت کړی...
چې دریاب دسپیو په خلی نه مرداریږي.
سوچ اوفکر وکړی اوضمیر ته وګوری له داسی کړنو لاس واخلی،ترڅودیوسوله ایزاوپرمختللی افغانستان څښتنان شو.
درنښت
عبدالصبور صابري