طالبان لاهم جنګیږي

 
طالبانو له هغه وروسته د خپل جنګ د دوام اعلان وکړ چې د دغې ډلې مشر ملا اختر محمد منصور په پاکستان کې د آمریکایي بي پیلوټه الوتکې په یوه برید کې په نښه شو، تمه کیده تر دې وروسته چې د هغوی مشر ووژل شوطالبان به له جکړې لاس واخلي او له افغان حکومت سره به د سولې لپاره خپل چمتو والی اعلان کړي، ځکه چې دا دطالبانو دوهم مشر ده چې په پاکستان کې وژل کیږي د ملا عمر مړینه چې دوه کاله وروسته رسنیزه شوه هم داسې ویل کیږي چې په مرموز ډول د پاکستان حکومت له لوري وژل شوی نو طالبانو په پاکستان خپل باور له لاسه ورکړی او افغان سولې ته به زړه ښه کړي، خو طالبانو نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې دوی به د روانو حالاتو او بهرنیو ځواکونو په موجودیت سره سوله ونکړي د هغوی په اعلامیه کې راغلي چې د دوي نوی مشر هبة  الله ده سراج الدین حقاني او د ملاعمر زوي به د هبة  الله مرستیالان وي
له دې څخه دا په ډاګه کیږې چې  طالبان حاضر ندي د سولې په خبرو کې ګډون وکړي خو دا پداسې حال کې ده چې پاکستان هیواد د خپلو نړیوالو ملاتړو او ملګرو لکه آمریکا او چین تر سخت فشار لاندې ده ځکه چې د څلور آړخیزو ناستو په څلورمه غونډه کې پاکستان ژمنه کړې وه چې طالبان به د مذاکراتو میز ته حاضره وي چې داسې ونشول او د څلور آړخیزو خبرو آترو هم ډیر موده ځنډ وروسته بیا پنځمه غونډه چې د سفیرانو په کچه وه د پاکستان په هیواد کې تر سره شوه چې دتیرو ناستو په څیر د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره پایته ورسیده پاکستان بیا په دې ناسته کې ژمنه وکړه چې طالبان به دخبرو میز ته حاضروي او که چیرې هغوی له خبرو کولو څخه ډه ډه وکړي په وړاندې به یې فوځي اقدامات تر سره شي.
د سیاسي چارو شنونکي پدې آند دي لکه څنګه چې د پاکستان له پخواني سیاست او کړو وړو څخه پوره پوهاوی لري پدې باور دي چې پاکستان به هیڅ کله هم دا کار ونکړي چې د طالبانو په وړاندې دې فوځي عملیات تر سره کړي، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پدې خبره ټینګار کوي چې د پاکستان هیواد هيڅکله دیته چمتو نده ترڅو د وسله والو ډلو په وړاندې په فوځی اقدام لاس پورې کړي
داسې اندیښنه موجوده وه چې که چیرې سراج الدین حقاني د طالبانو مشري په غاړه واخلي نو دا به دهیواد امنیت ته ستر ګواښ وي، دا چې طالبانو ولې داکار ونکړ دا به وروسته معلومه شي خو داسې ویل کیږي چې طالبان نه غواړې د دې تحریک څخه بغیر کسان د دې ډلې مشري په غاړه واخلي، په تیرو څو کلونو کې د طالبانو ترڅنګ حقاني شبکه هم فعاله وه او د ډیر شمیر بریدونو پړه يې په یوازی په غاړه اخیستله دا پداسې حال کې ده چې طالبانو هم د خپلو فعالیتونو او کړنو پړه پخپله اخیسته داسې ښکارې چې دا دوه بیلې ډلې دي نو پدې اساس سراج الدین حقاني د طالبانو دمشر په توګه ونه ګمارل شو
مولوي هبة  الله اخندزاده تر دې وړاندې د طالبانو قاضي القضات او بیا د پخواني مشر ملا محمد عمر د وفات تر اعلان وروسته د ملا اختر محمد منصور مرستیال ټاکل شوی وو هغه د هیواد دننه  په مختلفو مدارسو کې دیني درسونه لوستي
د روسانو د تیري پر مهال یې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور سره یو ځای په یوه جبهه کې، چې مشري یې د طالبانو د اسلامي امارت پر مهال د سرپرستې شوری  مرستیال ملا محمد حسن اخند کوله ؛ د روسانو په مقابل کې وسله‌وال جهاد کړی
مولوي هبة الله اخندزاده تنظیمي اړیکه د مرحوم مولوي محمد یونس خالص له اسلامي حزب سره لرله
نوموړي د طالبانو د امارت پرمهال د نظامي محاکمو د عمومي رئیس په توګه دنده اجراء کړې، او  ۲۰۰۱ز  کال څخه وروسته چې د طالبانو  واکمني سقوط شوه  د طالبانو د نوي تشکیلاتو په ترڅ کې بیا هم د محاکمو عمومي رئیس وټاکل شو
هغه د طالبانو د تحریک موسس  ملا محمد عمر تر مرګ وروسته د ملا اختر محمد منصور مرستیال وټاکل شو نن /چهارشنبه، غبرګولي ۵مه/ د طالبانو رهبري شوری د یوې غونډي په ترڅ کې نوموړی د طالبانو د نوي مشر په توګه غوره کړای شو
 
په څلور اړخیزو خبرو اترو کې د طالبانو د ملا اختر محمد منصور د ډلې د نه ګډون له کبله، په دغو خبرو اترو کې د نورو ډلو د ګډون ارزښت ځکه زیات شوی، چې د طالبانو د نه ګډون له کبله دواړه پاکستان او افغان حکومت له ناکامۍ سره مخ شوي داچې څو ورځې وړاندې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ووژل شو او طالبانو د هغه د مرګ تر تائید پرله پسې د هبة  الله په نامه یو تن د طالبانو د مشر په توګه سراج الدین حقاني او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی د مرستیالانو په توګه د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړل داچې د طالبانو د ملا محمد رسول په مشري ډله به د افغان سولې په اړه حه دریځ غوره کړي آیا د ملا اختر محمد منصور په وژل کیدو سره به د دوي په دریځ کې کوم بدلون ښکاره شي او که نه ځکه چې طالبانو دنوې اعلامیې په خپرولو سره پخپل پخواني دریځ ټینګار کړی او جنګ یې خپله لاره اعلان کړې ده، طالبانو ټینګار کړی چې د دوی په شرطونو کې کوم بدلون نده راغلی او د بهرنیانو په وتلو یې یوځل بیا ټینګار کړی
داچې د اسلامي حزب په تګلارې کې څومره بدلون رامنځته شوی کیدای شي داسې طالبان هم په خپله تګلاره کې بدلون رامنځته کړي په قطر کې د طالبانو د سیاسې دفتر پرانیستلو دا جوته کړې چې طالبانو د پخوا په پرتله ډیر بدلون موندلی او د سولې په طرف یې میلان ډیر شوی، داچې د طالبانو هر نوی ټاکل شوی مشر ترڅو خپل افراد پرځان راټول کړې د ګرمو او احساساتي خبرو څخه کار اخلي چې دا اعلامیه هم د همدې کمپاین یوه برخه جوړوي
داسې ګمان کیږي چې د پاکستان له لوري په طالبانو فشار راوستل به هم نتیجه ورنکړي ځکه چې طالبان به پدې برخه کې له يو ډول سپکاوي سره مخ دې او هیڅکله به د پاکستان هیواد په مستقیمه اشاره خبرو ته چمتو نشي پکار ده تر څو هغوی ته هم د افغان دولت له لوری  د یوې آزادې ډلې په توګه د سولې خبروته بلنه ورکړل شي، پداسې حال کې که چیرې طالبان تر ډیر فشار لاندې راشې کیدای شي د پاکستان لمنه پریږدي او د افغانستان له نورو ګاونډیو هیوادونو څخه د خپل جنګ د دوام په موخه مرسته وغواړي چې ښه بیلګه یې پدې وروستیو کې د روسیې او طالبانو آړیکې دي، داچې د ملااختر محمد منصور له وژل کیدو وروسته د هغه د پاسپورټ عکسونه رسنیو ته په ګوته ورغلل او په یاد پاسپورټ کې داسې ښکاریده چې ملا اختر محمد منصور دوه میاشتې وړاندې د ایران هیواد ته سفر کړی وو د همدې خبرې کره ثبوت کیدلای شي چې طالبان د پاکستان پرځای د نوی پټن ځای او ملاتړي په لټه کې دي، نو ښه به داوي چې د طالبانو سره هم د مستقیمو آړیکو نیولو هڅه وشي او د پاکستان له لوري خبرو کولو ته په زور حاضر نشي    
داچې د حزب اسلامي سره خبرې یوې پایلې ته ورسیږي او چمتو شوې مسوده د دواړو آړخونو له لوري لاسلیک شي ښایې د طالبانو د ملا محمد رسول ډله هم د سولې په وړاندې خپل شین څراغ ښکاره کړي وړاندې تر دې چې طالبان د ملا اختر محمد منصور تر مرګ وروسته د هغه پرځای نوی کس وټاکي افغان حکومت له بیلا بیلو ادرسونو څخه په طالبانو غږ وکړې چې راشي او پخپله سیاسي مبارزه پیل وکړي او له جګړې څخه لاس واخلي چې طالبانو د حکومت پدې خبره غوږ ونه ګراوه او دا دي نن یې د یوې رسمې اعلامیې په خپرولو خپل نوی مشر هبة  الله وګماره.  
دسولې په وړاندې یو اساسي خنډ چې د هغه په آړه ډیرې آندیښنې موجودې وې هغه د پخواني ولسمشر حامدکرزي په دوره کې  د سولې عالي شورا رهبري او ترکیب وو په ځانګړي ډول د سولې عالي شورا په رهبري کې د استاد رباني ګمارنه لکه څنګه چې ډیری سیاستمدارانو ته د منلو وړ نه وه طالبانو هم د خبرو په وړاندې د هغه موجودیت یو ستر خند احساساوه ځکه چې طالبانو د جمعیت ګوند مشر لستاد رباني سره ډیر کلونه جګړې کړې وې او هغوی نه غوښتل ترڅو د استاد رباني په موجودیت کې د سولې خبرته حاضر شي ، پدې وروستیو کې د سولې عالي شورا په رآس کې د پیر سید احمد ګیلاني ګمارنه هم د سولې به ډګر کې یو مثبت ګام وو چې دادی یوه پایله یې د حزب اسلامی سره احتمالي سوله او تمه کیږي چې د طالبانو سره  د خبرو له لارې یو جوړ جاړي ته ورسیږي، پیر سیداحمد ګیلاني نه له طالبانو او نه هم له حزب اسلامي سره به کورنیو جګړو کې ښکیل وو نو کیداي شې لکه څنګه چې له حزب اسلامي سره بریا ته ورسید له طالبانو سره هم په خبرو کې بریالی شي.   
 
په ټوليز ډول ويلی شو، چې د افغان حکومت په وسله‌والو مخالفینو کې په اوس وختکې د حکومت په وړاندې اساسي خنډ د هبة  الله په مشري ډله ګواښوونکې او د جګړې ډګر همدې ډلې ګرم ساتلی چې د ملا محمد عمر تر هغه وروسته د ملا اختر محمد منصور او اوس دا دی د هبة  الله په مشري جګړې ته دوام ورکوي، آمریکا هم د ملا اختر محمد منصور وژنه د سولې په وړاندې د یو ستر خنډ له منځه تلل وبلل او دایې زیاته کړې چې ملا اختر محمد منصور د څلور آړخیزو خبرو آترو په وړاندې ستر خنډ وو هغوی هیله څرګنده کړې چې د نوموړي په له منځه تلو سره د سولې لپاره هیلې نورې هم زیاتې شی ولې بدبختانه د طالبانو نوی مشر هم د جګړې په دوام ټینګار کړی خو دا دی خوشبختانه د حزب اسلامي ډله وروسته له ډیرو خبرو اترو په دې وتوانیدله ترڅو د سولې له عالي شورا سره یوځای د یو پنځه ویشت ماده ئیز پریکړه لیک په خپرولو سره توافق ته ورسیږي چې دا توافق به د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار تر لاسلیک وروسته ولسمشر اشرف غني لاسلیک او د پلی کیدو وړ به وګرځی.
که چیرې د طالبانو له ډلو سره د ګلبدین حکمتیار په څیر چلند وشي او هغوی د افغان حکومت له لوري پخپله د سولې خبرو اترو میز ته راجلب شواهد داسې ښيي چې کیدای شي طالبان هم خبرو کولو ته غاړه کیږدي، د حزب اسلامي سره د مسودې تر امضا وروسته به په ډاګه شي چې آیا طالبان لکه څنګه چې حکمتیار ورته ویلی ترڅو د سولې په پروسه کې ونډه واخلي او له جګړې لاس په سرشي، خو تر دې دمه ښکاره دریځ چې طالبانو د خپل نوی ګمارل شوي مشر په اعلانیدو سره سم څرګند کړی هغه د جګړې اعلان ده ، پدې وروستیو کې د ملا محمد رسول د نیول کیدو آوازې ډیرې شوې که چیرې دا خبره حقیقت نو دا خبره د دې ښکارندویي کوي چې پاکستان په رښتیا سره د نړیوالي ټولنې تر فشار لاندې دی او هڅه کوي ترڅو د څلور آړخیزه غونډې پریکړې ته ژمن پاتې شي ا ملا محمد رسول دخبر و میز ته حاضر کړي چې کیدای شي داسې په زور د خبرو اتر و میز ته حاضرول به بیاهم بې ګتې وي او د سولې خبرې بیا هم د کاغذ پرمخ ترسیم کیږي، ښه به داوي د ملامحمدرسول په مشري او د نوی ګمارل شوي مولوي هبت الله په مشري د طالبانو ډلې په مستقیم ډول د افغان حکومت له لوري د سولې خبروته راوبلل شي.