د کلموتشخیص

 
لیکوال: یونس تنویر
         موږ ولې د شعر په تشریح بسنه کوو.  او  ودې  وایو  چې موږ تنقید کړی دی؟ نه یاره تنقید دا شی نه دی. کره کتنه د کلمو په تشخیص کیږي. یانې د شعر کلمې دې له پردو  را  وباسي. او  بیا دې  هغه  څه  را  وښایي  چې  په دې کلمو کې پټ دي. همدا  د کره کتنې یوه  لویه  خوا  ده.  دغه مبهم پټوالی په کره کتنه کې ولې مهم دی؟
         مهمه  خبره  همدا  ده  چې  په  دغو کلمو کې   ابهام  د  مسرو  د نورو  کلمو  سره  تړون  لري.  دغه  کلمې  ممکن  سره  متضادې  وي. خو  دغه تضاد د مانا په لحاظ نه وي؛ بلکې د کلمو د مفروضي ماناو  په لحاظ وي. یانې د مانا  په  لحاظ سره  تضاد، نه لري؛  بلکې ، مفروضي مانا یې سره متضاده وي. دغه تضاد دې  وي.  زموږ  د مانا  وحدت له منځه نه  شي،  وړ لای. او  نه هم  دغه مفروضي کړنه د د بیت ماهیت ګرځېدای شي.
         موږ دلته په تناسب او طباق خبره نه کوو. دغه  دواړه  صنعتونه   اکثر  وخت د کلمو  په مفروضي  مانا کې وي.  خو  دغه د مانا  وحدت په دغو  دواړو تو کو(تناسب او طباق) تر ډېره،  نه شي راتلای. بلکې د کلمو د ټاکلو  په  دقیق انتخاب سره راځي.  فرض کړئ  موږ  د محمدنوید زیري په دې بیت کره کتنه کوو:
لمرمخۍ یار ګرم نه دی چې مې نه لولي غزل
پرمخ د کتاب تت ښکاريږي توري د غرمې
(محمد نوید زیری)
 
        اوس که ووایو چې شاعر د خپلې ګيلې لپاره د تسکین یو دلیل  تراشي. نو  باید  چې مبالغه وکړي. او   ووایي :  زما  یار  څنګه،  زما د غزل له تورو خوند واخلي؟  یو  څه شی چې تت ښکاري؛ نو  لوستل به یې څه خوند پیدا کړي؟  ځکه چې  په  مانا  یې بر لاسي کیدای نه شو. دا  نو  کره کتنه  نه  شوه؛ ځکه چې کره کتنه خاص د مفهوم  ښکاره کول نه وي. د کره کتنې  اصل  دا  دی  چې د مسرو  د کلمو ماهیت را څرګند کړي. اړیکې  یې سره  روښانه کړي. او د را  وستو  علتونه یې را ښکاره کړي.
           اوس که  په پورته  بیت باندې خبره کوو،  د  زیري صیب  دقیت ته باید متوجې شو. په  پورته  بیت کې   د لمرمخي کلمه  د استعارې مانا  لیږدوي. نو  ویلای شو  چې چیرته چې لمر وي،  تیارې  نه ښکاري. او  د کتاب د تورو  د لیدلو لپاره،  خو  رڼا  ډېره  مهمه ده. د لمرمخي کلمه د تورو د کلمې سره د مفروضي مانا  له  مخې متضاده ده. خو د مانا په وحدت کې ډېره غښتلې ده.
         لمر د ټول لمریز نظام مرکز دی. په غرمه کې ځمکه لمر ته ور نږدې شوې وي. او  شاعر خو ځکه د یار مخته د لوستلو فاصله نږدې ښکاره کوي. او لوستل طبعاً  نږدې  وي. که په یو مترې کې د کتاب  د لوستلو هوډ  وکړو؛  ممکن دومره خوند ترې  وانه  خلو .  له  یوې مخې تورې  واړه  وي. او  بل په کتاب کې توري ګڼ راغلي  وي؛ نو لوستونکي  یې  په لوستلو کې سربداله کیږي. او  د  نه  لوستلو  دلیل  یې ځکه ښه دی چې په غرمه کې لمر ډېر تېز وي. د کتاب پاڼې سپیتنې وي . او په تېز لمر کې په ډېر سپین شي سترګي لګیدل، په سترګو کې برېښو نه  را  ولا ړوي. د یار مخ  خو یې د لمر غوندې ښودلی دی. نو  بیا یې  یار څنګه په سپینو پاڼو تور لیکل ولولې. نو د لمر په دومره را ټيټېدو کې به په سپینه پاڼه تور لیکل تت ښکاره نه شي؟  ولې  نه ښکاره کیږي.  سترګي  چې برېښو نه  واخلي  توري خو لا پریږده  چې  لوی انسان به هم سم ورته،  نه ښکاري.
        دغو کلمو( لمرمخی، غرمه، کتاب، توري، تت...) ترمنځ  یو  حقیقي تړون نغښتی دی. که  چيرته د غرمې پر ځای مازدیګر  راغلی  وای، د لمرمخي پر ځای شمه روی، د  تت پر ځای شپه او ... راغلې  وای،  نو  ددغه بیت شاعرانه  جوهر  به  له منځه تللی و. د  اوسنیو کلمو تر منځ  موجوده  رابطه د شعر هنري اړخ غښتلی کړی دی. کره کتنه په همدا شي کیږي.
           یو ښه  علت  خو یې همدا  د کلمو د ماناو  ترمنځ  وحدت دی. او  بل د کلمو  د  ټاکلو  هنر دی.  چې د مفهوم په رسولو کې زیاته ونډه درلوده. که پورتنۍ کلمې د مانا په یووالي کې سره مختلفې وې؛ نو  فکر کوم چې دغه بیت به دومره غښتلی نه و.
       دغه  د مسرو  تر منځ  د کلمو  اختلاف  او  د بیت تر منځ د مسرو  همغږي د کلمو په ټاکلو  ولاړه  ده. که  چیر ته شاعر د کلمو په ټاکلو کې له داسې مهارته  کار، نه  وای اخیستی؛ نو  شعر  به یې هنري منطق نه درلوده. همدا  منطق  په همدغو کلمو رامنځته شوی دی. ددې بیت کمال همدا و  چې کلمو یې  یو  له  بل سره لاسونه ورکړي و.  همدې شي په  بیت کې یو مشترک سیوری درلوده.  او  همدا سیوری د مانا په وحدت کې مهم دی.
پای